دا ځل د افغان ادبي بهير په غونډه کې د غونډې له پيليدا مخکې نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو يو اوږد ليکچر ورکړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد. ټولو د نثار صاحب ليکچر خوښ کړ او هيله يې ترې وکړه چې له هرې غونډې له پيليدا تر مخه دې نثار صاحب د ماشوم په ادبياتو او نفسياتو د بهير والو له پاره ورته ليکچرونه ولري چې نثار صاحب ورسره منله.
ورپسې د بهير غونډه پيل شوه چې په سر کې محمد عابد علمي د تيرې غونډې راپور واراوه چې له لږي سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيد. بيا نور محمد سعيد خپل طنز کره کتنې ته وړاندې کړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد او ورته وويل شول چې تر اوسه تر دې قوي طنز بهير ته د نقد له پاره نه و راوړل شوی. تر نقد وروسته يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل.
د دې غونډې رييس په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل پاچا مجيدي و او ميلمه يې شهزاده آريوبي و. غونډه د ١٣٨٨ ل کال د تلې د مياشتې په لسمه نيټه د ماسپښين په دوه نيمو بجو د کابل په قوه مرکز سيمه کاروان انستتيوت کې جوړه شوې وه چې تر ماښامه يې دوام وکړ. غونډه کې تر شپيتو کسانو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو ليکچر ورکوي
عابد علمي د تيرې غونډې راپور اوروي چې تر څنګ يې د غونډې وياند صفي الله عمرخيل د غونډې رييس ګل پاچا مجيدي او ميلمه شهزاده اريوبي ليدل کيږي
د غونډې د ګډونوالو يوه څنډه چې ګل پاچا مجيدي، نور محمد سعيدي، عابد.، اسمعيل څپه او استاد غضنفر يې مخکې ليکه کې ليدل کيږي
سيد جيلاني جلان، فضل الله حاوي او نور الحبيب نثار
صابر خان بې ريا د خبرو په حال کې
د غونډې رييس ګل پاچا مجيدي، او ميلمانه شهزاده اريوبي ، د کاروان انستتيوت رييس جاويد انديش
استاد اسد الله غضنفر
نور محمد سعيد چې کره کتنې ته يې ښکلی طنز راوړی و
د غونډې رييس په غونډه خپل نظر څرګندوي
عابد او ګل پاچا مجيدي
راپورونه