د يارانو تبصرې
خدمت جذبه او احساس غواړي، بل هېڅ هم نه!/ اختيار
له ما نيولې تر نورو ډېرو هغو پورې چې په ځان پسې غټ غټ نومونه، علمي او .. رتبې او نور القاب راکش کاږي، کله چې په خبرو راشو، نو په نورو به سل او زر نيوکې کوو، نور
پر لونګين استاد غضنفر راغږيدلی دی./ عابد
يادونه: تير کال چې زما د کلتوري ريپوټونو کتاب د لونګين په نامه خپور شو، نو د اراکوزيا راډيو لپاره پرې ګران واصل وصال خپرونه جوړې کړې وه چې ليکوال او کره کتوونکې يې پر لونګين غږولي ول. استاد اسدالله غضنفر يې هم پرې غږولی و. وصال صيب دې ژوندی وي، ټوله خپرونه يې راته په انټرنيټ راليږلې وه، هماغه وخت مې ويلي ول چې د استاد اسد الله غضنفر مرکه استخراجوم او تاسو دوستانو سره به يې شريکوم. خو په تير يوه کال کې مې نن ورته وخت پيدا کړو، ستاسو مخته ته يې په دې تم
د نورو عابدانو تر منځ دې ديوال وي.
د احمد بختيار ساحل لیکنه (بازمحمد عابد، فضل سبحان عابد، ابراهيم عابد، هستي ګل عابد او مطيع الله عابد) (( لو دى د لونګو )) د شعرونو هغه مجموعه ده، چې ما ترې ډېره شاعري ياده کړې وه، او ددې شعرونو خالق مې په زړه کې يو خاص ځاى درلود. هڅه مې کوله ، چې د بازمحمد عابد ټوله شاعري ولولم ، هغه سره کېنم ، ملګرتيا ورسره وکړم او په شعري نړۍ کې ورسره يو ځاى قدمونه ووهم. هغه مهال د کتاب اخستنې فرهنګ ډېر دود، نه و بلکې د کتاب پټوونې فرهنګ ورځ پ
ښاپيرۍ او ديو کيسې ولې خوند راکړ/ ايمل پسرلى
راته گران کيسه ليکوال اکبر بري يو وخت راته ويل : ايمله ته د لنډو کيسو ملا قلم الدين يې . دۀ ويل قلم الدين د طالبانو په واکمنۍ کې خلک درول ږيره يې کتله چې لنډه ده که اوږده . که به لنډه وه سړى جريمه و .خو تا خبره سرچپه کړې ده ، که لنډه کيسه اوږده وي ليکوال يې جريمه کوې . له ښاغلي بري سره مې دا خبره نه منله . استدلال مې دا و چې که بې ځايه او اضافي خبرې نه وي لنډه کيسه دې اوږده وي . هغه به ويل بايد مقدمه او صحنه سازي وي . زۀ يې اوس هم نه منم . هغه کيسه خوند راکوي چې وار له واره کيسه
د بازمحمد عابد ژوند او فن
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو زده کـــــــــــــــــــــــــــــــــــړو وزارت ننګرهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار پوهنتون ښوونې او روزنــــــــــــــــــــــــــې پوهنځى پښتو ژبـــــــــــــــــــــــې او ادب څانګــه موضوع : د بــــــــــــــــاز محمد عـــــــــــــــــــــــــابد ژونـــــــــــــــــــــــــــد او فن لارښود استاد : علاو الدين ((حسام))
په ننګرهار کی دبازمحمد عابد دادبی خدمتونو د لمانځنی په یاد غونډه
