تيره شپه ترکزي صيب فون وکړو او له مخې سره يې راته وويل چې ظفر کريمي له کراچۍ نه راغلی، خوښه دې نه ده چې سبا پرې چارصده وګورو. او ورسره سم يې دا لالچ هم راکړو چې تيره هسې نه هم تيره ورځ دې د سليم راز صيب د ليدو خبره کوله، که سبا وخت لرې، په دې بهانه به کريمي صيب ته چکر هم ورکړو او ته به له راز صيب سره مرکه وکړې.
ما وی سمه ده خو روژه ماتې به په هر صورت پيښور ته رارسوو. هغه د دې خبرې ذمه وارې واخيسته.
په سبا د دوشنبې ورځ او د روژې پنځه ويشتمه نيټه وه. ما هم د سهار له نهو بجو نه د تګ تابيا وکړه. مورجانې ته مې وويل چې زه له ملګرو سره چارصدې ته ځم. هغې په دعا رخصت کړم.
زموږ له کوره تر قصه خانۍ بازار پورې زما په پښو شل مينټه مزل دی. او زه د دې مزل سره د اسد دانش د خپرندويه ټولنې له برکته له تيرو شلو کلونو راهيسې اشنا يم. په دې ورځو کې زما د کلتوري راپورونو يو کتاب د چاپيدو په درشل کې دی. ما وی څو چې راباندې شهنواز ترکزی غږ کوي، نو زه به له ذبيح الله شفق سره د ډيزان کارونه تر سره کړم. خو کله چې دفتر ته ورسيدم، نو شفق جان لا نه و راغلی. تر لس نيمې بجو مې ورته انتظار وکړو.خو رامالوم نه شو. موبايل ته مې پام شو چې زونګ کنکشن ستن نه ورکوله. په زړه کې راوګرځيدل چې که ترکزي صيب راته په دې دوران کې فون کړی وي، نو زما نمبر خو به بند ورتلو. سودا پسې واخيستم او چې ډکي نعلبندي کوڅې ته راووتم، نو په موبال کې مې د زونګ ستن راښکاره شوه. ترکزي صيب ته مې فون وکړو. ظفر کريمي واخيست او له مخې سره يې وويل ماما ترکزی خو دننه دی، ته چيرته يې موږ ستا په لور حرکت درکوو.
ما ويل خيبر بازار کې يم. په کې ترکزي فون واخيست او راته يې وويل چې ته داسې وکړه چې پيښور سنټر جيل ته راووځه، په دې دوران کې به موږ هم درسيدلي يو.
زه چې سنټر جيل مخې ته ورسيدم، هلته د اودريدو لپاره هيڅ سيوری نه و. ورسره جوخت سي اين جي پمپ ته ورغلم او يوه سيوري ته څو سيکنډه لا نه وم دمه شوی چې ترکزی او کريمي په کرولا موټر کې راورسيدل، له روغبړ وروسته يې ويل چې راز صيب ته فون وکړه چې موږ درغلو. ما هم موبايل راواخيست او راز صيب مې په ټيلفون راپيدا کړو. ويل يې مانسهره کی يم او تاسو هم راشیء ډيره ښه هوا ده. ما وی استاده زما قسمت خراب دی چې کله هم ستا د ليدو ارمان وکړم، تاسې په چارسده کې يیء او چا د چارسدې د تګ نيت وتړم تاسو په کې مانسهرې ته تللي يیء.
هغه زما دهغه د ليدو د ليوالتيا سبب وپوښت. ما ورياد کړل چې په ادبي تنقيدي مسايلو مې درنه د مشال راډيو لپاره نظريات په کار دي، هغه وی هر څه به وشي خو تاسو يوې شپې له مانسهرې ته راشیء، زه خو د ګرمۍ له وجې په مانسهره کې ديره شوی يم.
راز صيب ته مې د خپل نه ورتګ وجوهات په ډاګه کړل او خدای پاماني مو سره وکړه.
