د احمد بختيار ساحل لیکنه

(بازمحمد عابد، فضل سبحان عابد، ابراهيم عابد، هستي ګل عابد او مطيع الله عابد) (( لو دى د لونګو )) د شعرونو هغه مجموعه ده، چې ما ترې ډېره شاعري ياده کړې وه، او ددې شعرونو خالق مې په زړه کې يو خاص ځاى درلود.

هڅه مې کوله ، چې د بازمحمد عابد ټوله شاعري ولولم ، هغه سره کېنم ، ملګرتيا ورسره وکړم او په شعري نړۍ کې ورسره يو ځاى قدمونه ووهم.
هغه مهال د کتاب اخستنې فرهنګ ډېر دود، نه و بلکې د کتاب پټوونې فرهنګ ورځ په ورځ غوړېده .
ددې لارې خپل سرلاري کسان و، چې هر چاته به يې لارښوونه کوله، خو ددې ډګر ښکار شوي په پېښور کې اسدالله دانش او  په ننګرهار کې نصير مومند و . دوى کتابپلورنځي لري که غل به يې ليدلى هم و، نو غږ به يې نه کاوه.
تاسو به حيران شئ ، چې د باز عابد سره د کتاب د پټوونې مسله څنګه وتړل شوه . په همدې اړه د عابد صيب يو راز له ما سره خوندي دى، خو نه غواړم ، چې هغه تاسو ته ووايم . د مثال په توګه يې يادونه اړينه ده ، چې د دانش کور يې يو مهال وران کړى و او دا کيسه مې بيا ځکه ياده کړه، چې د مياعمر ليسې له کتابتون څخه مې د عابد صيب ذکر شوى کتاب پټ کړى و .
بلاخره زما شعري ذوق او لېوالتيا تر دې راورسېده، چې د کتابونو غلا مې هم شروع کړه او د مشاعرو په کنجونو کې مې برخه اخستنه هم پيل شوه .
له باز عابد سره زما د ليدلو تلوسه ورځ په ورځ زياتېده، دا يو حقيقت دى، چې عابد صيب د ښه غزل ښه شاعر تېر شوى او هر لومړنى ځوان دده په شاعرۍ لومړنى شخوند وهي . د عابد صيب د شعر رواني، هنر او ساده ګي دومره مزه داره ده، چې زما په شان ځوانان يې ځان سره تر دې دمه ساتلي دي . 
بلاخره کله چې کابل ته لاړم او د افغان ادبي بهير په مشاعره کې مې ګډون وکړ ، نو عابد صيب مې په کې وموند، ډېر دروند خوى يې راسره وکړ ، دومره ترې خوښ شوم چې نور هم راته ګران شو ، زما لومړنى غزل يې رانه واخيست او د افغان ادبي بهير په ويبپاڼه کې يې خپور کړ .
باز عابد، چې شپون صيب په تور عابد ياداوه ، په خپل ژوند کې ډېرې سختۍ ګاللي ، دده خزان رنګ ، او بايللې ځواني دده د فقر او بې وزلۍ يوه نښه ده، خو هېڅکله بې غيرته او ناځوانه نه دى پاتې شوى .
هم يې ياري پاللې او هم يې خواري . باز عابد د ژوند په تېرو څلوېښتو کلونو کې ايله دا دوه کلونه له ژونده خوند اخلي ، چې اوس يې د دندې له مخې په سترګو رڼا شوې ده . خو  که يو حقيقت ووايو د باز عابد خدمت او دده دملګرو صداقت سره نه جوړېدل ، خو د اجمل اند وروستى کرامت دده په اړه د ستايلو دى .
زه په ادبي کړۍ کې داسې ور ښکېل شوم ، چې د ژوند نورو بې ادبيو ته مې بيخي پام نه ور ګرځېده . په شعري دونيا کې مې د هرې سيمې شاعران و پېژندل او ومې لوستل .
د فضل سبحان عابد سره مې اړيکه هم له همدې لارې پيدا شوه ، تر ننه  مې نه ليدلى او نه راته معلومات شته ، چې چېرته اوسېږي ، خو  زمونږ د ادب او زړه رابطه کلکه ده .
