دا اوم کال دی چې زه په کابل کې جره اوسيږم، زه چې کابل ته راغلی اوم نو د خپلو کليوالو ملګرو سره چې د کابل په منډيي سرای زرداد کې دوکان او کوټه لري، اوسيدم. زما د کوټې ملګري به د ژمې په سيزن کې پيښور ته تلل .  مابه هم په دې دريو مياشتو کې د داسې يو ملګري حجرې ته پناه ور وړله چې هغه به هم خپله کورنۍ پيښور ته ليږدوله او خپله به کله په هندوستان ، کله په پاکستان او کله نا کله به له موږ سره په حجره کې پاتې کيده.  د هغه په حجره کې به له يوه آشپز پرته دوه او کله هم  درې تنه منشيان وو. خو کله چې به زما د ملګري کورنۍ له  پيښور نه بيرته کابل ته راستنه شوه، نو هوا به ښه شوې وه. زما د کوټې ملګري به کابل ته راغلي وو،  زه به هم بيرته له رحمان مېنې څخه زرداد مارکيټ ته راغلم.

سږکال داسې وشول چې په کابل کې ښوونځي يو څه وخته پيل شول، زماملګري هم  د چا خبره په کړنګ ژمي کې خپل ماشومان او کورنۍ راوغوښتله. زما د کوټې ملګري لا نه وو راغلي. ملګري مې  راته وويل چې په دې کړنګ ژمي کې خو هسې هم مارکيټ ته نه شې تلی، که حوصله لرې نو زما زوی او وريرونو سره لږ کوښښ کوه چې يو څه زده کړي.  ټول يې په شخصي مکتبونو کې دي، هر کال بريالي کيږي خو په ټکي نه پوهيږي.

ما ورسره ومنله درې تنه زلمکيانو چې په اوله ورځ د خپل ښوونځي کتابونه راوړل، يو يې په دريم ټولګي کې و چې کتابونه يې هم ورته ښوونځي د خپل  جوړ کړي نصاب ورکړي وو. دا په کابل کې د (( خانۀ نور)) په ښوونځي کې داخل کړی شوی و چې بلا ډېرې پيسې يې د فيس او ترانسپورت ترې اخيستې.  ټول مضمونونه يې په انګليسې وو. خو دري ليکل ورسره ګډ و. له دې وړکي نه چې مې پوښتنې وکړې، انګليسي يې دومره بده نه وه خو په خدای باور وکړئ چې الف او بې يې په دري او پښتو کې نه شول جنګولی.

