غزل
چې په دنيا کې لېونۍ نشه ده 
د ګلبدنو د يارۍ نشه ده
د بې خوبۍ له زوره وګرځېږم 
ما وې چې ځه ګنې جينۍ نشه ده
نه ، د شرابو نوم به نه بدوئ
په ما ختلې د خولګۍ نشه ده
عملي کله پرېښودی شي عمل 
شعر خو زما د زندګۍ نشه ده
په تا پيريان د پېغلتوب راغلي 
په ما راغلې د ځوانۍ نشه ده
جلاله ! خير دې شه درزا ته د زړه
کوي خبرې په خوارۍ نشه ده
جلال امرخېل
		
			
					
					
						
							23.06.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل ځان مې بيمار کړ خو بيمار نه ومه وهلی ستا د زړه ازار نه ومه...
			 
			
					
					
						
							02.07.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل
شد لري مد لري ، که نه يې لري ؟ ظلم سرحد لري ، که نه يې لري ؟
زه که هېڅ هم نه يم يو څه خو به يمصفر عدد لري ، که نه يې لري ؟
مينه په څه ده له انسانه سېوا ؟ ښه لري ، بد لري ، که نه يې لري ؟
د پښتنو سترګو ، هندي جادو دې ووايه رد لري ، که نه يې لري...