افغان ادبي بهير خپله غونډه د ١٣٨٧ل کال د ليندۍ په ٢٩ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د دسمبر له ١٩ نيټې سره برابره وه، د جمعې په ماسپښين دوه نيمې بجې د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې محمد الدين همدرد د قرآن کريم په څو مبارکو آياتونو پرانيسته.
د تر هر څه د مخه د استاد شاعر محـمد صديق پسرلي د ميرمنې په مړينه او د کوزې پښتونخوا د پياوړي ليکوال نثار احمد مظلوم په مړينو خواخوږي ښکاره شوه. له الله تعالی له دربار نه مرحومينو ته بهتر جنتونه وغوښتل شول او کورنيو ته يې جميل صبر.
د غونډې مشر ډاکټر احسان و او ميلمانه يې ډاکټر ناصر فګار او عبيدالله عبيد وو. د غونډې وياند حسن المبارک و او ريپورټ يې نورګل شفق ليکه.
ملکزي صاحب خپله لنډه کيسه چې نوم يې نه درلود کره کتنې ته وړاندې کړه چې د ګډون والو له خوا ورته په زړه پورې مشورې ورکړل شوې.
ورپسې يوه آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه واورول. په غونډه کې تر پنځوس تنو شاعرانو، ليکوال او د شعراو ادب مينه والو ګډون کړی و.
له کيڼې خوا ډاکټر احسان، ډاکټر ناصر فګار او عبيد الله عبيد
د غونډې يوه څنډه
د غونډې بله څنډه
د غونډې وياند حسن المبارک
ملکزی صاحب خپله کيسه کره کتنې ته وړاندې کوي
ناصر فګار په خپل خواږه غږ شعر دکلمه کوي
نصرت الله الهام د شعر ويلو پر حال
هجرت الله اختيار خپل شعر وايي.
هارون حکيمي د شعر ويلو پر مهال
عنايت ديدار د غونډې په منځ کې