په دې وخت کې موږ د پيښور بالاحصار مخې نه تيريدو چې ترکزي صيب ته مې وويل چې د چارسدې تګ کنسل شو، دلته نيږدې سيند غاړې ته ورځو او تر ډيره هملته پاتې کيږو. هغه وی سمه خو د شبقدر نه ها مخته منډا کيمپ درباندې نن ګورم. د منډا کمپ د نوم له اوريدو سره راياد شول چې څه ډير کلونه پخوا چې زموږ کاموال خپلوان په منډا کې اوسيدل، د يوه واده په مناسبت د کورنۍ له نورو غړو سره تللی وم. په کوربنو کې يو تن چې اختر ګلاب نوميده، راسره يې ډيره مينه وښوده او هغه د چا خبره ګرد رانه ګرځيده، دانو داسې وخت و چې د وحدت ورځپاڼې له لارې به کله زما يوه نيمه ليکنه او يا يو نيم غزل چاپيدا او هم به هغه سملاسي مشاعرې ما وحدت ورځپاڼې ته چمتو کولې چې موږ يعنې کاروان، سالک، نثار، شاه سعود، حنيف خليل صاحبانو به سره کولې.
اختر ګلاب د زاړه واسکټ له جيبه وحدت ورځپانه چې ديره منظمه يې قات کړې وه راواخيسته او زما مخ ته يې وغوړه. ويل يې چې د څو کلونو راهيسې هره ورځ وحدت اخلي او ټولې ګڼې يې ساتلي دي. دا هم نننۍ ورځپاڼه ده. کله چې په کې ستا کومه ليکنه يا شعر چاپ وي نو نورو ملګرو ته يې هم لولم او ورته وايم چې دا شاعر زما خپلوان دی.
اختر ګلاب راته ويل چې دې هم کله کله شعر ليکي. څو شعرونه يې راته په منډه له حافظې نه وويل. نسبتاٌ ښه شاعري يې کوله. يو بيت يې اوس هم زما په ياد دی چې په ډيره خواره خوله يې راته داسې وويل.
بيلتون ټوله دنيا چاڼ کړه چې ونه شو
په تپوس د اخترجان منډا ته راغلو
ما ته يې دې شعر ډير خوند راکړی و. دا ټوله صحنه مې په څو شيبو کې د ذهن په پرده تيره شوه. او ترکزي صيب ته مې ويلې چې سمه ده د منډا لاره ونيسه. خو د فردوس سينما نه د باچا خان چوک پورې کابو شل مينټه د موټرو په بنده لاره کې ونښتو او ګرمۍ ښه پاخه کړو. خو کله چې ترکزي صيب چارسده روډ ته شو نو ايله په کې سا وغوړيده او نيغه يې د منډا لاره ونيوله. ما طمه لرله چې کريمي صيب به په لاره خامخا دا وايي چې دا کوم ځای دی او دا کوم ځای دی خو چې تر بخشو پله پورې يې غږ ونه کړو نو خزانه شوګرميل سره ګرځيدلي سرک باندې مې نظر ونښتو او کريمي صيب ته مې وويل چې دغه لاره خراسان کمپ ته تللې ده. په دې کمپ کې په زرګونه د افغانستان اوزبکان ميشتې دي چې ټولو ته يې پاکستاني هويت ورکړل شوی دی، هغه له مخې سره وويل چې هرمندې کورنۍ به وي ما وی هو نر او ښځې افغانۍ غالی اوبدي.
ورسره خوخت د خزانې کمپ مې ورښوده چې د دوه سيندونو په منځ کې دی او څو کاله سر په سر پرې اوبه راختلې وې خو دې افغانانو بيا هم ټينګ کړی دی. هغه سر وښوراوه او څه يې ونه ويل.
شبقدر ته چې ورسيدو، نو ترکزي له مرکزي چوک نه څو لارې راوښودې چې يوه يې مومند ايجنسۍ ته غځيدلې وه، بله يې دير او ملاکنډ خواته او دريمه يې مټې او منډا کمپ ته غځيدلې وه. موږ د مټې لاره ونيوله. ترکزي به شبقدر کې هغه ځايونه راښودل چې وخت په وخت په کې ځانمرګي بريدونه شوي وو. له شبقدر نه مو چې شمال خواته ښه شيبه مزل وکړو، نو د مټې په بازار کې د دوړوکي نهر په غاړه يې د کډيو ماشينونه راوښودل چې مامتا او پټوان څادرونه په کې جوړيږي، زموږ قسمت ښه نه و ټولې کډۍ بندې وې، يوازې ماشينونه يې ولاړ و. که نه ترکزي صيب زړه کړی و، ويل يې چې دواړه د باچاخان د فلسفې لارويان ياست يوه يوه جوړه خامتا درته اخلم.