له دويم زلمي  نه مې پوښتنه وکړه چې ته دې کتابونه راکړه. هغه په څلو رم ټولګي کې و او په رحمان مېنه کې د (( کاينات )) په نوم ښوونځي کې يې  و، ده ته مې وويل چې ته راواخله کتاب دې او يو څه راته ووايه. هغه د څلورم ټولګي دري کتاب راواخيست او د حمد شريف په ويلو يې پيل وکړ. دوه درې بيتونه يې داسې ولوستل لکه بلبل چې قلقلې کوي، خو کله چې څلورم بيت  ته ورسيد، يو څه ټګنی شو.  ما ورته وويل داسې وکړه چې له سر نه يې راته ووايه خو داسې يې ووايه چې په کرښه ګوته وړه او هره کلمه چې وايې په هماغه ګوته ږده. او همداسې مخ ته ځه. کله چې يې په کرښه ګوته کش کړه نو وپوهيدم چې هسې هوايي يې ياد کړی دی، لوستل نه شي کولای. بيا مې ورته وويل چې تا وويل چې رسيده ام، ماته (رسيده) او (ام)  بيل بيل کړه . خو چې په دې کې هم پاتې راغی نو زه وپوهيدم چې دا هم په الف او بې نه پوهيږي. دريم يې هم همدا ستونزه لرله. د بي بي سي د تعليمي پروژو ړومبی کتاب مې ( چيرته چې ښوونځی نه شته) ورته يوړو او داسې درس مې ورته پيل کړ لکه نوی نوی چې  يو څوک په جومات کې ملا ته کينې. د ټکو جنګول مې پرې شروع کړل. يوه ورځ مې ورته له الف سره د نورو تورو جنګول وروښود لکه ( اب، ات، اث، اپ، اج او . . . .  بله ورځ مې ورته له بې سره د تورو جنګول  وروښود لکه ( بب، بت، بث  بپ بج او ..... په دريمه ورځ مې ورته تې سره د تورو جنګول وروښود لکه  تب، تت، تث، تپ، تج او .... همداسې مې دا پروسه مخ ته يوړه.  څو چې مياشت پوره کيده نو درېواړو د تورو جنګول زده کړي وو. زما هم مياشت پوره شوې وه او د کوټې ملګري مې هم راغلي وو، ملګري ته مې وويل چې هلکانو  ته معلم ونيسۍ چې زمانور  وخت پوره دی، هغه راته کړه چې موږ  بې سواده خلک يو، معلمان څه پيژنو، ته ورته داسې يو معلم وګوره چې تر تا ورسره زيات زحمت وباسي او بله دا چې څوک دې وراره دی او څوک دې خوريې دی، ته چې ورسره وخت ونه باسې او کوښښ ورسره ونه کړې نو بل څوک به ورسره کوښښ وکړي؟  ما هم ورته پخه ديره ولګوله يوه تخته مې پرې واخيسته او په حجره کې مې ورته داسې ليکچر نوټ پيل کړ چې دوی ټول په ناخود اګاه توګه فعال شول.  مثلاً داسې نوټ چې دوی هر يو خپله کيسه کوي چې په ښوونځي کې ولې استادانو ته ګران دی؟ د ښوونځي لايقه شاګرادان ولې دوی سره نيږديک ښيي؟ څه وجه ده چې دوی هره ورځ په ټولګي کې خپل تير درسونه په ښه شان سره د استاد د پوښتنې سره سم ځوابوي؟ په څه خاطر د بدعمله ټولګيوالو او نالايقه شاګرادنو سره دوستي نه کوي؟ ولې په څلورمياشتنيو او کلنيو امتحانونو کې په لومړي درجو بريالي کيږي او داسې نور.  همدا رنګه په کور کې ولې د کورنۍ په ټولو غړيو ګران دي؟  په ليکچر کې مې  په کور کې د ښوونځي کارونو او کورنيو مسووليتونو ته متوجه کړل، د مشر او کشر آدابو ته مې متوجه کړل او په حجره کې د ناستې پاستې او د حجرې د کارونو د سر ته رسولو په اړه مې ورته ډېر څه د نوټ په شکل ورکړل. کله چې دا درې تنه په کور کې د کورنۍ  غړيو وليدل چې په رويه او اخلاقو کې يې ډېر فرق راغلی دی، له تعليم سره يې څه تربيه هم زده کړې ده نو پلرونو يې تر هغو مشران  زامن چې زلميان دي  هم راته کينول، او د نانځکو په څير ښکلې ماشومانې چې عمرونه به يې تر اوو کلونو زيات  نه وي هغوی يې هم  راته راوليږلې او همغه د اب، ات، اث، اپ او اج له  سټرکچر نه په ګټه اخيستنه دوی هم ليرې نه ده چې ډېر  ژر باسواده شي.

دا ټوله کيسه مې په دې خاطر وکړه چې يوازې په ښوونځي کې سواد او زده کړه نه تر لاسه کيږي، تر څو چې په کور کې شاګردان فعال نه شي. او دا شاګردان به څنګه فعاليږي؟ دا به داسې فعاليږي چې په کورنۍ کې باسواده کسان، پلار، مور، ورور، خور، ماما، کاکا، او داسې نور بايد خپل مسووليت وګڼي چې خپلو ماشومانو ته په ٢٤ ساعتونو کې کم تر کمه يو ساعت وخت ورکړي او دوی خپلو ورځينو درسونو او  په کور کې  کورنيو مسووليتونو ته متوجه کړي، که په کور کې له ماشوم سره د ښوونځي په کارونو کې د کورنۍ غړي فعاله ونډه وا نه خلي نو د خپلو ماشومانو څخه دې دا تمه نه لري چې سبا ورځې ته به د دې ټولنې په درد وخوري. زما بچيان په پيښور کې په شخصي ښوونځيو کې زده کړې کړې او کوي يې. هر کله چې به دوی د خپلو درسونو څخه پاتې راغلل، نو د ښوونځي مدير به په ما پسې ځواب راوليږه او د هغه د وروسته پاتې والې پړه به يې پر ما او زما پر ميرمن اچوله، بلاخره موږ  هماغه وخت ځانونه مسوول وګڼل چې له خپلو بچيانو سره په کور کې د هغوی د ښوونځي په  کارونو کې مرسته وکړو.

زه د دې ليکنې لوستونکو ته په ډېره مينه او عاجزۍ دا سپارښتنه کوم چې په خپلو کورنو کې خپلو ماشومانو ته پاو  ور واړوي او د ښوونځي د سبقوقونو ويلو ته يې متوجه کړي. خپله هم ورسره وخت وباسي او د کورنۍ نور باسواده اشخاص هم دې ته وهڅوي چې خپلو ماشومانو سره د ښوونځي  د درسونو په زده کړه کې ورسره مرسته وکړي، خپلو ماشومانو ته وخت وباسي او د هغوی په تلعيم او تربيه کې خپله ايماني او وجداني وظيفه سر ته ورسوي.

په درنښت
ستاسې ورور
بازمحمد عابد
کابل، افغانستان