د جلال امرخېل لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل / جلال امرخېل
غزل زلفې ، دواړه سترګې دي ماران ، ماران مرګ ته مې يو ځای شول ښاماران ، ماران خوري مې ؛خو پېرزو مې په يخنۍ نه دي ساتم په لستوڼي کې ياران ، ماران زه چې ژاړم نه راجيګوي باڼهپريوځي دروند خوب ته په باران ، ماران ښکلې جينکۍ د باغيچې مچۍ ښکلي هلکان
غزل / جلال امرخېل
غزل په بې وسۍ کې د ناکام د خندا رنګ لري زړه د وخت د هر جبر د هرې ادا رنګ لري زړه اوس که تک شين شو دا خو ستا له اسماني غروره کنه اوبو غوندې مې ګرانه صفا رنګ لري زړه مه غواړه دا چې دې نامه له زړه نه اوباسمه په دې بې رنګه زندګۍ کې همدا رنګ لري زړه له مجبوريته د
غزل / جلال امرخېل
غزل چې د وجود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني د خپل جمود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني که دې په سترګو کې درولوېدم خطا مې څه ده ؟ تا وې چې دود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني دوی د خليل د اور ګلزار باندې قائېله نه دي دوی د نمرود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني ښکلي په راز د خپل جمال د تخليق ن
غزل / جلال امرخېل
غزل ځان ته مې ورکړلې وعدې ،چې هېرولی دې شم زما د ژوند بلې لمبې ! ،چې هېرولی دې شم د مخه ښه پر وخت دې ولې سترګې وپړسېدې تا خو په خپله راته وې ،چې هېرولی دې شم دا طريقه د هېرولو درنه هېره مه شه چې جوابونه رالېږې ،چې هېرولی دې شم ما خو به هر څه ويل ،
نظم: هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي / جلال امرخېل
نظم هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي چې ستا فون راشي چې زه يې بل ته ورکړم مور او پلار مې زما زړه ته پام و نه کړ په خپل واک شول په خپل زړه يې بل ته ورکړم هغه شپه به څه په چېغو چېغو ژاړم ته به څه په جان قربان وايې چې خير دی زه به ښې ډېرې کنځلې درته وکړم ته به بيا هم راته ګران وايې چې خير دی
غزل / جلال امرخېل
غزل څه د وطن ، څه د سفر ، څه د هغې زخمونه راته را نه کړل کومې ، کومې حادثې زخمونه زړه مې ورولېږه چې ځای پرې د بل داغ وښيه زړه يې واپس کړ ، ويل ځايږي پرې دوه درې زخمونه ځار دې د شونډو له پاړونو ، ورته مه ورګوره د ائېنې سترګو کې څه له ټوکوې زخمونه کلونه ت
غزل / جلال امرخېل
غزل څومره په غرور ، راستون د مينې له بايلاته يې وه زړه ! راتېر شوی د جنون له کوم حالاته يې ؟ څومره ډېر مغرور سرونه ستا په در کې ښکته دي حسنه ته بې شکه چې د خدای تعالی له ذاته يې يه زما د خاورې ګله ! ځان دې خاورې مه ګڼه ته هم يوه برخه د نړۍ د کائېناته يې
غزل / جلال امرخېل
غزل هم ترخه ده هم خوږه لکه هغه د ژ وندون هره شېبه لکه هغه اندامونه مې له ما نه بېلوي زوروي مې زمانه لکه هغه د بېلتون هره ګړۍ ده لکه زه د وصال هره لمحه لکه هغه د وريځو لوپټه کې پټېده سپوږمۍ ما نه شرمېده لکه هغه
غزل / جلال امرخېل
غزل دغه د ستړي خوب تعبير درسره غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه ځي د نشه وږمو بهير درسره لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها راغلم چې وژاړم ستا وير درسره طالب ور مه شه د کاپرو په لاس د چا زړګی مه شه اسير درسره
تازه غزل / جلال امرخېل
تازه غزل د دردونو سلسله ده ؛خو خوږه ده د ژوندون ميوه ترخه ده ؛خو خوږه ده ستا نامه په احترام اخلي ، ښه لګي د رقيب د خولې کيسه ده ؛خو خوږه ده زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده زما سترګو کې ګيله ده خو ترخه ده ستا پر شونډو
د جلال سياسي شعور / ليكوال : هجرت الله اختيار