د مڼدا تر کمپ پورې ټوله لاره مو په ابادۍ کې ووهله، په لاره ما ته تيرو پنځلسو کلونو نښې نښانې ځکه ښکاره نه شوې چې ډيره زياته ابادي شوې وه. او په زړه پورې يې دا وه چې يو غټ نهر له اباسين څخه رابيل شوې و چې تر شبقدر ډيرۍ پورې ځمکې يې خړوبولې. کله چې منډا کمپ ته ورسيده، ترکزي ته مې وويل چې موټر ودروي چې د کمپ تصوير اخلم.
د منډا کمپ همغسې و لکه د هجرت په اوايلو کې چې ما ليدلی و. همغسې له شګو او خارو نرې نرې ديوالونه چې له هر بارانه سره پسې مينيږي، او وخت په وخت لنډيږي تر دې چې د کوټو سرتاقونه يې په سل مترۍ کې ښکاره کيدل. کريمي صيب، بيا يو حوصلی وايست او و يې ويل:
خلک افغانان ولې خپل وطن ته نه ځي، دوی دومره فکر نه کوي چې ديرش کاله پخوا يې هم په همدې کچه او بې باوره کورونو کې ژوند کړی او لا به يې کوي.
ما ورته وی چې که ديرش کاله نور هم ورته څوک څه و نه وايي او ډانګ ورپسې راوانه خلي دا خلک په همدې بې باوره کورونو کې ژوند خوښوي خو وطن ته نه ځي.
هغه ويل ولې نه ځي؟ که لاړ شي هلته به خپل کورونه بيرته جوړ کړي او د خپل کلي امنيت به پخپله وساتي. دا هم ژوند دی چې په دې کورونو کې يې تيروي.
ما وی چې دې افغانانو هغه شهامت له لاسه ورکړی چې خپل کور دې پخپله ځانله جوړ کړي.
هغه بيا سر ته ټکان ورکړل.
د افغان کډوالو د کمپ مخامخ راته ترکزي صيب د امونو يو لوی باغ راوښود. ويل يې چې مشال ته يې پرې سټوري کړې وه. موږ هم لاړو او د اباسين په غاړه د امونو د باغونو تر څنګ د ونو سيوری ته مو موټر ودراوه او د باغ د ليدو په نيت باغ ته ورننوتو. ځينې امونه پاخه وو او ځينې يې شنه په لويو لويو ونو کې ولاړ وو. خوړلو ته مې سخت زړه وشو خو حقه روژه وه. د باغ په منځ کې د موټر هومره لاره د باغ بل سر ته غځيدلې وه چې هلته د باغوانانو مخو ته د امونو کريټونه د خرڅلاو لپاره ايښي وو. دلته مو د امونو له ونو سره تصويرونه واخيستل او چې له باغ نه بهر راووتو، ومو ليدل چې زموږ له موټر سر تر څنګه يوه کرولا، موټر ولاړ دی، په مخکې شيشه او وروستۍ دروازه يې د پاکستان جنډې سريخ کړې وط. پنځه شپږ تنو ځوانانو په هغه ځای څادر اوار کړی و او بسکوټ يې پيل کړی و.چې موږ د ناستو له پاره غوړه کړی و. له ورايه مو پرې سلام واچاوه او له هغوی څخه اوه اته ميتره فاصله کې د لاچي د ونې لاندې يوه برګ سيوري ته موږ هو کيناستو او د باسين د سيند له شوره مو خوند اخيست.
