راپورونه


په ننګرهار کې د پوهاند محمد حسن کاکړ نمانځنه

يون کلتوري يون او د افغانستان د ځوانانو د بيا رغونې ټولنې (يار) په ګډه د پوهاند محمد حسن کاکړ وياړ غونډه د جلال آباد ښار په سپن غر هوټل کې جوړه کړې وه. په دې غونډه کې استاد محمد اسماعيل يون، استاد محمد اصف صميم، استاد محمد داود وفا، استاد مستعلي خان نيازي، سر مححق محمد عالم اسحاقزي، محمد هاشم غمشريک، ايدريس غروال او غلام صديق خان د پوهاند کاکړ په درناوي کې ليکنې او شفاهي خبرې وکړې. د ننګرهار د والي مرستيال اسحاقزي صيب پوهاند صيب ته چپن په اوږو واچوه او غلام صديق خان ورته د وياړ پګړۍ په سر کړه

10.06.2010 baz

دانش مطبعه په کابل کې - انځوريز راپور

اسد دانش زه له هغه وخته پېژنم چې په شلو زرو کلدارو  يې خپل خپږنيز کار پيل کړی و. هغه وخت هم دانش صېب درويشانه او مستانه طبعه لرله او اوس يې چې د خپرنيز کار تر زرګونو کتابونو ته رسېدلی  دی، هم درويشانه او مستانه خوی لري.  په پېل کې چې يې د قصه خوانۍ  په ډکي نعلبندي کې يو وړوکی  کتابپلورنځی پرانيست  سره له دې چې کمپوز سنټر هم په کې  و د اسد دانش د بنډارونو ځای هم و. تل به په کې اوه اته کسه فرهنګيان ناست وو.  او اوس هم چې په پېښور کې څومره کوزني

22.12.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور

دا ځل په افغان ادبي بهير کې د دياسنګهـ انجان په غزل باندې تود بحث وشو چې د غونډې برخه والو د دياسنګهـ له نورو غزلونو څخه يې ښه وباله. د تيرې غونډې راپور محمد عابد علمي واراوه چې له لږې سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيده. د غونډې رييس محمد الله کمال او ميلمانه يې استاد اقا محمد ګړندی او نذير احمد سهار وو.  د غونډې وياند صفي الله عمرخيل و. په غونډه کې تر شپيتو تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و. راتلونکې غونډې ته به نذير احمد سهار په ژورناليږم يوه ليکنه کره کتنې ته

13.12.2009 baz

د بهير د غونډې لنډ انځوريز راپور

دا ځل په افغان ادبي بهير کې استاد اسد الله غضنفر د چخوپ ژباړلې کيسه د بحث له پاره راوړی وه  چې نثار صاحب، کاروان صاحب ډاکټر اکبر، ډاکټر محب زغم، عابد او نورو ورسره په بحث کې ځانونه شريک کړل. غضنفر د کيسې يو يو پيراګراف لوسته او بيا يې په خوبيو او د کيسې له آرونو سره سم اړتياته  د اوريدونکو پام را اړاوه. استاد غضنفر په کيسه کلايمکس، موضوع، تلوسې، پيل، اوج، پای او ټول آرونه وار په وار په کيسه کې په نښه کول. ټولو ګډونوالو د بحث دا نوی ميتود خوښ کړ. د

18.10.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ انځوريز راپور

دا ځل د افغان ادبي بهير په غونډه کې د غونډې  له پيليدا مخکې نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو يو اوږد ليکچر ورکړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد. ټولو د نثار صاحب ليکچر خوښ کړ او هيله يې ترې وکړه چې له هرې غونډې له پيليدا تر مخه دې نثار صاحب د ماشوم په ادبياتو او نفسياتو د بهير والو له پاره ورته ليکچرونه ولري چې نثار صاحب ورسره منله.ورپسې د بهير غونډه پيل شوه چې په سر کې محمد عابد علمي د تيرې غونډې راپور واراوه چې له لږي سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيد. ب

