يو زرغون د نغمو سيند د ا دپياوړي او منلي شاعر پير محمد کاروان د کتاب نوم دی چې تازه له چاپه راوتی دی. دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې د ١٠٠٠ ټوکو په شمير کې خپور کړی دی. په دې کتاب کې د کاروان صاحب درې چاپ شوي کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي اود ښاپېرۍ ورغوی) راټول شوي دي. کتاب په ښه صحافت او جلد چاپ شوی دی. په پېښور کې يې دانش کتابپلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ او په کابل يې ميوند واټ کې پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ احمدزي پلازه کې په ٢٥٠ افغانۍ تر لاسه کولای شئ. او يا هم په دې شميره اړيکه نيولی شئ.
٠٧٧١١٤٤٣١

14.09.2009
- baz
دا اوم کال دی چې زه په کابل کې جره اوسيږم، زه چې کابل ته راغلی اوم نو د خپلو کليوالو ملګرو سره چې د کابل په منډيي سرای زرداد کې دوکان او کوټه لري، اوسيدم. زما د کوټې ملګري به د ژمې په سيزن کې پيښور ته تلل . مابه هم په دې دريو مياشتو کې د داسې يو ملګري حجرې ته پناه ور وړله چې هغه به هم خپله کورنۍ پيښور ته ليږدوله او خپله به کله په هندوستان ، کله په پاکستان او کله نا کله به له موږ سره په حجره کې پاتې کيده. د هغه په حجره کې به له يوه آشپز پرته دوه او کله هم درې تنه من...
04.10.2009
- baz
دا ځل د افغان ادبي بهير په غونډه کې د غونډې له پيليدا مخکې نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو يو اوږد ليکچر ورکړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد. ټولو د نثار صاحب ليکچر خوښ کړ او هيله يې ترې وکړه چې له هرې غونډې له پيليدا تر مخه دې نثار صاحب د ماشوم په ادبياتو او نفسياتو د بهير والو له پاره ورته ليکچرونه ولري چې نثار صاحب ورسره منله.ورپسې د بهير غونډه پيل شوه چې په سر کې محمد عابد علمي د تيرې غونډې راپور واراوه چې له لږي سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيد. ب...