پوهنمل حبیب زیفرانکفورت : دجنوری د میاشتی اتمه 2010 ع ،کد خوشالی ځای دی چی اوس په پښتنو کی ددی دود او احساس راژوندی شوی دی چی خپل لیکوالان او شاعران په ژوندینی نازوی اودهغوی دکارونو اوزیارونو په یاد غوڼدی او خوښی محفلونه جوړوی . په ننګرهار کې د نړۍ اونيزې د ادارې له خوا د هېواد دزیارکښ او نازولی ليکوال او شاعر بازمحمد عابد د ادبي خدمتونو په وياړد يو شاعرانه او سندريز بنډار جوړیدو له کبله چی د تاند په ویب پاڼه کی می د هغه خبر ولوست ډیر خوشله کړ
د نعمت الله صافي له مينې ډک ليک
محترم باز محمد عابد صیب .سلامونه او نیکی هیلې مې ومنئ . خدای د ې وکړي چې د تل لپاره په خپلو موخو او کړنو کی کامیاب اوسئګرانه! زه تقریبا د یوه کال راهیسې ستاسو بلاګ چې یه ریښتنی ډول د پښتو ادب د ودې اوپرمختګ هينداره ده ، ښه په شوق سره ګورم او خدای شاهد چی ستاسو خپاره کړي موضوعات راته د نورو ویب پاڼو په پرتله ډیر جالب او ریښتنی ښکاری. نو په همدی اساس یی هم خپله ګورم او هم نور ملګري او دوستان يې ليدو ته هڅوم پ
باز د بنګ او بزم شاعر
د اشياوو د افاديت او د فطرت په مشاهده کې ډېر خلک لاس لري. د کايناتو د اجزاوو تعارف د انساني نفسياتو، ذوقونو او نړۍ ليدونو د اختلاف په بنياد ځای پر ځای بيلا بيل رنګونه او تعريفونه وړاندې کوي. ژوند هم يو داسې لاينحله معما ده چې تر اوسه يې هيڅوک داسې تعريف نه شي موندلی چې ټول انسانان پرې متفق وي. علم او اخلاقيات سره له دې چې د بشري تمدنونو او فرهنګونو موسسين ګڼل کيږي، د ځمکې پر سر په يوه شکل نه دي موجود. د هرې بشري ټولنې د علومو او اخلاقياتو جلا، جلا معيارونه دي، انسان د همدې معيارونو
د راشد خټک ليک
ګرانه عابد جانه!ته خو پوهيږې چې زه په پردي ښار کې د پردو خلکو په منځ کې اوسيږم. او ډېر يوازې يم. د ژرناليزم دندې رانه ټول ادبيات هير کړي دي. خو اوس هم ستا په ويبلاګ کې ځان ژوندی ساتم او ستا د ويبلاګ په کتو داسې احساسوم لکه اوس چې هم د افغان ادبي بهير ملګرو په منځ کې ناست يم. او هغه ټولې خبرې راياديږي چې کابو دولس، څوارلس کاله پخوا به مو د بهير په غونډو کې او هم په صدر کې د چې موږ او تاسې به ورته وړوکی بهير وايه ، کولې. ډېر وخت کيږي چې کوم ادبي پروګرام ته نه يم تللی. خ
په واده تيادر دی کيسه د بهيروالو کره کتنه
د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د وږي په لومړۍ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اګست د ٢٢ نيټې سره برابره وه، ګل ملا همکار د کلام الله په آياتونو پيل کړه. د غونډې رييس عبدالستار سعادت و او ميلمانه يې دلاور خان دلاور او عصمت الله ثنا وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او راپور يې مشعل خټګر ليکه.مشعل خټګر د تيرې غونډې راپور ولوست چې د لږې سمونې وروسته بهيروالو ته د تاييد وړ وګرځيد. بهيروال په دې نظر وو چې د خټګر صاحب دا دريم راپور له هغو تيرو دوو په پرتله ښه ليکل
د عابد په کيسه د نصير احمد احمدي کره کتنه
