د جلال امرخېل لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل / جلال امرخېل
غزل لارو کوڅو خو ډنډورې راپسې ډیرې وکړېد بدنامۍ یې نغارې راپسې ډیرې وکړې موږ ځان په خپله په ویدو وهلی نه پاڅیږوکه نه وختونو خو نارې راپسې ډیرې وکړېپه پریوتو کې دې تکیه راباندې و نه کړله په ګډیدو کې دې پیرې راپسې ډیرې وکړې زه چې له کوره په سفر د ژوند او مرګ راوتمچا له بلۍ نه اشارې راپسې ډیرې وکړې په خوله دې وبخښلم ، هیڅ ګیله دې هم و نه کړهپه زړه کې پټې دې ښیرې راپسې ډیرې و
غزل / جلال امرخېل
غزل په اشارو کوه چې شپه په پخیدو راغلهخبرې ورو کوه چې شپه په پخیدو راغلهد ښاريې شور د چوپتیا تورې جامې واغوستېپام په بنګړو کوه چې شپه په پخیدو راغله د سبا سترګه به دې سترګې کړي د خاورو خوراکغم دې د تلو کوه چې شپه په پخیدو راغله زه به دې غیږه کې للو شم د ماشوم په شانتېته الاهو کوه چې شپه په پخیدو راغله وخت بدل شوی ، دیوالونه هم غوږونه لريخیال د پښتو کوه چې شپه په پخیدو راغله جلاله یاره د سینې تر باغچې، تګ
غزل / جلال امرخېل
غزل په غم به واوړم ، زندګي به مې شي ګرانه مه ځهدرته منت کوم د خوږ زړګي درمانه مه ځهلږه مسکۍ شه ، د همزولو د تهمته به شېزما له څنګه ګلې داسې پریشانه مه ځه که په دې تمه ځې چې ما درپسې وژړوېزما خودي ما ته معلومه ده جانانه مه ځه راغلې نه وې چې د تګ پیریانو ونیولېلږه ایساره خو شه ، ګرانې په روانه مه ځه خپله څراغ شه ، رڼاګانې په وطن وشیندهجلاله ستوریو پسې بره تر اسمانه مه ځه
غزل / جلال امرخېل
غزل د ګل د شونډو د پرهر ، ګلې ! که ستا بې وسي چا ته بیان کړي په دې ښار کې څوک د چا بې وسي زما ژړا ، زما فریاد ، زما غوغا بې وسي ستا په لیمو کې نرۍ اوښکې او چوپتیا بې وسي لاس پریښودل دې د ایمان له پریښودو ګران دي خو څه د حالاتو مجبوري ده ، څه زما بې وسي زه به له تا نه یوه شپه هم جدا شوی نه وای ما که لیدلی شوه مورجانې د بابا بې وسي د یزید تورو ته یارانو یک تنها پریښودمرا ته شوه یاده د حسین ، پر کربلا بې وسي
د اباسین غورځنګونه .... جلال امرخیل
د اباسین غورځنګونه که زما د شخصیت حدونه ګورې زما فن زما د فکر ترجمان دی که اباسین یوسفزی د خپل شخصیت لپاره د خپل فن حواله ورکوي نو ورسره دا خبره هم انتقالوي چې فن او شخصیت دوه سره تړلي توکي دي چې په پښتنه ټولنه کې یې یو له بله نه شو جدا کولی.پاسنی شعر که څه هم چې د شاعرانه ښکلا او په خپل ځان کې له پټ خو رسونکي پیغام له مخې پر زړونو ښه او خوږ لګي ، خو دعیني واقیعتونو په نظر کې نیولو سره دا خبره د تاید تر پوره بری
غزل / جلال امرخېل
غزل لکه وږمه ، لکه اروا ، پسې راوتی یمهد ګل له پاڼو په هوا پسې راوتی یمه زه له مستۍ نه کږلیچونه د غرو نه کچ کومزه مې د خپل وجود بقا پسې راوتی یمه لمر په لویدو شو ، ستا سودا ، سودا ته پری نه ښودمسهار له کوره په سودا پسې راوتی یمه یو هم د خدای په لاره سیخ نه کړم د خدای لپارهکه په پاچا که په ملا پسې راوتی یمه ته مې پیدا کړه ، ستا په لاره دروتلی یمهله ځان نه ورک یمه ، په تا پسې راوتی یمه د ژوند په هر ګوټ پیر چې اوړم په
