خبرتياوې
مينه FM ډير ژر له ننګرهار نه
که څه هم په ننګرهار کې د ملي راډيو تر څنګ نورې خصوصي راډيوګانې هم شته چې هر يوه يې د اف ايم په موج کې تر ليرې پورې سيمه تر پوښښ لاندې نيسي. لکه کليد، صفا، آباسين، شرق، نرګس، مرام، سپين غر چې هر يوه يې په بيلابيلو وختونو کې بيلا بيلې ذوقي، تفريحي، ادبي ټولنيزې او ... خپرونې لري. دا دى اوس د مينه اف ايم په نوم يوه بله به راډيو هم ډير ژر په خپرونو پيل وکړي د دې راډيو ريس آرش ننګيال دى او مسوول مدير يې ذبيح الله نورزى دى. دوى دواړو د بي بي سي راډيو سره پنځه کاله په تعليمي خپرونو ک
کامه فرهنګي ټولنه او د اجمل اند نمانځنه
کامې فرهنګي ټولنې د شاعر، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د فن او شخصيت په هکله په کامه کې يوه درنه غونډه جوړه کړې وه چې تر دريو سوو پورې شاعران، ليکوال او اجمل اندد شعر مينه راټول شوي وو. غونډه سهار ٩ بجې پيل شوه او تر درې نيمو بجو بورې يې دوام وکړ. په سر کې استاد محمد اصف صميم پرانيستونکې وينا واوروله. ورپسې استاد حبيب الله رفيع، ولسمل، صيب، استاد محمد اسماعيل يون، نورالحبيب نثار، انجنير ستانه مير زهير، لعل پاچا ازمون،د اجمل اند په اړه شفاهي خبرې وکړې، قاري عبدالله سهار د اجمل اند
عابد او بريالی ولي په شمشاد ټلويزيون کې
تير ماښام شمشاد ټلويزيون د وحيد توحيدي په نوښت د وږمو د بهير د خپرونې له پاره له يو شاعر او بل هنر مند سره ګډه خپرونه نيولې وه چې د شاعر او هنرمند دوستان يې هم وربللي وو. دې خپرونه کې عابد د شاعر په توګه او بريالی ولي د هنرمند په توګه ميلمانه وو. پيل کې د خپرونې چلوونکي وحيد توحيدي او ځينو بهبروالو له عابد نه د هغه په شعر کې د شعر د مضمون په اړه او هم د عابد د شاعرانه ژوند په اړه ځينې پوښتنې مطرح کړې چې عابد په ورين تندي ځوابولې، ورپسې بريالي ولي د عابد هغه غزلې وويلې چې څو ورځې وړاندې ورکړل
د ژبو او ادبياتو پوهنځي د فراغت په وياړ غونډه
دليندۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځې د شپې څانګې د څوارلسمې دورې فارغانو ته له پوهنتون څخه د فراغت سرټيفيکېټونه ورکړل شول.غونډه د کابل په اريا پېنځه ستوريزه هوټل کې د قاري عبدالله کامه وال په ويندويي په يوولسو بجو د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې يو تن فارغ شوي محصل سلطان محمد ثبات د غونډې ګډوون کوونکو ته ښه راغلاست ووايه. د فارغو شوو محصلينو په استازولۍ رفيع الله نيازي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي او پښتو څانګې د ت
د لنډ بحر تازه غزل/ عابد
چا وی ترخه غوندې ده؟دا خو خوږه غوندې ده چې راته نه راګوريلږه خپه غوندې ده د زړه ديوال نړويڅه زلزله غوندې ده هوش مې له سره اخليسمه
افغان انځورګر وپيژنئ
افغان انځورګر محمد صديق ژکفر د جوزجان ولايت د ميمنې په ښار کې څلورنيمې لسيزې وړاندې پيدا شوی دی. په ١٣٥٩ ل کال کې د ابوعبيد جوزجانې له ليسې څخه فارغ شوی او په همدې کال کې يې د کابل پوهتنون د انځورګرۍ په ډيپارټمنټ کې لوړې زده کړې پيل کړي او په ١٣٦٣ل کال کې ترې فارغ شوی. استاد صديق ژکفر له فارغيدو وروسته په همدې ډيپارټمنټ کې د استادۍ سپيڅلې دنده پيل کړې وه او د طالبانو د نظام له راتګ سره يې دنده پريښې وه او پاکستان ته مهاجر شوی و. هلته يې د را
د استاد محمد اسمعيل يون ډالۍ
استاد محمد اسمعيل يون هغه نوم دی چې په تيرو ديرشو کلونو کې نه يوازې دا چې په فرهنګي حلقو کې خپور دی، بلکې ډېر پښتانه يې له نوم او کردار سره اشنا دي. هغه که د مهاجرت په په دوران کې د هيلې مجلې چلوونکی و او که په کابل کې د لويې جرګې منشي نو د پښتو او پښتنو د حقوقو دفاع يې په نره کړی ده. دا چې د بلاګ ډېرو لوستوونکو ته د ښاغلي استاد هاند او هڅې مالومې دي، زه نه غواړم چې نور څه پرې ووايم البته دومره وايم چې سږنی کال چې د پښتو کتابونو د خپرولو په درشل کې تر ن
د افغان ادبي بهير خبرتيا
