سږکال مې د روژې په پنځه لسمه له دفتر څخه تر اختر پوره رخصت واخيست. وجه يې دا وه چې د معدې يو څه تکليف راته پيدا شوی و. پيښور ته په رارسيدو مې اول کار دا وکړ چې په ډبګرۍ کې د معدې يوه ډاکټر ته ورغلم او له معاينانو وروسته يې راته د دوه هفتو دوايي راکړه. د دوا خوړلو په دريمه ورځ پوه شوم چې اثر يې کړی،  د جمعې شپه چې زموږ د مشال د کورنۍ غړی چې شهنواز ترکزی نوميږي، هغه ته مې فون وکړ، او د صوابۍ د تګ نه مې ورته وويل. هغه راته کړه چې زه نن شپه کلي کې يم او سبا نهه بجې پيښور کې زما د فون انتظار کوه.

دوه ويشتم پيشنمی مې کړی و.زه په دې روژو کې د چا خبره بد اموخته شوی يم. تر پيشنمي پورې ويښ يم او بيا دورځې درې برخې په خوب تيروم. ويده وم چې د موبايل شرنګي راپاڅولم. دا شهنوار ترکزی و. ويل يې چې ما له کلي حرکت دروکړ او ځان ډينز مارکيټ ته راورسوه او هر چيرته چې ځې ورور دې په خدمت کې دی.

همداسې مې وکړل. زما له رسيدو سره سم هغه هم ډينز مارکيټ ته رارسيدلې و. له روغبړ وروسته يې يو بل ملګري ته فون وکړو او ورته يې وويل چې عابد راسره دی او تا راته ويلي وو چې کله پيښور ته راغلو نو زه ورسره وينم. اوس عابد راغلی او غواړی چې صوابۍ ته سره لاړ شو که وخت درسره يې نه ځان تياروه.

دا ملګری ارشد مومند نوميږي او د مکرم خان عاطف خورين دی چې اوس د همغه په ځای له مومند ايجنسۍ څخه ډيوه راډيو ته ريپوټ کوي.

ارشد مومند په چارصده کې و. ترکزي صيب ورته وويل چې ته ځان چارصده موټروی ته ورسوه او زموږ انتظار کوه.

څه د پاسه لس بجې وې چې موږ له پيښور نه د صوابۍ په لور حرکت وکړو. يارانو به دې خبرې ته تلوسه لري چې زه ولې د صوابۍ د تګ ليواله يم؟

صوابۍ ته زما ورتګ دوه وجې لرلې، يوه وجه دا وه چې يو ډير قدرمن ملګری، قوم پرست شاعر او ليکوال، شيرينيار يوسفزی چې په تير يوه کال کې مې د فيسبوک له لارې ملګری شوی و. هغه د يوولسو کلونو له بند وروسته بري شوی و. هغه ته د مرګ سزا اورول شوې وه او د پنجاب په زندان کې يې پانسي ګاټ کې شپې او ورځې تيرولې.او له هماغه زندان څخه يې د پښتون قوم د بيدارولو په خاطر ليکنې کولې او په فيسبوک کې يې شريکولې. په هغه د درواغو الزام و. حکومت سره يې دعوه اچولې وه او بلاخره د اپريل مياشت کې بري شو. د هغه ستړي مه شي راباندې پور وه، نو صوابۍ ته د تګ يوه لويه وجه دا وه او بل دا چې زه مشال راډيو ته له روزانه ريپورټ ورکولو تر څنګ يوه اوونيره ادبي خپرونه هم جوړوم. ما ويل چې هلته نه به د ځينو اديبانو سره په بيلابيلو موضوعاتو خبرې وکړم او بيا به يې د خپرونو برخه وګرځوم.

د پيښور نه چې موټر وی ته وختو، نو ګران شاعر او نقاد ليکوال ملګري فيصل فاران ته مې ټيلفون وکړ. هغه ويل کلي کې يم او ماڼکۍ ته چې راوسيديء نو ما ته فون وکړه، زه هم درسره شيرينيار ته ورځم.

چارصده انټرچينج ته چې ورسيدو، ترکزي صيب راته له ورايه يو ځوان وښودو چې هاغه ارشد مومند دی. په همدې وخت کې د موټروي پوليس هم راپيدا شول او ارشد مومند يې سره يې ډاډسن ودراوه او څه پوښتنې يې ترينه وکړې، موږ هم وروسيدو، د پوليسو په موټر کې يوه غټه د ښځه لکه زراعتۍ ميښه په مخکې سيټ کې ناسته وه او يو ورسره ډريور و. په لاسپيکر کې غږ وکړ چې کارت راوړه. په دې دوران کې زه هم ورکيوتم او ارشد مومند سره مې روغبړ وکړ او پوښتنه مې وکړه چې څه خبره ده؟

هغه راته کړه چې دا زموږ خپله مسله ده ته کرار سيټ کې کينه.

