افغان ادبي بهير په کابل کې ټولو بهيروالو او د شعر او ادب مينه والو ته خبر کوي چې خپله اوونيزه غونډه چې د ١٣٨٨ ل کال د تلې د مياشتې په اتلسمه نيټه به کيدله په دې خاطر ځنډوي چې په همدې ورځ په کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړيږي .
ټول بهيروال به په دې ستر ې غونډه کې ګډون کوي او فعاله ونډه به په کې اخلي. دا کنفرانس به د لويې جرګې په تالار کې وي چې د هيواد دننه او له هيواده دباندې څخه ورته په زرګونو ليکوال او ټولينز شخصيتونه رابلل شوي دي. دې کنفرانس ته دتلې په ١٦ نيټه هغه فرهنګيان او فرهنګپال بلل شوي چې په کاري کميټو کې به تنظميږي او هغه بهيروال چې د جمعې په ورځ بلل شوي دي هغوی دې د ماسپښين دوه بجې د لويې جرګې تالار ته تشريف راوړي چې د کنفرانس له نتايجو او تفريحي پروګرامونو څخه مستفيد شي.
په درنښت
04.10.2009
- baz
دا ځل د افغان ادبي بهير په غونډه کې د غونډې له پيليدا مخکې نور الحبيب نثار د ماشوم په ادبياتو يو اوږد ليکچر ورکړ چې د بهيروالو د پام وړ وګرځيد. ټولو د نثار صاحب ليکچر خوښ کړ او هيله يې ترې وکړه چې له هرې غونډې له پيليدا تر مخه دې نثار صاحب د ماشوم په ادبياتو او نفسياتو د بهير والو له پاره ورته ليکچرونه ولري چې نثار صاحب ورسره منله.ورپسې د بهير غونډه پيل شوه چې په سر کې محمد عابد علمي د تيرې غونډې راپور واراوه چې له لږي سمونې وروسته د تاييد وړ وګرځيد. ب...
11.10.2009
- baz
د باز بلاګ ګرانو کتوونکو، تاسو ته به مالومه چې د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په اتمه او نهمه نيټه په کابل کې د لويې جرکې په تالار کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړ شوی و. دې کنفرانس ته په سلګونو ليکوال، شاعران، ژورنالستان، فرهنګيان او فرهنګپال د کوزې پښتونخوا، سهيلي پښتونخوا، قطبي پښتونخوا ، کراچې، هندوستان، کشمير، عربي اماراتو او له جرمني څخه رابلل شوي وواو په زرګونو په کې له هيواد نه دننه رابلل شوي وو چې په ډېر برياليتوب يې کنفرانس تر سره کړو. ما خو د کنفرانس بشپړ راپور نه دی نوټ کړی او نه مې...