04.10.2009 baz

د بهير تازه غونډه او انځورونه

دا ځل د بهير په غونډه کې د مجيد الله قرار په اوږد خو له خوند او درده ډک نظم چې اوښکې ته يې ويلی و کره کتنې وشوه. په نظم نور الحبيب نثار، پير محمد کاروان، عزيز تحريک، تاج محمد ياري، عنايت الله پويان او اسد غضنفر خپل نظرونه څرګند کړل، په کل کې نظم وستايل شو. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو په کې شعرونه وويل. دا غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د يولسم سپتمبر ٢٠٠٩ کال سره سې سمون خوړ، د کابل په قوه مرکز په کاروان انستتيوت کې سهار ن٩ بجې پيل شوه او تر دولسو بجو يې دوام وکړ. د دې غونډې

13.09.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د وږي د مياشتې په ديارلسمه نيټه د کابل په قوه مرکز کې په کاروان انستتيوت کې تر سره شوه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوی وه. تر هر څه د مخه د درانه ليکلوال او فرهنګپال ډاکټر ابراهيم شينواري د ورور په شهادت ژوره خواخوږي څرګنده کړه ، بهيروالو په دې درانه  غم کې د ډاکټر صاحب له محترمې کورنۍ سره ځانونه شريک وباله او کورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتنه وکړه.  ورپسې لعل محمد نيازي د ماشومانو له پاره يوه ليکلې کيسه د کره کتنې له پاره وړاندې کړه

06.09.2009 baz

د افغان ادبي بهير غونډه

دا ځل  د افغان ادبي بهير  د تيرې غونډې د راپور اورولو وروسته ښاغلي ډاکټر جبار څپاند د بهير د چارو د ښه سمون په خاطر  د پروجکټور په واسطه يو پريزنټيشن وړاندې کړ چې ډېرو دوستانو يې له ټولو اړخونو سره يو والی څرګند کړ، خو له جبار څپاند څخه غوښتنه وشوه چې ټولو بهيروالو ته يې د اميل له لارې وليږي چې په راتلوونکي غونډه کې پرې بحث وشي او طرحه يې لا پسې پياوړي کړي. ورپسې د راشد خټک په لنډه کيسه چې بې خونده ګناه نوميده، کره کته وکړه چې ډېرې يارانو پرې خپل نظر

17.08.2009 baz

د شمشاد ميلمه

تیره  شپه د شمشاد ټلويزيون چارواکي ټيم د ال انډيا راډيو پخواني مشر او  په پښتو ژبه مين  منهور سنګهـ بهترا ته يوه ميلمستيا جوړه کړې وه چې تر څنګ يې د ځينې استادان  په شمول، شاعران ژورنالستان او فرهنګيان هم وربللي وو.منهور سنګهـ بهترا يو  له هغو ژورنالستانو څخه دی چې څلويښت کاله پخوا د هندوستان دولت د دريو کلونو له پاره افغانستان ته  په دې خاطر راوليږه چې پښتو ژبه زده کړي. دلته ورته د افغانستان دولت  استاد سعدالد

23.07.2009 baz

د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه

افغان ادبي بهير خپله اوونزه غونډه د کابل قوه مرکز سره نيږدې په کاروان انستتيوت کې د جلال خپلواک په مشرۍ تر سره کړه. د غونډې ميله ثواب الدين مخکښ. وياند يې حسن المبارک او راپور يې محمد عابد ليکه.له تلاوت وورسته د استاد اسد اسمايي په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده شوه. بهيروالو دا ستر غم نه جبرانيدونکی وباله، کورنۍ او خواخوږي ته يې د جميل صبر غوښتنه او ارواښاد ته بهتر جنتونه له لوی خدای (ج) څخه وغوښتل شول. د تيرې غونډې راپور په دې خاطر بلې غونډې ته وځنډول شو چې راپور ليکوونکی نه و راغلی. ورپسې