د فضل عابد لومړنى کتاب ، چې کله خپور شو ، نو ( لېونى موسم ) نومېده په کتاب کې ښه شاعري راټوله شوې وه، يو نيم ځاى په کې د سايل په څېر له عيبونو ډکه شاعري هم شوې وه ، خو هنري اړخ يې بيا ترې پياوړى و .
په دې کتاب کې د يوه غزل مطلع داسې شوه، چې ما به په هره مشاعره کې تر شعر وړاندې ويله هغه داسې وه :
په جدايۍ به دې درديږي اخر زړه دى که نه 
په تاپسې ، خو به خوږيږي اخر زړه دي که نه 
زما يو عادت دا دى، چې په کتاب ليکل شوې سريزه نه لولم ، خو چې لږ وخت تېر شو د  فضل عابد په کتاب مې د سايل ليکل شوې سريزه ولوسته .
د سايل صيب ، چې څومره هنري تله درنه ده هغومره يې د بې هنره کارونو تله هم درنه ده ، نه غواړم ، چې د سايل صيب  په شان کې کومه ګستاخي وکړم ، خو په دې کتاب يې ليکل شوې سريزه له ځان غوښتنې دومره ډکه ده، که سريزه يې ولولئ ، نو د عابد شعر به هېڅ خوند در نه کړي .
سايل صيب ويلي ، چې عابد يې شعرونه ليکل او شاعر يې ترې جوړ کړى او اکثره دده په لاره روان دى ، خو د سايل سره ناستې ماته له زړه غورځول شوى عابد بيرته ګران کړ دا چې ولې له سايل سره کينئ بيا درته پته لګي .
فضل عابد په خپله سيمه پښتونخوا دومره مين پاتې شوى ، چې په يوه حالت کې يې هم له پامه نه دى لوېدلى او هر ډول سندرې يې ورته ويلي .
کله چې پېښور په مزو کې و ، نو عابد ويلي و : 
منم ښايسته ښايسته ښارونه شته دى
خو دى په ټولو باندې بر دى که نه 
د هر ځاى خپل خوندونه خپلې مزې 
خو پېښور ، خو پېښور دى که نه 
ددې خوښۍ ډېر وخت نه و تېر ، چې عابد بيا دا نظم وليکه :
په پېښور کې پرهر مه جوړوئ 
لا د کابل پرهر ورغلى نه دى 
عابد همدې مينې او خپل هنر په لر او بر پېژندلى دى .
زه ، خو په ډېرو خبرو خوښ يم ، خو په دې يوې بيا ډېر خوښ يم ، چې زما له هر ډول وګړي سره ملګرتيا ده ، نو ځکه راته کمالزى هم وايي ، چې ساحل ته د مزار فارسيوانان ، د کچه ګړۍ لوفران او مونږ شاعران يو ډول حيثيت لرو . دا د هغه يوه ټوکه ده ، چې له ما سره يې کوله ، خو ملګرو ته يې ډېر خوند ورکاوه .
زما د ګرځېدو او سر شارۍ څه نور ملګري و ، چې له هغوى سره بيا د يو بل عابد ملګرتيا وه دا ابراهيم عابد نومېده .
ابراهيم عابد د اوومې ويالې د کچه ګړۍ په بازار کې له خان اغا سره خياطي کوله . دلته ورسره د ډېرو خلکو ساعت تېر و .
يوه ورځ په دې دوکان کې زه ولاړ وم ، چې عابد راغى ايله د غرمې وخت و ، زه په روانېدو وم ، عابد ته خندا هم ورتله ، لکه خان اغا يې چې په حالت خبر و ترې ويې پوښتل څنګه چل دى ؟
عابد په دې مسلو کې ډېر بې شرمه سړى دى ، نه ګوري ، چې څوک او څومره خلک ولاړ دي ، خو د زړه خبره خامخا له خولې راوباسي .
