غزل

ځان مې بيمار کړ خو بيمار نه ومه
وهلی ستا د زړه ازار نه ومه

ستا ګلغوټۍ شونډې مې ګل نه کړلې
شمال به وم خو د سهار نه ومه

څومره چې تا په غېږ کې کلک ونيوم
دومره خو ګرانې ناقرار نه ومه

هره ورځ ، ځان په دې تېرباسمه چې
پرون د نن غوندې هوښيار نه ومه

ته تر سهاره رامعلومه نه شوې
زه تر سهاره انتظار نه ومه

ما که د چا د غزل راج منلی
اوس به له تنه دومره خوار نه ومه

جلال امرخېل