له ما نيولې تر نورو ډېرو هغو پورې چې په ځان پسې غټ غټ نومونه، علمي او .. رتبې او نور القاب راکش کاږي، کله چې په خبرو راشو، نو په نورو به سل او زر نيوکې کوو، نور به په سل او زر معقولو او غير معقولو دلايلو ملامتوو، نورو ته به د يوې پر ځاى اته او نهه ګوتې نيسو، خو يوه ورځ مو هم په خپل ګرېوان کې سر کښته نه کړ، چې ښه ما دې ولس ته څۀ کړي دي؟ د کوم غريب، د کوم معيوب او د کوم بېچاره په درد دوا شوى يم؟ کله کله موږ بيا هماغسې لکه د نورو د ملامتۍ لپاره چې سل او زر دلايل پيدا کوو، د خپل ځان د برائت لپاره هم سل او زر دلايل پيدا کوو او غواړو چې د خپل نه خدمت پړه هم په نورو واچوو، زه بيا هم اعتراف کوم چې په دې برخه کې اول زه ملامت يم، اول زما ملا ماته ده او بيا په ما پسې د ډېرو نورو.

زه نه غواړم چې دلته نورې خبرې وکړم، بلکې غواړم د يو داسې عمرخوړلي ځوان د خدمت له احساس او جذبې سره خپله جذبه او خپل احساس شريک کړم چې له فيسبوکه نيولې، تر شعر، ليکنې، ناستې ولاړې او تر دې چې د ژورناليستيکي دندې پر مهال هم د افغان انسان غم ورسره دى او غواړي چې خير يې افغان انسان ته ورسېږي. دا عمر خوړلى ځوان دا کار په ډېر کم مصرف، په ډېر کم وخت کې او په ډېره اسانه کوي او اوس يې د خدمت دغې جذبې د يوې غير رسمي خيريه ادارې بڼه خپله کړې ده. تاسې به په پاکستان کې د (ايدهي ويلفير سنټر) نوم اورېدلى وي، دا سړى د افغانستان ايدهي دى، د دې سړي لاس نيول په کار دي، د دې سړي تر شا ودرېدل په کار دي، دې سړي ته په زرګونو ځله شابسى ورکول په کار دي او دا سړى تر هر چا ډېر زيات نازول په کار دي.
دا ځوان او دا سړى خوږ انسان، خوږ او خاکساره ملګرى، په هېواد مين افغان، شاعر، ليکوال، وياند، ژورناليست، خدايي خدمتګار، د ځوانانو هڅوونکى او مينه وال ښاغلى باز محمد عابد نومېږي. د عابد صاحب په شعر، ليکوالۍ، ژورناليستيکي خدماتو ممکن ډېر خلک خبر وي، خو عابد صاحب چې په دې وروستيو کې د فيسبوک او خپل وېبلاګ له لارې څومره لوى لوى کارونه او خدمات کړي دي، فکر نه کوم چې ډېرو غټانو له خپلو غټو غټو نومونو او امکاناتو سره سره هم کړي وي. ښاغلي عابد د هېواد د تکړه شاعر او ژورناليست ښاغلي شرر ساپي د درملنې پر مهال چې د هغه لپاره څومره مرستې راټولې کړې او په څومره اخلاص او مينه يې د هغه تر کورنۍ ورسولې، نو سړى به ورته هک حيران شو، همدارنګه د ايوب استاد د درملنې لپاره ښاغلي عابد خپله د فيسبوک پاڼه وکاروله او د هغه د درملنې لپاره يې هم د ډېرو ملګرو او دوستانو مرستې راټولې کړې. د دې تر څنګ يې ډېر ورک شوي خلک د فيسبوک له لارې له خپلو کورنيو سره يو ځاى کړي دي، د ډېرو ورکو شويو پيغامونه يې خپلو کورنيو ته رسولي دي. هغه بله ورځ مې يې په فيسبوک کې تصويرونه وليدل چې له ملګرو څخه يې مرستې تر لاسه کړې وې او بيا يې له پېښور څخه ټاير لرونکې څوکۍ يا بايسيکلونه راوړل او په جلال آباد ښار کې يې پر هغو معيوبو ووېشل چې تر اوسه پر ځمکه څښېدل، اوس مې ولوستل چې عابد صاحب ويلي دي چې زما راوړې څوکۍ همدومره وې او خلاصې شوې، نور ملګري دې نورې مرستې وکړي ځکه چې ډېر نور معيبوبين هم راته په تمه دي. دا يو ډېر لوى کار دى، دا يو ډېر لوى خدمت دى، او دا لوى کار او خدمت احساس او جذبه غواړي چې له نېکه مرغه زموږ عابد صاحب يې لري.
زه چې محترم عابد صيب څومره پېژنم، يو ملنګ انسان دى، خاکساري يې دومره ده چې په مشر ځان هر ځاى کې ځان کشر ګڼي او د خپلو اولادونو په عمر ځوانانو ته په ډېر احترام د هغوى نوم اخلي او ارزښت ورکوي، خو د افغانيت غرور يې هم دومره دنګ دى، چې د ډېرو تش په نامه لويو خلکو خولۍ ورته له سره لوېږي. عابد ژورناليست دى، خو د نورو ژورناليستانو په څېر يې نه خېټه وکړه او نه يې هم خپل زوړ سايکل په موټر بدل کړ، دا ځکه چې عابد حلال او حرام پېژني او پر دې هم پوهېږي چې خپله ژورناليستيکي دنده يې ورته له چا سره د څومره نږدېوالي اجازه ورکوي؟
عابد صاحب اوس له هېواده بهره ځينې ملګرو او دوستانو هڅولى دى چې خپل دغه ډول خيريه خدمات جاري وساتي او هغوى به ورته د دوامداره مرستو يو سيستم برابر کړي، دا خبره هم ماته خپله عابد صاحب وکړه او هغه په دې ډېر خوشحاله دى چې د يو نېک کار بنسټ يې کېښود. په دې هيله چې د عابد صاحب دغه خيريه اداره هم د ښاغلي عابد صاحب په نوم و نومول شي او د مرستو دا سيستم ورو ورو پراخه شي، ټول هېواد بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته يې هم څانګې وغځېږي، هېڅ ناشونې نه ده، يوازې د عابد صاحب ملا ورتړل غواړي او دا کار تر هر چا دمخه او ښه موږ او تاسې کولاى شو.