ترکزي صيب هغه وړوکی شان کارت چې په ټول پلازه کې يې اخيستې و. ور وړ او هغه پوليسې پرې څه وليکل. ما پوښتنه وکړه چې دا څه مسله وه؟

ترکزي صيب راته وويل چې د موټروی داسې قانون دی چې نه خو موټر چيرته بې دليله ودرولی شې، نه څوک له سرک نه اوچتولی شې او نه هم په موټروي څوک پلی تن درديدلی شي ځکه چې دا قانون دی، اوس يې ارشد اوه سوه روپۍ جرمانه کړو او دا پيسې به د صوابۍ په ټول پلازه کې جمع کوو.

خو کله چې موږ دصوابۍ ټول پلازې ته ورسيدو، نو ارشد مومند له جيبه د زرو روپو لوټ او ترکزي صيب د سلو لوټ پلازې واله ته ونيو. پلازې واله د سلو لوټ واخيست او ديرش روپۍ يې بيرته راکړې، ترکزي صيب هم غلی شان حرکت وکړو او په لاره تر ډيره خوشحاله وو چې جرمانه مو بچ کړه.

د صوابۍ ښار ته په لاره وو چې په شاه منصور کې ترکزي موټر ودراوه او د سرک په غاړه يې يو تن ته اشاره وکړه، هغه په منډه د سرک بلې غاړې ته راغلو. د عاصم په نوم د يو تن پوښتنه يې وکړه. هغه زلمي ورته ويل چې هغه خو زيدې له تللی، خو راتلو واله دی. ترکزی ورته وويل چې موږ لږ بازاز ته ورځو او واپسې کې بيا په همدې مخ راځو عاصم ته زه فون کوم چې همدلته زموږ انتظار وکړي.

موږ د صوابۍ بازار په لور حرکت وکړ. په بازار کې راته ترکزی يوه مارکيټ وښوده چې دلته عزيز مانيروال دفتر لري، که وخت مو پيدا کړو نو ده سره به هم لږه شيبه تم شوو.

د ترکزي صيب موټر کې څه فرق غوندې و. ويل يې چې مسري ته يې ښييم چې دا ولې لړزه کوي. خو کله چې د مستريانو ځاي ته ورسيدو ټول بند وو او دا ځکه چې د جمعې ورځ وه.

زه د موټر پّ مخکې سيټ کې ناست وم. په بازار کې مې د يوه چينچي رکشې له ډريور څخه وپوښتل چې ماڼکۍ ته کومه لازه تللې؟

ډريور چې ما ته راوکتل ويې ويل:

صاب، اپ لوګ ته بهت دور اچکې هين، اپ اسې کرلو که جهانګيري که سرک کو واپس چلی جاون، سړک کی اوپر ماڼکی کی بوډ نظر اچاييګا.

ما هم ورته وويل اچها انکل.

دې خبرې سره مو حرکت وکړ، او ټولو په بړق بړق وخندل. ما ترکزي او مومند ته وويل چې د خندا خبره نه ده، زه چې کله په تورخم اوړم، د افغانستان عسکر نه د پاکستان پاسپورټ غواړي، او چې کله په تورخم را اوړم، پاکستاني مليشه راته اول په اردو ژبه ووايي چې چيرته تللی وې، او بيا رانه دوی هم پاکستان پاسپورټ غواړی او په تيرو لسو کلونو کې چې زه په کابل کې د کار په سلسله کې ديره وم. ټولو هيوادوالو راته د پاکستاني په سترګه کتل. هغوی پيښور کې يې د کډوالۍ شپې تيرې کړې وې، په مينه به يې راسره خبرې کولې او هغوی چې هيخ کډوال شوي نه وو، په کرکه به يې راته کتل.

