غزل
ته راغلې ، د لمر د راختو پوښتنه نه کوم
اوس خو د رڼا د لګېدو پوښتنه نه کوم
ګله ستا د زړه د چاودېدو پوښتنه نه کوم
نور د پسرلي د خندېدو پوښتنه نه کوم
ته راته وعده راکړه ،چې بيا به داسې نه کيږي
زه به هم د تېرو شوګيرو پوښتنه نه کوم
زه ستا د امېل په شنو غميو پسې ژاړمه
زه مې د زړګي د ورکېدو پوښتنه نه کوم
څو به خپل وطن کې د پښتون په نوم زورېږمه ؟
څو به په کابل کې په پښتو پوښتنه نه کوم ؟
راغلم ،چې خبر دې د بڼو د خوږېدو واخلم
نه ، د خپل پرهر د شړېدو پوښتنه نه کوم
مه ژاړه جينۍ د رسوايۍ له غمه مه ژاړه
بيا به دې د کلي له وړو پوښتنه نه کوم
و مې ويل جلال نه دې احوال لرې که نه لرې
و بې ويل چې زه د لېونو پوښتنه نه کوم
جلال امرخېل