عابد ، چې خپل بايسکل ودراوه ، خوله يې بېرته کړه : (( والله هغه کوڅه کې روان وم ، يوه ډله خلک مې وليدل ، چې په يوه کور ور ننوتل ، ما داسې فکر وکه ، چې دلته کوم واده يا خيرات دى ، ما هم بايسکل ودروو او ورسره کور ته ننوتم ، ناست وم ، چې ډوډۍ به راشي ، خو يو ټيم کې ګورم ، چې د دسمال خبرې روانې دي ، دلته مې په زړه کې ويره راغله ، چې عابده بچى والله غلط شوى يې ، په همدې کې و ، چې دکور والله له نورو خلکو نه پوښتنه وکړه ، چې دا نوي کسان که معرفي کړئ ، چې څوک دي ، هغه مشر يې چې څوک و يو دوه کسه يې معرفي کړل ، خو کور والله ورته بيا وويل ، چې دا بل ورور مې ونه پېژنده ، دلته ، نو زه نور هم را غونج شوم ، خو ما هم ور خيز کړل او هغوى مې پوښتنې ته پرېنښودل او ورته مې وويل ، چې والله ډېر وږى شوى وم او تاسو مې چې وليدۍ ما ويل دلته خير کوم واده دى او زه هم راننوتم ، چې ډوډۍ وخورم دا ، چې د دسمال مسله ده زما بايسکل راوړئ او زه ځم ، خو خلک ښه و زما کيسه يې واورېده او ډوډۍ يې راوړله ، چې ومې ليدل بانجان و ، دوه مړۍ مې وکړې او بيرته ترې راغلم )) 
ددې کيسې په اورېدو مو ډېر وخندل ، رښتيا هم په ابراهيم عابد کې د تمثيل او کمېډۍ غټ استعداد پروت ، او دغه دى له همدې لارې يې نن ټول افغانستان پېژني . دغه دى اوس مهال په لارو  او کوڅو کې په خيراتو پسې نه بلکې د خلکو په مينې پسې ګرځي .
د عابدانو په دې لړۍ کې بل عابد هغه وخت ملګرى شو  کله ، چې افغانستان ته کرکټ راغى. خداى شته ، چې د کرکټ په راوستو او اوج ته په رسېدو کې د هستي ګل عابد او ورونو غټ لاس و . خو هستي ګل عابد داسې يو انسان دى ، چې د کيسې د پيل کرکټر و ، خو  د کيسې د پاى اتل بل څوک شو .
د کرکټ مينه وال ورځ تر بلې زياتيږي که څه هم ورځ تر بلې زمونږ د کرکټ ټيم مخ په زوال دى ، دغه زوال د لوبغاړو نه دى بلکې د  لوبغاړو د مشرانو دى .
کله ، چې له سويلي افريقې څخه افغان ټيم بيرته هېواد  ته راستون شو ، نو کابل ته محصلين لاړل د لوبغاړو د راستنېدو پر مهال محصلينو يواځې هستي ګل پېژانده او هغه يې تر اخره په اوږه  کړى و .
عابد دومره مشهور شو ، چې له کندرهاره ،  ننګرهاره ، کندزه ، خوسته او نورو سيمو خلک د ليدلو  لپاره کابل ته ورتلل .
عابد ځکه شهرت ته ورسېد ، چې د ډيويژن سياليو په يوه پاى لوبه کې يې ټوله لوبه په يواځې ځان ګټلې وه .
يوه ورځ داسې هم راغله ، چې عابد له ټيم څخه کينول شو اوتر لانجو دنګلو وروسته يې په کليد راډيو کې کمېنټري کوله ، زمونږ او ډېرو مينه والو خوا پرې بده وه .
د قدرت کارونو  ته ګوره ، چې په  کرکټ کې د عابد صيب شهرت زيات و ، خو دولت ته په کې حميد حسن ورسېد.
خو د هستي ګل عابد هلې ځلې په دې برخه کې د ستايلو او يادولو وړ دي ، تر ننه پورې لګيا دى د ملي او نورو ټيمونو لپاره لوبغاړي روزي .
زه ، چې کله د کرکټ مينه وال شوم ، نو راډيو اورېدل مې هم عادت شول کليد راډيو د کرکټ ډېره ښه کمېنټري وړاندې کوله ، هره مياشت به د کرکټ له امله په جلال اباد ښار کې ميلې وې او ورځ تر بلې به د کرکټ مينه وال لارو او کوڅو ته د لوبو لپاره راوتل .