12.07.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

د غونډې وياند حسن المبارک و او راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دتيرې غونډې د راپور اورولو نه وروسته عبدالهادي حيران يوه مالوماتي ليکنه چې د لنډې کيسې په هکله يې کړې وه، کره کتنې ته وړامدې کړه چې نورالحبيب نثار، نور محمد لاهو او استاد شپون پرې مفصلې خبرې وکړې. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. په غونډه کې پريکړه وشوه چې بهير به خپلې غونډې سر له راتلوونکې غونډې په ( کاروان انستتيوت) کې کوي. کاروان انستتيوت چې د کابل په قوه مرکز کې په واقع دی د بهير د

28.06.2009 baz

پلازمېنه کابل د رڼا مشاعرې کوربه و

راپور: طوبا ندا ساپۍانځورګر: بازمحمد عابدمېرمن کلتوري ټولنيز بهيرد ۱۳۸۸ کال د غبرګولي په نهه ويشتمه درڼا په نوم د کلنۍ مشاعرې په جوړولو سره د دغې دوديزې مشاعرې بڼسټ کېښوده . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له جرمنی هېواد څخه د مېرمن بهير د څانګې استازې همداراز د پکتيا، غزني ، کندهار او نورو ولايتونو د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.رڼا مشاعره د جمعې په ورځ  د سهار په لسو بجو د ستارې په هوټل کې، قاري عطا محمد د سپېڅ

21.06.2009 baz

د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور او انځورونه

دافغان ادبي بهير  غونډه د ١٣٨٨ل کال د وري په ١٩ نيټه  د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې ماسپښين دوه نيمې بجې پيل شوه. د غونډې رييس صابرخان بې ريا او ميلمه يې قرآنمل صاحب و. د غونډې وياند حسن المارک و او ريپورټ يې منصور احمد نيکمل ليکه. په غونډه کې تر تلاوت وروسته  صفي الله خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ  چې بهيروالو ورته نيکې مشورې ورکړې. ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. غونډې ته له کنړ ولايت څخه راغليو يارانو بهيروالو ته د

12.04.2009 baz

د کابل په رحمان مينه کې مشاعره

د کابل په رحمان مېنه کې د ١٣٨٨ ل کال د وري په ١٩ نيټه يوه مشاعره جوړه شوه. دا مشاعر چې د جمعې د سهار په ٩ بجو پيل شوه تر دولس نيمو بجو پورې يې دوام وکړ. دا مشاعره د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان له خوا جوړه شوې وه چې د رحمان مينې له تنکيو ځوانانو په ګډون په کې د سميې سپين ږيرو هم ګډون کړی و. د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان ځوانانو پريکړه وکړه چې دا مشاعره به هره جمعه د سهار په نهو تر سره کيږي. دوی په کابل کې مشيتو شاعرانو ته عامه بلنه وکړه چې هره اونۍ په مشاعره

12.04.2009 baz

د بهير د تازه غونډې انځورونه

دا ځل بهير ته ثواب الدين مخکښ خپله لنډه کيسه د کوچي د ځواب په نوم راوړې وه. په کيسه عابد، اسدالله وحيدي، صديق الله بدر، استاد اسدالله غضنفر، استاد منلي او نورو ګڼو يارانو خپل نظرونه څرګند کړل. د غونډې مشر استاد نجيب الله منلی او ميلمانه يې محمد عارف رحيمي او صديق الله بدر وو. د غونډې وياند حسن المبارک بارکزی و. راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دا غونډه د ١٣٨٨ کال د وري د مياشتې ١٤ نيټه وشوه چې د ٢٠٠٩ کال د اپريل د مياشتې د ٤ نيټې سره برابره وه. په غونډه کې تر اتيا تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او