ځوانانو بسکوټ هم کولو او په لوړو غږونو يې يوه بل ته ناپړيټي هم ويلې. د ټولو يې لهجه افغانۍ وه، خو سوال دا و چې د په خپل موټر يې د پاکستان جنډې څنګه سريخ کړي دي؟ موږ په همدې خبرو کې وو چې درې څلور تنه ماشومان راغلل او شاه و خوا يې د هغو امونو وچ شوي زړي راټول چې په ميله ورغلو ځوانانو وخت په وخت له باغ نه راشوکولي وو. يوه ته مې غږ وکړ. او پوښتنه مې ترې وکړه چې د کوم ځای يې؟
هغه ويل چې د کابل د شکر درې دي او په منډا کمپ کې اوسيږي. مکتب ځکه نه وايي چې غريبانان دي، پلار يې په کابل کې بندي دی او دوی ټوله ورځ د امو د باغ شا و خوا ګرځي او خاشاک راټولوي.ما سره د خبرو په وخت کې هم دې ماشوم شاو خوا کتل او چې ام زړی به يې وليدو نو له مخې سره به يې راواخيست او په بوجې کې به يې واچولو.
دی روان شو او زما يو ځل بيا هغو ځوانانو ته پام شو چې له موږ لږ هامخته ناست و. وارې ته مې کتل چې کله او څنګه درشم چې خبرې درسره وکړم.
په دې دوران کې، ترکزي صيب وويل د سيند پورې غاړه چې کوم سيمه ښکاري دا د چارسدې شيرپاو کلی دی او شمال خواته چې کوم کلي ښکاري دا د مومند ايجنسۍ سره تعلق لری، يو ډيم يې هم راښود چې منظوري يې شوې او کارونه يې دي.
ترکزي صيب په دې وخت کې زياته کړه چې هلکو ماسره جانګی او شامپو هم شته او د اباسين غاړه ده له کو لمبلو ته زړه .
کريمي صيب چې په کبلو يې ډډه وهلې وه رانيغ شو او ترکزي صيب د موټر دروازه خلاصه کړه، جانګی او شامپو يې راواخيسته او د هغه په لاسونو کې يې ورکړه. زه هم ورسره روان شوم. کريمي خو له سر نه پرته په ټول ځان اوبه تيرې کړې، ويل يې شګه په کې ده، که نه غوټې مې هم په کې وهلې، له سيند نه چې رابهر شوو، نو زه نيغ هغه ناستو ځوانانو پسې ورغلم او له ورايه مې ورته خپل کارت وښودو چې د مشال راډيو خبريال يم، ستاسو لهجه راته افغانۍ ښکاره او زه فکر کوم چې د لغمان شريف به ياست. يوه وويل چې موږ د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ وو.
ما وی نو بيا ضرور په قوم ناصر يیء او د انور ډنګر د کلي يیء،
انور ډنګر د استاد سياف قوماندان و چې په کابل کې د کورنيو جنګونو په دروان کې يې نوم لرلو. څو تنو يې په يوه خوله وويل چې ته انور ډنګر څه پيژنې، ته خو پاکستانی يې. ما ويل زه افغان يم. ما خپلې مدعا ته راوګرځيدم ورته مې وويل چې زه غواړم چې تاسو سره د اختر په مناسباتو وغږيږم چې په منډا کمپ کې افغانان کله او څنګه اختر نمانځي. ټيپ ريکارډر مې راواخيست، هر يوه ته چې مې وړاندې کولو هغه به بل را په ګوته کولو. يو يې هم خبرو ته نه و حاضر. ترکزي صيب رانه ټيپ ريکارډر واخيست او يو سره د سوال او ځواب په توګه خبرې پيل کړې، خو ما ته ښکاريدل چې د ريکارډ بټنه يې نه وه وهلې. کله چې هغه ځوان ټولې خبرې وکړې، نو ما ترينه ريکارډر واخيست او ورته مې وويل چې د ريکارډ بټنه يې نه وه وهلې اوس راته دا ټولې خبرې په يو ځايي وکړه. ځوان راسره ومنل او خبرې مې ترې ريکارډ کړې. پسې بل ته کيناستم او له هغه مو هم خبرې ريکارډ کړې. بيا يې ويل چې د شپې له خوا ډيوه راډيو اورو او د ورځې له خوا مشال راډيو اورو.