يو مهال داسې شوه ، چې زه د پوهنتون دوهم صنف ته ورسېدم او د ژوند روزګار ، نور ، نو ددې نه و ، چې يا کمېنټري واورم او يا کرکټ ته چکې ووهم ، خو ښه ملګري هر ځاى کې ښه وي ايمل مړوند ، عبدالله سهار او بريالي وياړ په شين زور په شفيق همدرد ومنلم او ديوې اوونۍ په منځ کې د کليد  راډيو پروډيوسر شوم .
ما ډېره هڅه کوله ، چې د خراب روزګار له وجې له راډيو اورېدو او کرکټ کوله لرې پاتې شم ، خو الله همغومره ور نېږدې کړم .
زما د دندې يادول دلته دومره اړينه مسله نه وه ، خو تاسو لږ نور هم راسره تم شئ او يو بل نکل درته کوم د همدې ايمل مړوند د ماما يو زوى دى او مونږ يې په قومندان يادوو ، هغه چې هر ډول مجلس درسره وکړي ، نو جاويد زمان او امان خيرى په کې خامخا ياووي، بيا ملګري ورته وايي ، چې قومندان بيا قاچاق تېر کړل .
زما د دندې يادونه ځکه اړينه وه ، چې ترې ورورسته ما يو بل عابد ( مطيع الله عابد ) و پېژانده .
عابد صيب په امريکا غږ کې د ماښام اتو بجو خپرونه چلوله دغه خپرونه به اکثره سياسي وه ، ما او پلار مې اورېده .
دغه دى نن ، چې زه په کليد کې د کرکټ د وړاندې کولو دنده په غاړه لرم او کرکټ هم د بايلات او خرابات مرحلې ته رسېدلى ، نو مطيع الله عابد صيب هم په کې دلچسپي پيدا کړې ، خو نه پوهېږم ، چې دده راتګ او که د نسيم دانش راتلل کرکټ ته په بده شوه .
دا مې شوخي وکړه .
عابد صيب د پېښور په سيمه کې راټوکېدلى او هملته يې زدکړې هم کړي د مسلک له پلوه له ژورنالېزم سره ژوره اړيکه لري .
خو ګورئ عابد صيب له اره بيا کندوزى دى . دغه عابد دومره په وطن مين دى ، چې هره مسله دومره په رنګينو الفاظو خلکو ته وړاندې کوي ، چې خامخا د خلکو پام ور اړوي . د قلم نرمښت او دده د الفاظو زړښت دومره ښه ملګرتيا کوي ، چې سره يو ځاى شي ، نو نوښت ترې جوړ شي .
د يوه کال دننه دننه يې دومره څه وکړل ، چې کرکټ بورډ يې دېته قانع کړ ترڅو ورته د کال د غوره ژورنالست ايوارډ ورکړي .
ددې ادارې صفتونه هر چا وکړل ، خو له عابد سره ، چې کوم الفاظ و هغه بل چا سره نه و . له همدې امله يو شمېر خلک هم په عابد صيب دا نيوکه کوي ، چې په هره مسله ډېره ژوره ليکنه کوي ، چې د لکينې ارزښت له منځه ځي او د خلکو په وينا ، چې کرکټ بورډ عابد اخيستى . داسې نه ده د ليکنې ارزښت دا نه دى ، چې سړى دې ليکل نه کوي ، ډېر ليکل ډېر خوند کوي او څوک يې ، چې ښه ليکي هغه ، خو دې هر څه ليکي او بله مسله دا ده ، چې عابد نه اخستل کېږي .
عابد صيب ځکه د ستايلو دى ، چې د يوه کال په اوږدو کې د کرکټ بورډ په څېر په زړه کلکه اداره دې ته قانع کړه ، چې ايوارډ ورکړي ، خو مونږ په دې څو کلونو کې قانع نشو کړاى په هر صورت مونږ به نوره خواري کوو او دې عابدانو ته اوږد ژوند او نور ښه کارونه غواړو.
٢٤ _ نومبر _ ٢٠١٢