غزل / جلال امرخېل
پرې دې ښودم ، ښه شوه ،چې دې شر ته لاره جوړه کړه ما باندې دې بې وخته محشر ته لاره جوړه کړه ستا مړو اسویلیو مې طوفان پر زړه راکښته کړ تا یاغي کیدو د سمندر ته لاره جوړه کړه بیا دې کوم حسین د کربلا میدان ته ولیږه؟
یو وړوکی نظم / جلال امرخېل
WH Question یو وړوکی نظم .............................................. د yes او no ، question بلا دې اخلم که ډیره سخته هم شي سر خوځولی شم د هو او یا د نه په نامه له ما نه دا پوښتنې هېڅ مه کوه چې کله ، چېرته ، څنګه ، ولې.....................زړه مې مه زوروه په محبت کې WH Question جانانه چا هم ځواب کړی نه دی جلال امرخېل
غزل / جلال امرخېل
غزل په دې حالاتو کې څوک څنګه واخلي ساه ، ویده شي چې ګلابونه د لمبو په شاو خوا ویده شي زمونږ شعور شل شي چې وخت یې د شیندلو راشي زمونږ فکرونه پر میدان د کربلا ویده شي غزل دې ستا له ګلابي سترګو نه ما ته راشي خوب مې دې درشي او په سترګو کې دې ستا ویده شي
غزل / جلال امرخېل
غزل ستا له بنګړو سره سیالي کوي چې شور کويد زړه پرهر مې زورورو سره زور کوي شماله ! یاد مې پر زړه مه تازه کوه د هغېد ګلاب هغه زخم مه چېړه چې اور کوي زما د قام په فکر داسې بلا ناسته ده چېڅوک د کور غم نه کړي ، که غم کوي د ګور کوي تا د ګناه احساس را نه کړ ، تا خو وبخښلمخو خپل وجدان راته شېبه شېبه پیغور کوي زه تل مدام هغو یارانو دردولی یمهچې په یوه ژبه خبرې درې څلور کوي دومره غمونو خو مجنون هم و صحرا ته ویستیشاباس ل
غزل // جلال امرخېل
غزل مه خوره قسمونه ډېر پاخه په خولهنور دې هېڅ باور نه کوم زه په خوله خوله په خوله په کلي کې خبرې دي مونږه جوړ ليدلي يو چا خوله په خوله ستا د غم سرطان به پټوم تر څو؟ راغله اخر وينه مې د زړه په خوله دا دې څه بلا راباندې کړې ده نه دې په ديدن مړېږم نه په خوله
غزل / جلال امرخېل
غزل مخ ته دې لاس نیولی ، مخ ته دې پرده نیولې د لمر شغلو ته دې د سرو ګلو غونچه نیولې ټوپک په لاس ، خو د دښمن مرګ پسې نه شم وتی مور مې په وره کې راته خپله لوپټه نیولې د زړه درزا مې د جانان تر زړه و نه رسیدهد پرهر شور مې پر سر ټوله ښاریه نیولې په قرانونو ،
د اسامه وژنه ، د پاکستان یو بل کامیاب سیاست/ جلال امرخېل
د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل د پاکستان په ایبټ اباد کې چې د مطبوعاتو په حواله له فوځي چاوڼۍ سره نږدې کور کې اوسیده یوه حیرانوونکي پیښه ده چې د پاکستان خارجي موقف یې ډیر زیانمن کړی دی. پاکستاني او امریکایي چارواکي دواړه په یوه خوله وايي چې پاکستان په دې اړه نه و خبر او دا عملیات د پاکستاني فوځ او ای اس ای په ناخبرۍ کې ترسره شوي دي. بلې خوا ته دا هم ویل کیږي چې د سیمې اوسیدونکو ته یو ساعت دمخه د کورونو د څراغونو د مړه کولو او له کوره د نه وتلو
