د کنړ سيند په نوم مشاعره چې د ١٣٨٧ کال د حمل په نهمه نيټه چې د جمعې مبارکې ورځې سره سمون خوري، د کنړ په مرکز اسد اباد کې جوړيږي.
هغه ياران چې له کابل نه او يا هم د جنوبي او جنوب غربي ولاياتونو څخه راځي کولای شي چې په کابل کې د عيدګاه جومات مخې ته پوره دوه بجې ځانونه راورسوي هلته د ترانسپورت بند و بست شوی دی. بيا به همدا کاروان په جلال اباد کې د پيښور او لوی ننګرهار د فرهنګيانو له کاروان سره يوځاي کيږي. او د کڼر د ښکلي او سمسور ولايت په لور به حرکت کوي.
کنړ ميشتي فرهنګيان، افغان ادبي بهير او د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه له ټولو شاعرانو او فرهنګيانو څخه هيله کوي چې په خپل ورتګ د کنړ سيند مشاعرې ته ښکلا او ځلا وبخښي.
ستاسې د راتلو په هيله
په ډېر درنښت
کنړ مشيتي فرهنګيان
خبرتياوې