06.04.2009 baz

د بهير د غونډې لنډ راپور او انځورونه

د بهير غونډه د روان کال د کب د مياشتې په ١٦ نيټه شوې وه، محبوب الله محبوب په کې خپله نثري ليکنه کره کتنې ته وړاندې کړه چې  د يادښت تر سرليک لاندې يې ورته د کالم نوم ورکړی و.د غونډې مشر ډاکټر منقاد الرحمن رودوال و او ميلمه يې سيد جيلاني جلان و. راپور يې منصور نيکمل ليکه او وياند يې حسن المارک و. په سر کې بهيروالو د رحمان بابا پر مزار د شوي بريد غندنه وکړه.  د محبوب په ليکنه استاد اسد غنضر، کاروان صاحب، ډاکټر صاحب رودوال، عابد، اسد الله وحيدي، صابرحان بې ريا او محـمديګل او

08.03.2009 baz

د سولې د دويمې مشاعرې څو انځورونه

د سولې په نوم مشاعره چې تير کال ((  د سولې ګډه مشاعره)) په نوم د کابل په انټرکانټيننټال په هوټل کې جوړه شوې، لر او بر پښتنو په کې ګډون کړی و چې له کوټې، کراچۍ او پيښور نه په کې مشهورو شاعرانو برخه اخيستې وه. تير کال  د زارت د چارواکو له خوا ويل شوي وو، چې  هر کال به د لر او بر پښتانه ورته مشاعرې جوړوي. خو سږکال په دې مشاعره کې د لرې پښتونخوا نه شاعران نه وو رابلل شوي، چې چارواکو يې  وجه په پښتونخوا ايالت نا امني وښوده. دې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه

25.02.2009 baz

د رشاد کره کتنه کې د علم ګل سحر کيسه نقد شوه

د رشاد کره کتنې مياشتينۍ غونډه چې د يار په موسسه کې د کب په ٢ نيټه وشوه. استاد رسول باوري د غونډې مشر و او ميلمانه يې شرر ساپی او عزت الله شمسزی وو.تر هر څه د مخه علم ګل سحر خپله کيسه (( د ډېرو کلونو خبره )) ولوسته او بيا پرې ليکلي نقدونه ولوستل شول. په سر کې جاويد اوربل د ډاکټر محب زغم نقد ولوست چې له مزار شريف نه يې راليږلی و. ورپسې مصطفی باور د يوې ليکوالې خور نقد چې د انټر نيټ له لارې رارسيدلی و ولوست او بيا نورګل شفق د اينجينر ستانه ميز زهير ليکلی نقد چې دا هم د نيټ له لارې ر

21.02.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه کې دا ځل سيد جيلاني جلان  خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې غزل يې دلته رانقلوم:له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې دهشپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده په دغه دښته کې شايد دمينې قتل شوى په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې دهستا د قربان قربان خبره مې اوس هم جانانه!د زړه په لپه کې راټوله د دعا غوندې ده مينې يې داسې کړم چې ګورم اينه کې ځان تهوايم چې دا څيره خو څه نه څه اشنا غوندې دهزه پکې وينم د درد تتې منظيرې ج

15.02.2009 baz

رشادکره کتنه کې به د علم گل سحر په کيسه کره کتنه کيږي

ټاکل شوې ده چې د بهيرد غونډو تر څنګ به په څلورمه اونۍ کې د رشاد کره کتنې د غونډې نوبت وي. دا کره کتنه به د بهير د غونډو د کره کتنې له برخې سره توپير ولري. هغه داسې چې پوره درې اونۍ مخکې به د رشاد کره کتنې  موضوع روښانه کيږي، کيسه، مقاله او يا نور  هنري او ادبي مطالب به کره کتوونکو ته ورکول کيږي او په ليکلې بڼه به پرې کره کتوونکي نقد ليکي. د همدې پريکړې په اساس په ړومبۍ غونډه کې د علم ګل سحر کيسه په کره کتوونکو وويشل شوه چې د کب د مياشتې په لومړۍاونۍ کې به پرې کره کتنه کيږي.