غزل / جلال امرخېل
غزل ماحول که هر څو لمبه کړی ستا کرم هم دی راوریدلی پر ګلانو خو شبنم هم دی یوازې تا ته مې شاعر احساس سلګۍ نه وهي ګرانې پر سر باندې مې پروت د وطن غم هم دی جفا هم تا وکړه ، بې ننګه دې هم زه یاد کړمهژړا هم ته کوې ، مات کړی دې قسم هم دی رقیب
نوی غزل / جلال امرخېل
غزل لکه چې سره تنور کې څه رنګه لمبه بلیږيداسې مې زړه کې ستا د مخ د یاد جلوه بلیږي دې تور ماښام کې دا څراغ په څه اسره بلیږي؟چې د ارمان هر یو پرهر مې ورسره بلیږي یوه ماشومه نجلۍ ناسته ده د پلار قبر ته یوه وړه شمع پر لویه هدیره بلیږي اورورکي زما د فکر دي ،
تلپاتې درد / جلال امرخېل ، کره کتنه
تلپاتې درد که څه هم چې نن سبا هر څوک په پښتو ژبه ښه نثر ولیکي نو کره کتونکي به تر ټولو په سر کې ورته دا لیکي چې په نثرونو کې یی د الفت صیب رنګونه ښکاري ، دا به شاید الفت صیب ته د ډیر عقیدت په حساب وي یا به په دې وجه وي چې په پښتو ژبه کې د هنري نثرونو لومړنی تر ټولو ښه لیکوال مرحوم الفت صیب ګڼل شوی دی ، خو زه نن د ښاغلي ګل رحمان رحماني د تلپاتې درد په هنري نثرونو دا خبره نه لیکم ، ځکه ښاغلی ګل
یوه هنداره په ګوتو جوړه / جلال امرخېل
یوه هنداره په ګوتو جوړه زمونږ ټولنه د نورو ټولنو په څېر نه ده چی یوازې د یو چا په شعر او هنر باندې قضاوت کیږي ، دلته له هنر سره سره د هنر پنځونکي انفرادیت او شخصیت هم تر ډیره په نظر کې نیول کیږي ، که یو څوک تر ټولو ښه شعر هم ولیکي ، په تخلیق یا تحقیق کې په خوله کې اور هم وګرځوي خو چې شخصی کرکټر یی یو څه مذبذب وي نو په ټولنه کې د مطرح کیدو لپاره یی چانسونه ډیر کم دي.
غزل / جلال امرخېل
غزل که لاهور که رنتنبور دی که باګرام دیهر منظر په وينو سور زما د قام دی څوک له سپي سره ، سپی کيږي نه ، رقيبه!بس دی ، تا ته مې په درې لوېشتې سلام دی ستا د سپينې خولې وعده به يې سپين نه کړيزړه مې تور د تورو زلفو په الزام دی اوس چې ځان ته مئېن وايمه ، شرمېږماوس خو دا مرض په ټول کلي کې عام دی زه حيران يم ،چې ځواب يې څنګه ورکړم ؟رالېږلی له کابل نه چا سلام دی ټول زما د یو خوشال له سره روحه شه که شکسپیر دی ، ک
کندهاري ماشومه ! جلال امرخېل
کندهاري ماشومه !کندهاري ماشومه !په خوب ویده ماشومه مړ ماشومه !اته کلن شهیده !یه دجنت د باغیچو بلبله !د خدای حضور ته چې ځېنو د موسی علیسلام له سترګو پټ تیر شه یا خو دې سور په وینو سور کمیس واخله د مور په دې شلیدلې لوپټه کې پټ کړه نه چې درپام یې شي درنه پوښتنه وکړي زخمي زخمي په خپلو وینو باندې سور ولې یې؟په دې نوخېزه غوټۍ عمر کې لکه خزان وهلی ګل هسې رنځور ولې یې؟ ته لا ماشو
نوی غزل / جلال امرخېل
غزل یو جلال ، یو یې عشق ، یو جانان یو شبابیو نظر ، یو نشه ، یو ګلاب یو شراب دوه سکروټې پرتې ، پر چیلم دوه لمبېدوه جهانه مې کړل ، دوه وو شونډو خراب یادوم لکه لمونځ ، ستا خبرې وړېیادوم په یادي ، ستا د سترګو کتاب ژوند وعده ستا د خولې ، ژوند بانه ستا د تګ