لکه څنګه چې د انسانانو د ګوتو ليکې توپير سره لري، همداسې تخيل، ذوقونه او فکرونه هم مختلف دي. څوک به يوه ليکنه له يوه اړخه څيړې او بل به هم له بل لوري قضاوت پرې کوي. ذوق د هر چا خپله ځانګړنه ده، په دې برخه کې څوک نه شي ويلای چې زه په حقه يم، يو به سپين رنګ خوښوي او بل هم تور، په دې توګه يوه ته هم ملامت نه شو ويلای. ما هم په واده تيار دی نومي کيسې يو څه ليکلي دي، په اصل کې دا کيسه يوه بانه ده، غواړم چې د دې کيسې په پلمه د لنډو کيسو په عمومي جوړښت په تيره بيا د کيسې د پيل او مينځ په
د زاهد الله حميد ليک
سلامونه!د لوی څښتن تعالی دربار څخه درته ښه صحت غواړم. همدا اوس می ستاسو په بلاګ کی د کنړ سیند مشاعری په اړه لیکل شوی راپور ولوست، خدای شته ډیر په زړه پوری وو. زه اوس په کتابخانه کی یم او باید خپل اساینمینټ باندی کار وکړم خو زړه می ورته نه کیږی او ستاسی په بلاګ کی د وطن انځورونه ګورم. زه اصلاّ د کنړ ولایت د اسعداباد اوسیدونکی یم خو د بده مرغه اوس په خارج کی د مسافرۍ شپی سبا کوم. کوم کسان چی ستاسو په راپور کې ذکر شوي، زیادتره یې زه پیژنم، لکه آدریس غروال، اسرار
د جلال امرخيل پيرزوينې
باز او عابد يو ځل مخکې مې زړه تخنولم چې دعابد صيب په شعري ټولګه او يا د هغه په نامريي ځواک ليکنه وکړم ، که رښتيا ووايم نو ليکنه مې تر يوه ځايه ورسوله خو وروسته مې چې بېرته خپلې ليکنې ته پام شو چې يوه خبره مې هم د کتاب د منځپانګې په اړه نه وه ليکلې. ټوله ليکنه رانه د عابد صيب د شخصيت پر لور ښوېدلې وه ، ولې به نه ښوېده ؟ د عابد صيب شخصيت څه داسې دی چې قلم هم په غير ارادي ډول ورباندې ليکل کوي .دا موضوع يوازې له ما سره نه بلکې زما له نورو ډېرو ملګرو سره هم تکرار شو
د عزيزالرحمن تسل مينه
راليږونکی :عزیزالرحمان تسلد راليږونکي پته :aziz_rahman52@yahoo.comنيټه : 15-07-2008سلامونه او نیکي هیلی قبولي کړه عابد صیب:یره اشنا په خدای چی ډیری خوږي خاطري لري زه اکثر ستا خاطري ګورم ډیره مزه راکوي خپله هم خوږ یی او خاطری دی هم خوږي دی ما په اول ځل د کندز په مشاعره کی د نیازمند دوی ځای کی چی ولیدی نو ډیر خوږ راباندی ولگیدی. تسله وروره خدای دې ښه لره چې تاسې زما خاطرې لولئ او خوښوئ يې هم. خاطرې خوږې وي او که ترخې، دا د هر انسان په
د نجيب عامر څرګندونې
عابد جانه سلامونه !ته خو پوهيږې چې زه تانه يو څه خفه وم اوتا ظالم دپخلا کولوهيڅ هڅه هم نه کوله خوکله مې چې ستا سفر نامه ولوستله هيڅ بې هيڅه درسره بيرته پخلا شومه .گرانه ددومره ښې سفر نامې تر ليکلووروسته ته ددې مستحق يې چې بايد ونازول شې ،دکونړ دسفر نامې په څېر دکندوزهغه هم ډېره په زړه پورې وه .دې لړۍ ته پسې ادامه ورکړه .په تاکې زه د نورو ژبو د ښوسفرنامه ليکونکوټولې نخښې وينم .کمره اوقلم د هر چا لاس کې وي خو کله چې عابد غوندې يو هنرمند ته په لاس ورشي نو همداسې شهکارونه پنځوي .دشپون ص
د ګل رحيم نيازمن حوصله
