غزل
شد لري مد لري ، که نه يې لري ؟ 
ظلم سرحد لري ، که نه يې لري ؟
زه که هېڅ هم نه يم يو څه خو به يم
صفر عدد لري ، که نه يې لري ؟
مينه په څه ده له انسانه سېوا ؟ 
ښه لري ، بد لري ، که نه يې لري ؟
د پښتنو سترګو ، هندي جادو دې 
ووايه رد لري ، که نه يې لري
درده پر ټول وجود مې مه خورېږه 
هر شی خپل حد لري ، که نه يې لري ؟
ساه د جلال ضرورت ستا دعا ته 
اشد اشد لري ، که نه يې لري ؟
جلال امرخېل
		
			
					
					
						
							29.06.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل
چې په دنيا کې لېونۍ نشه ده د ګلبدنو د يارۍ نشه ده
د بې خوبۍ له زوره وګرځېږم ما وې چې ځه ګنې جينۍ نشه ده
نه ، د شرابو نوم به نه بدوئپه ما ختلې د خولګۍ نشه ده
عملي کله پرېښودی شي عمل شعر خو زما د زندګۍ نشه ده...
			 
			
					
					
						
							07.07.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					د جلال  په شعر کې جمال او کمال
وايي چې ( په دنیا خو یا جلال دی یا جمال دی )خو زموږ جلال نیکمرغه دی چې جلال او جمال دواړه لري . دا دواړه توکي هم په خپله امرخېل کې شته او هم یې شاعري  پر جلال او جمال ښکلې ده .
د لویدیځ د ژوند په اړه زموږ یو شمیر هغه لویدیځ ځپلي یاران چې کله ناکله د معدني اوبو د بوتل سره د وطن په کلیو او کوڅو کې څرګندېږي یو څه زیاته وايي او که ډانګ پییلي یې ووایو درواغ وايي . دوی ددې ځای ترینګلی ژوند هلته د خلکو په سترګو کې ډېر ښه انځوروي ، او&nbs...