مونږ خپل ډيره فرهنګي ملګري دافغان ادبي بهير په انګړ کې وموندل. هغه مهال چي بهير په پيښور کې دشاه دوشمشيره په ليسه کې خپلې اونيزې غونډې پيل کړې، نو زه هم ديوملګري په ملتيا يوه ورځ دبهير پردروازه ورپيښ شوم. په شمار دولس ، ديارلس تنه به دليسې په انګړکې دشاګردانوپرهغو چوکيوو ناست وو چې له ټولګيوو به بهيروالو راويستلې وې. غونډه لا نه وه پيل شوې، بهيروالو په خپلو منځوکې خبرې سره کولې.
شيبه وروسته يوله ونې دنګ ځوان(ارواښادامان الله ساهو) چې پرمخ يي توره برس کړې ږيره وه او دتندي له پاسه يي دويښتونشتوالي هغه ديوسنجيده انسان په توګه مونږته راپيژانده راپاڅيداو دبسم الله له ويلو وروسته يي دغونډې دپيل کيدو اعلان وکړ.
دا مهال بهير دريځ (سټيج) نه درلود اويواځې به شاعرپه خپل ځاي اوياهم دنورو ناستو کسانو په مخ کې ودريده او خپل نظم او نثربه يي اورولو. دتيرې غونډې دګزارش دلوستولپاره يوپه ونه ټيټ، غنم رنګه ځوان راوغوښتل شو، نوموړي له ځان سره څوپاڼې رااخستې وې او دناستو کسانو په وړاندې يي دتيرې غونډې جريان ټکې په ټکې ولوست.
دګزارش دلوستلو وروسته بهيروالو په ګزارش خبرې وکړې.
پسرلې صيب، صميم صيب، رفيع صيب، کاروان صيب،نثارصيب، سالک صيب او نوروليکوالانو په خپل وار دګزارش په اړه خپل نظرونه څرګندکړل. خو زه دګزارش ليکونکې کمال ته حيران وم چې څرنګه يي دتيرې غونډې ټولې خبرې په داسې بڼه راخستې چې هيڅ کم او زيات نه لري.ګزارش ليکونکې بياناست دې پورته نه ګوري او لکه ديوماشين په توګه دهرګډونوال دخولې وتلې ټکې په خپل قلم دسپينوپاڼو پرمخ رسموي.
پرګزارش له خبرو وروسته دکره کتنې برخه پيل شوه، بيا هم دنظرڅرګندولو، ګوتنيونو، سمونو او ستاينو دګزارش ليکونکي سر پر سپينو پاڼو ورکوز کړې و. ماته ډيرسخت کاربريښيده او په رښتيا هم داسخت کارو، ځکه چې دهرچا نظرپه سمه توګه ليکل او بيا په بله غونډه کې کره کتنې ته وړاندې کول او هلته دځينو يارانو دبې نياوه ګزارونو لاندې راتلل دګزارش ليکونکي حوصلې ته يو ستر چلنچ دې.
دغونډې دابرخه هم پاي ته ورسيده، خو زما سترګې دغه غنم رنګه انسان ته ځير وې ، دکره کتنې له برخې وروسته دريځوال دمازيګر دمانځه وقفه اعلان کړه او له مانځه وروسته دازادې مشاعرې وار شو. بهيروال پرچوکيو کښيناستل خو زما ښه په ياد دي چې استادپسرلي خپله کتابچه ارواښاد ساهو ته ورکړه او دنوموړي په نښه شوې شعر يي واوروه.مشاعره پيل شوه خو شيبه وروسته ګورم چې هماغه ګزارش ليکونکي دچايو پتنوس په لاس کې نيولې او دشيدو له چايوڅخه ډکې پيلې يي په بهيروالو ويشلې. ماله ځان سره فکروکړ، چې ګوندې دغه سړي ته دليکلو او خدمت کولوپيسې ورکوي. خو نه! زما فکر هغه مهال ناسم وخوت چې دبهيردغونډې په پاي کې مي له دغه ځوان سره مخامخ کاته وشول، دغه ځوان بازمحمدعابددې.
زه غواړم چې په دغه لنډه ليکنه کې عابدصيب ولمانځم او لمانځلو ته يي نورادبپال هم راوبولم.
عابدزمونږ دادبي بهيرستورې دې او هرکله چې بهير دځوړتيا لور ته مخامخ شوې نوماډيرياران ليدلي چې دبهير د را اوچتلو توان به يي دلاسه ورکړې واو بهير به يي نور يوه هيره کيسه بلله خو ددوي ټولو ترمنځ عابديواځنې کس و چې بهير ته به يي خپله اوږه ورکړې وه او په هرحال کې به يي ورته دريځ ګرم ساتلې و.
دامان الله ساهو له وفات وروسته عابدهم ګزارش ليکلو او هم يي دستيج چارې پرمخ وړلې او ترډيره يي دغو دواړو دندو ته په اخلاص سينه غوړلې وه.
او ترڅنګ به يي دبهيروالودچايو، دځانګړيو غونډو دجوړيدو، او نورو چارو دلګښتونو دپوره کولولپاره له هغوفرهنګيانو سره چې له لويديځ څخه به غونډې ته راتلل خبرې کولې. چې ګوندې دبهيردبډايي کولو لپاره ورسره دمرستې لاس ورکړي.
نوموړي په بهير کې نه له چاڅه واخستل او نه يي په کې ګيډه غټه کړه، خو بهير يي دنورو بهيروالوپه مرسته يوه ملي پانګه وګرځوله داسې پانګه چې ډيريي له شتمنۍ ډک او ډيريي ترلوړو پوړيوو ورسيدل خو عابدته اوس هم هماغه بهيراو هماغه ستيج پاتې دې.
عابددبهير له چوپړسره سره خپل قلم هم نه دي ايښې او دخپلو اثاروغوړونې ته يي په دغه پيرکې لارنګ او خوند ورکړ، اثاريي چاپ شول او ترلرې لرې دادب مينه والو ته ورسيدل. دنوموړي چاپ شوې کتابونه (دنکريزو پاڼه) او (لو دي دلونګو) دپښتوژبې په شعري ډګر کې ښکلې زياتونې دي او دلنډو کيسو چاپ شوې اثر(نامريي ځواک) يي دډيرو کيسه لوستونکو تنده ماتوي.
اوس چي بهيردڅو کلونو راهيسې په کابل کې خپلې غونډې کوي، نو عابدبياهم په پرتليز ډول دډيرونوروبهيروالو ترمنځ هماغسې خړپړ ښکاري لکه دبهير دجوړيدو په لومړيوو کلونو کې چې و.
زه يي په اړه نور ډير څه ويل نه غواړم خو يواځې له خپلو فرهنګيانو داهيله لرم چې راځۍ خپلې علمي اوفرهنګي هستيوو ته داد ورکړو، ويي لمانځو اودبې زړه کولو پرځاي يي حوصلو ته ځواک وروبخښو، چي په دې سره به موهم خپله ژبه دپرمختګ ، هم ولس دهوساينې او هم فرهنګ دغښتلي تمدن پرلور وربرابرکړې وي.
خپل بايد په خپله ولمانځو، ويي روزو او ويي پالو، ځکه چې پردي يي راته نه لمانځې او نه يي پالي .