راليږونکی :نیازمند راليږونکي پته :niazman@gmail.comنيټه : 15-06-2008عابد صیب سلامونه می ومنه بخښنه غواړم چی په نیت کیفي کې یم او پشتو فونټ نه شته خو ستا لنډکۍ سفر نامه مې له سره تر پایه څلور برخې ټوله ولوسته ښه دې لیکلې او ښایسته دې لیکلې وه په زړه پورې وه. نيازمن صاحب حوصلې ته دې سلام چې دومره دومره اوږده ليکنه دې څلور واړه برخې لوستې ده. دا چې تاسې خوښه کړې ده کور مو ودان. ماته مو دا حوصله راکړه چې که زه د هيواد نورو ولايتونو ته ورته شاعرا
د عبدالنافع ثناليک او غزل
ډېرمحترم، دروند او قدرمن عابد صاحب!د سلام او احترام په وړاندي كولو.ستاسو شاعري خو مي لا پخوا لوستې وه چي ها د چاخبره پرې مئين وم. اوس چي مي ستاسو وبلاګ ولوست، نو په رښتيا چي توره كوئ.خداى مو راته ژوندي، فعاله او خوشاله لره.دا دى زه هم خپل يو غزل درلېږم څو كه ئې وړتيا درلوده، پر ليكه ئې كړئ. لېمې مي ډكي پېمانې دي په شوګير د سپوږمۍرڼې چينې دي پكښي وګوره تصوير د سپوږمۍما ئې درشل ته د لېمو كچكول په سوال ونيوىپكښي د اوښكو ستوري واچول امير د سپوږمۍبې شمېره ست
دعابد خاطرې
خاطرې باید وویل شي، ځکه خاطرې د انسان په ښېښه یي زړه کې هغو رنګینو کبانو ته ورته دي که صندوق مات شي دوی هم مري. خو که له دغه ښېښه يي بکس نه لوی دریاب ته وغورځول شي ښايي تر یو وخته له خپلو همنوعانو سره ژوند وکړي. راځی د عابد صیب پر خاطرو د بحث کولو پر ځای اول لږ دلته تم شو چې خاطرې څه ته وايي، ولې یې خلک خوښوي؟ خاطره د انګریزۍ د Memoir په مانا ده او په طبیعت کې د ځان په اړه یو څه لیکلو ته هم خاطره وایي چې په انګریزي کې یې autobiographical in nature او په دري کې ( خود زنده ګي نامه
د عابد خاطره
عابد صيب ستا خاطره مې ولوسته، ډېره خوندوره وه، څو ځله يې وخندولم خو ځان به مې راټينګ کړ چې نور ملګري ونه وايي چې دی ولې له ځان سره خاندي؟ او ډېر خوند مې هم ورځنې واخيست.ستا خاطرې او لنډې کيسې زه ډېر په شوق لولم، زما ډېرې په دې خوښېږي چې يو قسم مزاحي رنګ لري.زما تبصرې ته دومره عادي ونه ګورې، زه ګوره ای دومره په اسانه د چا په ليکنه تبصره نه ليکم، خو ستا خاطره ډېره زوروره وه چې په دې تبصره مې يې وخت ضايع کړ، هو!! په دې هيله چې د قلم، فکر او استعداد باز دې تل همداسې اوچت الوت وکړي
راليږونکی :نیازمن
گران عابد صیب سلامونه مې ومنه عابد صيب ستا خاطرې هم دومره خوږې دي چې ما خو ان پيښور ته وړي د يو ملګري سره نيټ ته ناست وم ستا خاطره مې لوسته هغه تادي کوله خو چې مې ټوله ولوسته نو له خندا شين و او ويل يې نور يې څه نه دي ليکلي کاميابي دې غواړم. نيازمند صاحب ښې چارې!دا چې تاسې ته زما خاطرې خوند درکړی، نوش جان مو شه. داسې بلا نورې ډېرې خاطرې هم لرم چې تر اوسه مې نه دي ليکلي، چې انشاالله وخت پر وخت به يې ليکم. او ملګري ته دې ووايه چې زما په بلاګ کې په ظريفو ټوکو
د عارف وصال مينه
