تل مې د ښکلا په نوم رياضت کړی
ما خو ژوند کې دغه عبادت کړی

تا سره مې سل ځل محبت کړی
تا راځنې سل ځلې نفرت کړی

ښکليو سره مينه مې حد نه لري
ښکليو ته مې پټ په زړه کې ست کړی

نن دې له تندي سره پياله جنګوم
نن مې د سپېڅلې ګناه نيت کړی

٢٠٠٨/٠٣/٢٥ کابل