د جلال امرخېل لخوا خپرې شوې لیکنې
نوی غزل / جلال امرخېل
غزل له زمانې سره که منډه په جرات نه کوونو له حالاتو به شکوه او شکایت نه کوو په دې خو نه ژاړم چې مړه به شوو او محوه به شووژاړم په دې چې ژوند کوو او محبت نه کوو څه د اضدادو له خواصو مو وجود جوړ شوید حرکت نارې وهو خو حرکت نه کوو پر مونږ د وخت د هر غضب باران
غزل / جلال امرخېل
غزل په ما دې دا څنګه جادو څنګه بلا کړې ده چې د زړګي زخم مې ستا په نوم رڼا کړې ده که مې فریاد کړی دی ، ډیر مې په خپل زړه کړی دیکه شاعري مې کړې ، ډیره مې په تا کړې ده ته دې د کومې پیرزوینې احسانونه کوې ما چې ژړا کړې نو هله دې خندا کړې ده
غزل / جلال امرخېل
غزل زمونږ فکر ، زه او ته ، ائېنه په ائېنه څومره ښه یو ، څومره ښه ، ائېنه په ائېنه ته ولاړه په حسرت ، تماشې ته وې د ځان ستا تصویر به ګرځیده، ائېنه په ائېنه زما شور کړ غرونو هم ، په یو بل باندې تاوانکاڼي هم شول څه ناڅه ، ائېنه په ائېنه مونږ د ی
غزل / جلال امرخېل
غزل د سيند غاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته ژاړم ، ژاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته له رقيب سره د سپو غوندې راټول دي خلک واړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته که ښکلا په هره ژبه کې ده ، ته يې زه دې ژباړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته د وفا د جل وهلې ، خ
غزل / جلال امرخېل
غزل د مخ نور پسې دې واړه مخلوقات مات د تور سترګو د شين سترګو نظرمات مات بيا مې زړه کې شوه غوغا ستا د غمونو د ګورګينو لښکر بيا شو په هرات مات ته د کوم يوه له درده واويلا کړې ؟ زما زړه ستا د بنګړيو غوندې مات ، مات ښکليه ! ستا د محبت وحدانيت و م
غزل / جلال امرخېل
غزل ځان مې ورسپارلی دی چې څه لوبې په ما کويخوښه اوس د عشق ده چې روا که ناروا کوي زه یې په فریاد او واویلا غواړم خو نه راځيمرګ هم جوړ زما په بې وسۍ پورې خندا کوي زه پخوا په خپل وجود کې دومره تیر و بیر نه وم زړه مې اوښکې اوښکې شو او سترګې مې درزا کوي درد له په کتو مې یاران ووایي چې مړ ښه یې داسې چې دښمن مې هم په حال باندې ژړا کوي نه خو دې څوک ښه کوي چې بد په بیرته نه ویني نه دې څوک وفا کوي او نه به څوک جفا کوي
عیسی ع ته ....... یو منظوم خط / جلال امرخېل
عیسی ع ته ......... یو منظوم خط ستا راتګ هم د هغې د خولې وعده شوهچې هر څومره لنډیده هومره اوږده شوه تر دې پس نو انتظار د څه خبرې ؟د راتګ دې هره نښه راښکاره شوه د ماجوج لښکرو هم غرونه سوري کړل له اوه سمندرونو نه راتیر شول لرې نه ده چې کعبه به بتخانه کړي د اقصی له دیوالونو خو چاپېر شول
غزل / جلال امرخېل
غزل شرنګولې په کوڅو کې د دې ښار دي زولنې ماد پرهر په شور لیکلې ، د فکرونو ترانې ما
غزل / جلال امرخېل
غزل زما په زړه کې دې چې مات کړ کوم خنجر ، دلبرېد دې به پاتې تر ابده وي اثر ،دلبرې ما به بیا هم زړه راټول کړی و مګر ، دلبرېکه مې په تا و یو ذره پاتې باور ، دلبرې څنګ په یوه ژړا له هر څه نه منکره شولېڅنګه دې پټ کړلو په دوه و ګوتو لمر ، دلبرې ته ګرمه نه یې
د بر کلی هلکه .... سندره / ښاغلی کاروان