هسې خو جلال امرخېل شاعر دى او داسې د شاعرۍ په ګلبويه اوبو لمبېدلاى شاعر دى، چې د وجود په هره حصه او د خولې په هره خبره كې يې د ګلورينې شاعرۍ رنګونه څرګند دي. د هغه ناسته ولاړه، راشه درشه، سلام كلام او بالاخره ټول ژوند شاعرانه دى. د مسلك په لحاظ ښاغلى جلال اوس له هېواده ډېر لرې په بلجيم كې اقتصاد لولي، په دې څانګه كې به لسانس اخلي، ماستري به په كې كوي او له دوكتور
محب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم./ جلال امرخېل
محب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم. يوازې ته خو نه وې ، لمر هم درسره پرېواته له پورې غره نه مازيګر هم درسره پرېواته د ديدنونو انتظار زبېښلی رنګ نيولی لکه ،چې ستوری د سحر هم درسره پرېواته د پکتيکا د غزالانو شهزاده بهرامه ! له ګړنګونو نه هنر هم درسره پرېواته
غزل / جلال امرخېل
غزل لږ به له خلکو نه شو لرې ، په دا توره تياره راځه چې سپينې کړو خبرې ، په دا توره تياره که غره کې مړ شوم بيا به نه راباندې سر شوکوې رانه دې وغوښتې ګورګورې ، په دا توره تياره موږ چې شوو غاړه غړۍ ستا د راختو څه ضرور ؟ سپوږمۍ بدبختې ، لنډغرې ! په دا توره تياره
ښاغلی عارف همدرد ښه وايي ، درانه تل درانه وي / جلال امرخېل
ښاغلی عارف همدرد ښه وايي ، درانه تل درانه وي. غواړم د ښاغلي همدرد د وروستۍ خپرې شوې ليکنې په اړه يو څو خبرې درسره شريکې کړم کومه يې چې تر ډېره ښاغلي نصرت الهام ته په سپکاوي راڅرخي. زه به تر ډېره کوښښ وکړم چې د چا په شخصي حريم رانه تېری و نه شي او خدای مه کړه د چا زړه رانه ازار نه شي . د ښاغلي همدرد دا ليکنه دوه ورځې مخکې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند په وېبپاڼ
غزل / جلال امرخېل
غزل چې په تللو پسې شاته شاته ګورې دا خو څلو پسې شاته شاته ګورې زړه دې کيږي ،چې دې وڅښي څوک اوبرنګې !جل وهلو پسې شاته شاته ګورې که مو منځ کې څه کيسه نه وي زړګيه څه له ګلو پسې شاته شاته ګورې څه دې ورک دي لېونۍ ، وايه د څه شي په موندلو پسې شاته شاته ګورې
د جلال په شعر کې جمال او کمال / اجمل اند
د جلال په شعر کې جمال او کمال وايي چې ( په دنیا خو یا جلال دی یا جمال دی )خو زموږ جلال نیکمرغه دی چې جلال او جمال دواړه لري . دا دواړه توکي هم په خپله امرخېل کې شته او هم یې شاعري پر جلال او جمال ښکلې ده . د لویدیځ د ژوند په اړه زموږ یو شمیر هغه لویدیځ ځپلي یاران چې کله ناکله د معدني اوبو د بوتل سره د وطن په کلیو او کوڅو کې څرګندېږي یو څه زیاته وايي او که ډانګ پییلي یې ووایو درواغ وايي . دوی ددې ځای ترینګلی ژوند هلته د خلکو په سترګو کې ډېر ښه انځوروي ، او&nbs
غزل / جلال امرخېل
غزل شد لري مد لري ، که نه يې لري ؟ ظلم سرحد لري ، که نه يې لري ؟ زه که هېڅ هم نه يم يو څه خو به يمصفر عدد لري ، که نه يې لري ؟ مينه په څه ده له انسانه سېوا ؟ ښه لري ، بد لري ، که نه يې لري ؟ د پښتنو سترګو ، هندي جادو دې ووايه رد لري ، که نه يې لري
غزل / جلال امرخېل
غزل چې په دنيا کې لېونۍ نشه ده د ګلبدنو د يارۍ نشه ده د بې خوبۍ له زوره وګرځېږم ما وې چې ځه ګنې جينۍ نشه ده نه ، د شرابو نوم به نه بدوئپه ما ختلې د خولګۍ نشه ده عملي کله پرېښودی شي عمل شعر خو زما د زندګۍ نشه ده
غزل / جلال امرخېل
غزل ځان مې بيمار کړ خو بيمار نه ومه وهلی ستا د زړه ازار نه ومه
غزل / جلال امرخېل
غزل ته راغلې ، د لمر د راختو پوښتنه نه کوم اوس خو د رڼا د لګېدو پوښتنه نه کوم ګله ستا د زړه د چاودېدو پوښتنه نه کوم نور د پسرلي د خندېدو پوښتنه نه کوم ته راته وعده راکړه ،چې بيا به داسې نه کيږي زه به هم د تېرو شوګيرو پوښتنه نه کوم