کله چې له دې ځايه روانيدو کريمي صيب له ځوانانو پوښتنه وکړه چې تاسو خو افغانان ييء او جنډه مو د پاکستان لګولې، دا ولې؟
ما ورته وويل چې سبا ته څوارلسم اګست دی، دوی به هم چکرې وهي خو فکر کوم د پوليسو له ويرې يې دا جنډه لګولې، يوه يې وويل چې د پوليسو خبره هم ده او بله دا چې شوق نه مو لګولې ده. په دې دوران کې ترکزي صيب موټر چالان کړی و او موږ ته يې اواز وکړو چې نور له دې ځايه حرکت کوو.
د اباسين په غاړه مو په موټر کې راروان وو چې کريمي صيب ته مې وويل چې ما خو افغان ماشومان د پيښور په محلو کې ليدلي چې د شوق او مستۍ نه د پاکستان جنډې په بيه اخلي او منډې وهي، خو په کمپ کې مې ماشومان هم کله نه دي ليدلي چې جنډه دې په بيه اخيستې وي خو دې ځوانانو د پوليسو له ويرې په موټر دا جنډې لګولې وې.
کريمي صيب راته وويل چې په يوه صورت کې هم دوی ته په کار نه وو، که دا يې ويلي وو چې يوازې د پوليسو وجه يې ښودلې وه نو دا مانا به يې لرلې وه چې ګوندې يو څوک، بل څوک په زوره ... کوي او دا چې دوی له شوق نه لګولې دا مانا لري چې په خپله خوښه يې ورته ... ايستلی وي.
د سيند له غاړې چې راوختو نو يوه نرۍ لاره باندې ترکزي صيب موټر ورتاو کړو، ويل يې د مڼدا بازار هم درباندې ګورم. کله چې بازار ته ورسيدو، نو داسې راته راښکاره شو لکه پخوا چې د کامې د کوز سرای بازار و. ډيرې دوکانداران يې هم راته له شکلونو څخه کاموال ښکاره شوو.
د دوکانونو کې ناستو کسانو او دوکاندارانو موږ ته تعجب په نظر کتل او دا ځکه چې موږ به کله د بازار يوې او کله بلې غاړې ته وار په وار کتل. په بازار کې مو وليدل چې ماشومانو هلکانو له کورونو څخه په وړو وړو پتيلو کې ماسته د خرڅلاو لپاره ايښي وو، يوه يې ويل چې په کورونو کې يې غواګانې ساتلي، چې ماسته خرڅ کړي، کور ته پرې تيل مالګه اخلي او د روژه ماتې لپاره سودا پرې کوي.
دلته کريمي صيب يو ځل بيا په کمپ کې د اوسيدونکو افغانانو په حال د افسوس سر وټکاوه. له بازاره راووتو او نيغه مو د شبقدر ډيرې لاره ونيوله.شبقدر ته په لاره وو چې د ترکزي د موټر بريکونو کار پريښودو. هملته نه يې کوم ملګري مستري ته فون وکړو او ورته يې وويل چې بريکونو مې کار پريښی دی په شلو مينټو کې در رسيږم چې چيرته لاړ نه شې
کله چې شبقدر ته راورسيدو، مستری خانې ته ولاړو او د موټر بريکونه يې جوړ کړل. د حرکت په وخت کې راته ترکزي صيب وويل چې مومند ايجنسۍ باندې ځو دا لاره پيښور ته نيږدې ده. د مومند ايجنسۍ لاره مو ونيوله. په لاره ترکزي صيب هغه ټول ځايونه وار په وار راښودل چې د طالبانو د ولقې په وخت په کې خلک حلال شوي وو او يا په دې ځانمرګي بريدونه تر سره شوي وو. کله چې مومند ايجنسۍ بازار ته راورسيدو نو ترکزي صيب د خپل کلي سرک باندې موټر وګرځاوه. په لاره به يې دم په دم ناستو خلکو ته سلامونه اچول او ويل يې چې کليوال يې دي مجبوره دی چې عليک سليک وکړي. مخې ته مو د پاخه عمر يو سړی هم پياده راروان و. ترکزي صيب ويل چې کاکا يې دی او په سوات کې دنده تر سره کوي. ده ته ودريدو او روغبړ مو سره وکړل په لاره مو دوه تنه ماشومان هم په موټر کې له ځانه سره راواخيستل چې د اوبو ترماس هم ورسره و
. بيا مو د ترکزي صيب د کلي په لور حرکت وکړ. له بازاره به د موټر په منځني سرعت تر لسو مينټو پورې لاره وهلې وه چې د يوې غونډې په سر وخښتو. ترکزي صيب ويل دا غونډې تور کنډو نوميږي او تر لاندې يې يوه لويه قلا راښوده چې دا يې کور دی او شا و خوا ځمکې يې خپلې دي. ترکزی موټر د خپل کور په لور ورتاو کړو. د دوی کلی ميچنۍ بايي کورونه نوميده. د کور مخې ته يې کټونه واچول او له مخې سره څو تنه تنکي ځوانان راغلل چې څوک په کې د ترکزی صيب ورونه او څوک يې د تره زامن وو. څو تنه ماشومان هم هلته له مخکې نه د پچيس په لوبه اخته وو.