د کاروان صیب مینه ناک زړه به ټولو ته معلوم وی ، تیره ورځ می په ام اس ان کی ورباندی غږ وکړ له سلام کلام نه پس می ورته ویل چی استاده ډیر سخت درنه خفه یم ، نو یی راته ولیکل چی غم مه کوه څوک چی سخت خفه کیدی شی هغه سخت خوشالیدی هم شی. شیبه تیره نه وه چی زما په ام اس ان لګیدلی د بلوڅۍ خولۍ والا عکس ته یی په فی البدیهی ډول دا سندره راپیل کړه ، چی د سندری تر پایه رښتیا هم سخت ورنه خوشاله شوم او زړه می ور
زما خوب ما له واپس کړه / جلال امرخیل
نظم ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه ولې ما باندې شرمیږې که پر ما د غربت ورځې دي تیریږي خدای به خیر کړي ته نو څه وارخطا کیږې ************ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه ستا چې خوښه جدایي ده زما هم په زړه ارمان نه شته ،که شته هم دا دنیا بې له هغې نه ارماني ده ************ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه که یاري ختمول غواړې زه پښتون یم سترګې نه شم بدلولی ته اختیار لرې چې هر
غزل / جلال امرخېل
غزل چا وې چې زما پر مخ پراته اویا نقابه دي دا خو یاره ستا پر مخ پراته اویا نقابه دي لګي که خوږه ، خوږه همدا دې رژوي سبا ګله د هوا پر مخ پراته اویا نقابه دي ښایي چې اولس مې په اویا رنځونو واړوي اورم ، د پاچا پر مخ پراته اویا نقابه دي اور به وي
غزل / جلال امرخېل
غزل که منصور وي خوبولی ما دې مړ کړيمحبت چې شي ښاغلی ما دې مړ کړي که وطن مې په وژنو ازاديږي اول ما دی ځان منلی ،ما دې مړ کړي زه په خوب ويده اولس ته مزاحم يمد زړه شور مې دې کړي غلی ،ما دې مړ کړي سترګې ستا له سترګو نه شم اړولی را اوچت دې ش
جلال ته !
ته خزان وهلې ونه او یاران دې لکه پاڼېورځ په ورځ درنه رژیږي یه د مینی سمندره لږ راکم شه لږ راتم شه که دی شور شاعرانه دی او خلوت دی رندانه دی خو یاران دی هم ګرم نه دیدوی پوهیږی او ډاریږی سمندر ته چی څوک ګډ شینو ډوبیږی او غرکیږی ځکه ځکه خو ملګری ورځ په ورځ درنه ستنیږی ځان ته مه وایه چی غر یم
غزل / جلال امرخېل
غزل یه د زړه درده ! د زړه درد له مې دوا هم ته یې زما قاتلې! زما ژوند له مسیحا هم ته یې په نه خبره چې له ما نه مرور وې ته وېپه نه خبره اوس له ما سره پخلا هم ته یې پرون هم ته وې هغه بله شپه هم ستا وعده وه سبا بیګا نه دې قربان سبا بیګا هم ته یې
غزل / جلال امرخیل
غزل څه دی ژوندون څه دی خو تکرار د حوادثو دی موږ په سر اخیستی دا روزګار د حوادثو دی دا چې د غم هر کاڼی زما د زړه په سر لګيما باندې جوړ ، شوی اعتبار د حوادثو دی شپه د شوګیرو او مازیګر وي د وعدو شیبه راشه ګلې راشه شین سهار د حوادثو دی وخت
يو شهکار غزل /
نوی نقشونه سازوی ما په بل رنګ جوړوی دا ځل تصویر مې مصور څومره بد رنګ جوړوی
د زابلی صیب په درناوی / له زابل میشتو په مننی /جلال امرخیل
شاعر کله کله د خپل شاعرانه ژوند په اوږدو کی له یو ډول مایوسۍ سره مخ کیږی ، داسی مایوسی چی فکر کوی ما هیڅ و نه کړل او که څه می وکړل چا ته می وکړل ؟ ایا هغه څوک چی ما یی له غمه د ژوند ټولی خوښۍ پریښی دی زما د دی درد درک کولی شی او یا به یی وکړی ؟ له دی ډول مایوسۍ سره ډیری وخت ویښ شاعران او ښه شاعران مخ کیږی ، خوشال بابا هم له دی مایوسۍ سره مخ شوی دی زه یی چا لره وهم قدر یی چا زده په اور وسوزه دا تورې قلمونه شعر څه د
غزل / جلال امرخیل
غزل لکه چې بیا په غلط لوري تر رڼا روان یم سیوری مې مخکې دی او زه پسې تر شا روان یم چې ستا له لوري راروان یم ، یم په ځمکه کې ډوب چې ستا په لوري در روان یم په هوا روان یم