غزل

که مو د يو او بل په سترګو وای ګنډلې سترګې
نه به له ما نه به له تا نه پرېوتلې سترګې

نن مې ستا سترګو کې د خپلو اوښکو رنګ ولېده
نن دې زما سترګو کې ګرانه غړېدلې سترګې

زه څه ساده وم ، د بازار په دستور نه پوهېدم
ته څه بلا وې دم په دم دې بدلولې سترګې

بانه يې دا وکړه چې ستا سترګو ته نه شم کتی
کنه ؛نو خدایزده چې په څه يې اړولې سترګې

ای د معکوسو سترګو زور به دې په رنځ واړوي
د ائېنې مخې ته مه غړوه ، غلې سترګې

جلاله ! ته نو ورنه څه له سوزې ،ځار دې شمه
د زړه قرار ته ؛خو دې خدای ورکړي ښکلې سترګې

جلال امرخېل