دا ځل د بهير په غونډه کې د مجيد الله قرار په اوږد خو له خوند او درده ډک نظم چې اوښکې ته يې ويلی و کره کتنې وشوه. په نظم نور الحبيب نثار، پير محمد کاروان، عزيز تحريک، تاج محمد ياري، عنايت الله پويان او اسد غضنفر خپل نظرونه څرګند کړل، په کل کې نظم وستايل شو. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو په کې شعرونه وويل. دا غونډه د تيرې جمعې په ورځ چې د يولسم سپتمبر ٢٠٠٩ کال سره سې سمون خوړ، د کابل په قوه مرکز په کاروان انستتيوت کې سهار ن٩ بجې پيل شوه او تر دولسو بجو يې دوام وکړ. د دې غونډې مشر عزيز تحريک و او ميلمانه يې تاج محمد ياري او عنايت الله پويان وو. د غونډې وياند صفي الله عمرخيل و او راپور يې محمد عابد علمي ليکه. په غونډه کې تقريباً ٥٠ تنو شاعرانو، ليکوالو او دشعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.

د بهير وياند صفي الله عمرخيل

د بهير راپورتر محمد عابد علمي

عزيز تحريک، تاچ محمد ياري او عنايت الله پويان

مجيد الله قرار خپل نظم کره کتنې ته وړاندې کوي

عزيز تحريک

نورالحبيب نثار

محمود مرهون

شرر ساپی

نور محـمد لاهو

بهيروال