افغان ادبي بهير په کابل کې ټولو بهيروالو او د شعر او ادب مينه والو ته خبر کوي چې خپله اوونيزه غونډه چې د ١٣٨٨ ل کال د تلې د مياشتې په اتلسمه نيټه به کيدله په دې خاطر ځنډوي چې په همدې ورځ په کابل کې د پښتو نړيوال کنفرانس جوړيږي .ټول بهيروال به په دې ستر ې غونډه کې ګډون کوي او فعاله ونډه به په کې اخلي. دا کنفرانس به د لويې جرګې په تالار کې وي چې د هيواد دننه او له هيواده دباندې څخه ورته په زرګونو ليکوال او ټولينز شخصيتونه
يو زرغون د نغمو سيند
يو زرغون د نغمو سيند د ا دپياوړي او منلي شاعر پير محمد کاروان د کتاب نوم دی چې تازه له چاپه راوتی دی. دا کتاب دانش خپرندويه ټولنې د ١٠٠٠ ټوکو په شمير کې خپور کړی دی. په دې کتاب کې د کاروان صاحب درې چاپ شوي کتابونه ( له ماښامه تر ماښامه، چنار خبرې کوي اود ښاپېرۍ ورغوی) راټول شوي دي. کتاب په ښه صحافت او جلد چاپ شوی دی. په پېښور کې يې دانش کتابپلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ او په کابل يې ميوند واټ کې پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ احمدزي پلازه کې په ٢٥٠ افغانۍ تر لاسه ک
ماشومانو ته په کور کې زده کړه
دا اوم کال دی چې زه په کابل کې جره اوسيږم، زه چې کابل ته راغلی اوم نو د خپلو کليوالو ملګرو سره چې د کابل په منډيي سرای زرداد کې دوکان او کوټه لري، اوسيدم. زما د کوټې ملګري به د ژمې په سيزن کې پيښور ته تلل . مابه هم په دې دريو مياشتو کې د داسې يو ملګري حجرې ته پناه ور وړله چې هغه به هم خپله کورنۍ پيښور ته ليږدوله او خپله به کله په هندوستان ، کله په پاکستان او کله نا کله به له موږ سره په حجره کې پاتې کيده. د هغه په حجره کې به له يوه آشپز پرته دوه او کله هم درې تنه من
ليوال اسانه زده کړه
نور احمد ليوال چې تر دې دمه يې د کمپيوټر په نړۍ کې بې شميره او هيريدونکي خدمتونه سر ته رسولي دي، اوس يې داسې يو درسي سستم جوړ کړی دی چې پرته له دې نه چې يو څوک ښوونځي ته ولاړ شي، خپل کور ته ښوونځي راوستلای شي. په دې سستم کې تاسې کولای شئ چې د انټر نيټ له لارې له ورکتون له ماشومانو واخله تر دولسم ټولګيو پورې په درسي مواد په غږيزه توګه واورئ او زده کړئ. له انټر نيټ پرته يې د سي ډي په واسطه په کمپيوټر کې هم انسټالولای شئ. د ويډيو، سي ډي او ټيپ او کتابي شکل کې هم له دې نعمته
د افغان ادبي بهير خبرتيا
کاروان انستتيوت د افغان ادبي بهير د غونډو له پاره ځکه مناسب ځای دی چې د ښار په مرکزي برخه کې دی. ټول دوستان کولای چې په لوکل ( ليني) موټرو کې ورته په کمه کرايه ځانونه راورسوي. د بهير غونډې به تر هغې پورې په همدې انستتيوت کې دوام ومومي، څو پورې چې د يوې مستقلې حويلۍ څښتن نه شي. بهيروال په دې کوښښ کې دي چې افغان ادبي بهير ته د مخلصو افغانانو، ملي تجارانو، فرهنګپالو افغانانو چې د دنيا په هر کنج کې اوسيږي، پام راواړوې او اړيکې ورسره ونيسي چې بهير د دې بې کورۍ څخه و ژغوري
کاروان خبرې کوي
دا کتاب د هغو دولسو کتابونو په شمول د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالحليم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړی دی. په دې کتاب کې چې کومې ليکنې راغلي دي عنوانونه يې په دې ډول دي:١- ته دعا کړه زه آمين کړم،د سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.٢- پسرلی د نۍ په کوڅه کې، داستاد پسرلي پر شعري ټولګه ليکنه.٣- شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال، په شپون صاحب ليکنه.٤- دا سړی نقاد دی، په استاد لطيف بهاند ليکنه.٥- د قمر
د کنړ سيند د مشاعرې خبرتيا
د کنړ سيند په نوم مشاعره چې د ١٣٨٧ کال د حمل په نهمه نيټه چې د جمعې مبارکې ورځې سره سمون خوري، د کنړ په مرکز اسد اباد کې جوړيږي. هغه ياران چې له کابل نه او يا هم د جنوبي او جنوب غربي ولاياتونو څخه راځي کولای شي چې په کابل کې د عيدګاه جومات مخې ته پوره دوه بجې ځانونه راورسوي هلته د ترانسپورت بند و بست شوی دی. بيا به همدا کاروان په جلال اباد کې د پيښور او لوی ننګرهار د فرهنګيانو له کاروان سره يوځاي کيږي. او د کڼر د ښکلي او سمسور ولايت په لور به حرکت کوي.