هغوی هم ستړي مه شي ته راغلل، دا ماشومان هم د ترکزي صيب خپلوان وو.دلته ما په موبايل کې ساعت ته وکتل چې څه باندې پنځه بجې وې، ما د پښتور په لور د حرکت غوښتنه وکړه او ورسره مې جوخت وويل چې ناوخته هم دی، خو ترکزي صيب راته ويلې چې د شپږو بجو نه دې مخکې په کور سپارم.
له دې ځايه مو حرکت وکړو. کله چې مو د پيښور لاره ونيوله نو په چيک پوست يو تن مليشې له ترکزي نه پوښتنه وکړه چې له کوم ځايه راغلیء او چيرته ځیء؟
هغه ورته وی له کوره راغلو او پيښور ته روان يو. مليشې واله کمعقل و ويل يې سهوه نه کویء چې کور پريږدی او پيښور ته ځیء؟ ترکزي صيب ورته په غوسه وويل چی تا هم سهوه کړې چې کور دې پريښی او ځان دې دلته مليشه کې نوکر کړی. هغه ويل زما خو مجبوري ده. ترکزي ورته وي لکه څنګه چې ستا مجبوري ده داسې زموږ هم مجبوري ده.
له دې چيک پوست نه وروسته بل چيک پوست ته ورسيدو چې دا د کابل سيند پل باندې جوړ و. دلته يو بل د مليشې واله افسر راسره موټر کې راسپور شو ويل يې باړه چوک پورې ځم. دلته نه له ورايه ترکزي صيب د ورسک ډيم راوښود او هغه کلي يې هم راوښودو چې د جهاد په دوران کې د کلبدين حکمتيار خاص خاص کسان په کې اوسيدل او هلته يې خپل زندان هم جوړ کړی و.
په لاره ترکزي صيب دې افسر ته وويل چې مومند ايجنسۍ کې فوځيانو ملکانو ته ويلي چې دهشت ګرد راوپيژنۍ که نه عمليات درباندې کوو.
ملکان يې په شش او پنج کې اچولي دي، د چا پلار به ورته ووايي چې هغه پلانی دهشت ګرد، حکومت به په عمليانو کې کليوالو ته يا تاوان ورسوي او يا نه خو طالبانو به د ټول کلي ملکان حلال کړي وي. افسر ويل چې مړه ټول خپلو کې سره ميلاو دي.
په همدې بحث کې وو چې باړه چوک ته راورسيدو. افسر کيوتو ، ترکزي صيب شمال ته غځيدلي سرک ته ګوته ونيوله ويل يې دا سرک اصحواب بابا ته تللی او دا جنوب لورته سرک ملاګورو ته غځيدلی دی.
په خبرو خبرو کې پيښور صدر بازار ته راوسيدو، زه ترينه په سټيډيم چوک کې کيوتلم او ترکزي صيب سره کريمي صيب د هغه کوټې ته ولاړو.
بازمحمد عابد
څوارلسم اګست
پيښور، لالي باغ