د باز بلاګ ګرانو کتوونکو، تاسو ته به مالومه چې د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په اتمه او نهمه نيټه په کابل کې د لويې جرکې په تالار کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړ شوی و. دې کنفرانس ته په سلګونو ليکوال، شاعران، ژورنالستان، فرهنګيان او فرهنګپال د کوزې پښتونخوا، سهيلي پښتونخوا، قطبي پښتونخوا ، کراچې، هندوستان، کشمير، عربي اماراتو او له جرمني څخه رابلل شوي وواو په زرګونو په کې له هيواد نه دننه رابلل شوي وو چې په ډېر برياليتوب يې کنفرانس تر سره کړو. ما خو د کنفرانس بشپړ راپور نه دی نوټ کړی او نه مې دومره لوی کار په وس او توان کې، کوم کسان چې يې بشپړ راپور ته ګمارل شوي وو هغوی به دا کار سر ته رسولی وي او وخت پر وخت به يې په ليکه کوي، خو ما د خپل وس سره سم و کنفرانس د بيلا بيلو برخو انځورونه اخيستي دي چې انشاالله هره ورځ به ترې ستاسو د ليدو په خاطر البمونه بلاګ ته پورته کوم، هيله ده چې ستاسو د پام وړ وګرځي، دا چې زه د ژپې د ګروپ غړی يم نو ايله مې دومره کړي چې د خپل ګروپي کار انځورونه مې اخيستي دي. البته دانځورونو په بلا کې به ډېر ژر د نورو ګروپونو انځرونه هم په کرښه شي.
ستاسې باز
د کنفرانس کې د ژبې د ودې د ګروپ صدر ګوهر رحمان ګوهر، د ګروپ منشي ګل اغا احمدي او د ګروپ مشر زرين انځور چې اسمعيل يون صاحب يې هم تر څنګ ليدل کيږي.
د ګروپ ډله ييز انځور
د مالي پخوانی وزير ډاکټر انور الحق احدي د ژبې په اقتصادي برخه کې خپل نظر څرګندوي چې تر څنګ يې د ګروپ رييسه هئيت هم ليدل کيږي.
د بهرنيو چارو پخوانی وزير، مولوي وکيل احمد متوکل، ګل اغا احمدي، کوهر رحمان ګوهر او زرين انځور
مولوي متوکل په پښتو کې د دين او مذهب تقدس په هکله خپله وينا اوروي.
که موږ د يو بل د زغملو توان پيدا کړو نو که خدای ته منظوره وي دا ملت او دا ژبه به ډېره ژر وده وکړي.
اسرار کريمزی د په ګروپي کار کې د ستونزو د حل لارې نوټ کوي
عابد، اسرار اتل، مکرم خان او په اسلام اباد پوهنتون کې دپښتو ژبې استاد حنيف خليل