11.02.2009 baz

د افغان ادبي بهير د تازه غونډې لنډ ريپورټ او انځورنه

دا غونډه چې د کابل په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر شاه د يار په موسسه کې شوې وه. د ١٣٨٧ ل کال د سلواغې د مياشتې اتلسمه او د ٢٠٠٩م کال د فرورۍ د مياشتې شپږمه نيټه وه.د بهير په غونډه کې دا ځل د ملکزي په کيسه کره کتنه وشوه. چې استاد اسد الله غضنفر، انجينر ستانه مير زهير، علم ګل سحر، جيلاني جلان، اسمعيل څپه او .... خبرې وکړې. دوی ملکزي  ګټورې مشورې ورکړې او ملکزي صاحب د دوی مشورو ته د زړه له کومې غوږ نيولی و. دوهمه برخه کې د ميدان ورګ ولايت والي عبدالحليم فدايي د عامه محافظت تر عنوان ل

08.02.2009 baz

د بهير د تازه غونډې لنډ راپور او څو انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه چې د ١٣٨٧کال د مرغومي په ١٣ نيټه چې د د ٢٠٠٩م کال د جنورۍ د ٢ نيټې سره برابره وه. په کابل کې د يار په موسسه کې وشوه. د غونډې مشر زاهد شاه انګار او ميلمه يې عبدالنافع همت و. ويانديې حسن المبارک و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه. د تيرې غونډې ريپورټ مصطفی باور د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې له ځينو سمونو او مشورو ورکولو وروسته ريپورټ د تاييد وړ وګرځيد. ورپسې سيد جيلاني جلان خپل يون ليک وړاندې کړ چې کندهار ته په يوه فرهنګي سفر تللی و. علم ګل سحر، بازم

04.01.2009 baz

د افغان ادبي بهير لنډ ريپورټ او انځورونه

افغان ادبي بهير خپله غونډه د ١٣٨٧ل کال د ليندۍ په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د دسمبر له ١٩ نيټې سره برابره وه، د جمعې په ماسپښين دوه نيمې بجې د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې محمد الدين همدرد د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پرانيسته. د تر هر څه د مخه د استاد شاعر محـمد صديق پسرلي د ميرمنې په مړينه او د کوزې پښتونخوا د پياوړي ليکوال نثار احمد مظلوم په مړينو خواخوږي ښکاره شوه. له الله تعالی له دربار نه مرحومينو ته بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنيو ته يې جميل صبر.د غونډې مشر ډاکټر ا

21.12.2008 baz

د بهير د تازه غونډې انځورونه

د افغان ادبي بهير غونډه چې د دياسنګهـ انجان په رياست کې وشوه او استاد اجمل ښکلی يې ميلمه و د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې وياند حسن مبارک و او د تيرې د غونډې ريپورټ مصطفی باور وړاندې کړ. ورپسې نورګل شفق خپله کيسه د ( دوه مخی) په نوم کره کتنې ته وړاندې کړه، چې اسمعيل څپه يې ليکلی نقد واوراوه . او بيا د غونډې برخوالو لکه جلان ځاځي، ډاکټر محب زغم، الهام، عابد او استاد غضنفر په کيسه خپل نظرونه څرګند کړل چې په مجموعو کې د کيسې ژبه خوښه کړی شوه او شفق صاحب ته نيکې مشورې ورکړی شوې. ورپسې

30.11.2008 baz

د بهير د غونډې لنډ ريپورټ او انځورنه

اجمل پسرلي چې د افغان ادبي بهير مشري يې په غاړه درلوده وويل:نن چې پوره لس کاله وروسته ما په بهير کې ګډون وکړ، باور وکړئ چې زه يې تيرو يادونو ته وروستم او ډېر خوند مې ترې واخيست. اجمل زياته کړه: لکه څنګه چې يې زه لس کاله پخوا وختونو ته بوتلم همداسې د بهير په کره کتنه او ريپورټ ليکنه کې هم کوم نويوالی نه دی راغلی. په هماغه پخوانۍ شيوه کره کتنه کيږي، مثلاً ټول ځوانان کره کتونکي د ژبې خواته ډېر مايل دي، په داسې حال کې کره کتنه يوازې د ژبې سمونه نه ده. بايد د يوه اثر هنري ارزښت ته هم پام واړول

02.11.2008 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more