اسلام علېکوم ګران دوست عابد جانه يو عرض لرم هغه داچی زه هميشه ستا سوکوشش ګورم تاسو هميشه نه ستړی کيدونکی خدمت کوئ .عرض دادې که وکولاې شی له سېګريت څکولو ډډه وکړې، نو زما په څير به دې ډېر دوستان خوشحاله کړي وي. په درناوی ستا سوناليدلی دوست عارف وصال فرانکفورت المان ???ستاسو دجواب په هيله عارف جانه وروره تر هر څه د مخه ستاسې له مينې نه ډېره مننه. زه فکر کوم چې دغومره به زه د خپلې ټولنې له پاره د خدمت وړ نه يم لکه څومره چې تاسې او ستاسې په څير نور دوستان فکر
د فاطمه رسولزۍ وړانديزونه
د بلاګونواو ويب سايټونوچلوونکو او محترمو پښتو ورونو او خويندو. السلام عليکم که څه هم پخپله ليکواله نه يم خو د پښتو ادب سره مې له کوچنيوالي علاقه لرله. کله به مې چې پلار د القلم مجلې کور ته راوړلې نو پاڼه په پاڼه به مې لوستلې او د مجاهدينو د برياليتوب کيسو او شعرونو يې ډير خوند راکاوه. اوس چې په کابل کې په يوه دفتر کې دادارې مديرې په توګه دنده لرم نو دا فرصت راته برابر شوی چې نه يوازې هر نوی پښتو کتاب مطالعه کړم بلکې د پښتو ویب سايټونو او بلاګونو له لارې هم
د ډاکټر لٌطيف ياد، يادونه
ګران عابد صا حب!سلامونه مې ومنئ،کله مې چې ستا سو په ويب سا يټ کې د چپرهار د ما ڼو کلي ښکلي انځورونه وليدل نو خپل ما شو متوب را په ياد شو چې دخپل خدای بخښلي پلار سره د هغه د ترور کور ته چې د ما ڼو په کلې کې و تللی وم ٠که څه هم زه د چپر هار د ددولتز يو دکلي او سېدونکی يم ،خو ماڼو ته دا زما لو مړنی او وروستنی سفرو٠ښه مې په ياد دي چې هلته مې داوړي دمو سم يوه د خا طرو نه ډکه شپه تېره کړه او ښه پر ېمانه تو تان مې و خوړل ٠زما ښه په يا ددي چې زما د پلار د ترور زامنو هر يوه زين ګل او دېدار څو مره په م
د عبدالقديم پتيال مينه
راليږونکی :عبدالقديم پتيالد راليږونکي پته :Q_Patyal@yahoo.comنيټه : 04-05-2008 د ښاغلي عابد په باب ډېرو دوستانو بېلابېل نظرونه ور كړي ول او ډول-ډول ستايني يې كړي وې، خو دلته زه د عابد صاحب ستاينه نه كوم، بلكي كورودانى يې وايم چي دغسي يو بلاګ يې ځانته جوړ كړى، چي د دوى د ښه ذوق استازيتوب كوي. كورودانى يې ځكه وايم چي له دې ډېر وخت راهيسي مي له قلم او كتاب سره خپله مقاطعه اعلان كړې ده او حتى اوس دې حالت ته رسېدلى يم، چي په خداى كه د پښتو ادب سر او سربند لا راته معلوم وي، هسي
دا به څوک وي؟
نه ستړی کیدونکی او مېلمه پال کوربه ! له کمکیانو سره کمکی ، د ځوانانو سره ځوان او له زړو سره زوړ.د ادب د میدان جانان !د ساده ښکلا خیال پنځونکی او نوښتگر شاعراوکیسه مار!د بهیر د دریځ پخوانی خوږ ژبی ویاند ! د سکاڼې غنمرنګې ښکلا ساده باده انسان!ستاينه یې ډیر دروند کار دی . د کوډگرو او زړه راښکونکو الفاظو کارول د هر چا د وس خبره نه ده چې په چا کوډې وکړي او راخپل یې کړي .مگر دی په تش یوه خوله خندا هم نیغ زړه ته ننوځې او بیا د یارانو یار شې