له ښاره بيرته د شاه منطور په لور راروان شو، ترکزي له عاصم سره په فون رابطه وکړه. هغه په کور و. موتر مې د هغه د حجرې مخې ته ودراوه. په حجره چې ورننوتو، نو د پوخ عمر له يو تن سره څو تنه ځوانان د لوډو په لوبه اخته وو، هغوی سره له روغبړ وروسته مو ترې وغوښتل چې لوبې ته دوام ورکړي، هغوی زما په احترام لوبه بس کړې وه خو چې زموږ ډير تاکيد يې وليد نو لوبه يې پيل کړه، څو شيبې لا تيرې نه وې چې يو تن و من ښکلی ځوان په حجره راننوتو او له روغبړ نه وروسته ورسره کوتې نه ننوتو، لږه شيبه ورسره تم شوو. بيا مو له ده اجازه واخيسته او د ماڼکۍ په لور راروان شو. د سرک په سر مو د ماڼکۍ بورډ وليدو. همدلته ودريدو او فيصل فاران ته مې ټيلفون وکړ، ورته مې وويل چې موږ د د ماڼکۍ له بورډ سره ولاړ وو. هغه راته کړه چې لس شل قدمه مخکې راشیء زه د سرک په سر ولاړ يم.

له فاران صيب سره د هغه وړه خوږه، د ګوډۍ غوندې يوه انجلۍ هم ولاړه وه، له روغبړ وروسته يې راته وويل چې دا مې لور ده ګلالۍ نوميږي، په رښتيا هم ګلالۍ وه، ډيره مينه ناکه انجلۍ وه.

فاران صيب ته مې مخکې سيټ پريښودو او زه له مومند صيب او ګلالۍ سره په وروسته سيټ کې کيناستم او د ځړوبۍ لار مو ونيوه. دلته نه مې شيرينيار ته فون وکړو ويل يې زه په کور يم ما ورته ويل چې ته کور اوسه فاران صيب او دوه نور ملګري راسره دي ستا خواته در روان وو. هغه ويل خدای مو راوله.

د صوابۍ ته لا نه ورسيدلې چې يو ځای د چهوټا لاهور په نوم بورډ لګيدلی و. فاران ويل د دې ځای همدا نوم دی. د صوابۍ له بازار نه پسې تير شوو. زيدې ته چې ورسيدو ما ته ياد شوو چې تير کال هم دلته يو ځل تللي وم. د اسرار اتل د کتاب مخکتنه وه. کرن خان په کې سندريز بنډار هم جوړ کړی و شپه مو په ويښه تيره کړې وه.

له زيدې هم ورواوخښتو او د ځړوبۍ په بازار ورننوتو، د هندوانو د وخت ودانۍ هم په کې ولاړې وې. ډير اوږد بازار او تنګې تنګې ګوڅې مخې ته راتلې او موږ د شيرينيار د کور لاره نيولې وه. که څه هم ترکزی صيب يو ځل د شيرينيار کورته ورغلی و خو  دا ښه وو چې فاران صيب راسره و که نه ټولې کوځې يو ډول وې، خداۍ خبر که ترکزی صيب کور پيدا کړی و. په کوڅو، کوڅو کې به مو په موټر کې پوره لس مينټه مزل کړی و چې د شيرينيار صيب  حجرې مخې ته مو موټر ودراوه، د حجرې دروازه يې خلاصه وه، ورننوتو، څو تنه په حجره کې ټي وي ته ناست وو. د اولمپيک لوبې يې کتلې، لا دمه شوي نه وو چې د شيرينيار کشر ورور ګوهر ننګيال په حجره راننوتو او زما په ليدو يې خوله له خندا شنه شوه. له هغې کوټې يې بلې ته راغلو او لا ناست نه وو چې برق لاړو، خو هوا ډيره ګرمه نه وه. هملته څو شيبې ناست و

چې شيرينيار هم په حجره راننوتو. دا نو لومړی حل دی چې زه او شيرينيار صيب سره وينو هغه زما او زه د هغه په ليدو ډير خوشحاله شوو او څو شيبې يې کلک په غيږ کې نيولی وم.

له روغبړ وروسته  شيرينيار صيب له فاران صيب سره په ادبي بحث لګيا شو. يوه ښه شيبه بحث يې چې وکړو نو ما ورته مخ راواړاوه او ورته مې وويل چې له يوې خوا روژه ده او له بلې خوا مو انرژی مصرفيږي، که ستاسې خوښه وي زه په درې څلورو موضوعانو له تاسو دواړو نظرونه اخلم. چاربيته باندې، د شعر په ځای دې هم نثر وليکل شی، او ولې تنقيد د جمود ښکار دي. په دې موضوعاتو ما له وتلي شاعر رحمت شاه سايل سره خبرې کړي، تاسو هم پرې راته خبرې راکړیء چې زه يې وخت په وخت د مشال راډيو د ادبي خپرونې د باختر ستوري برخه وګرځوم. دواړه راسره ومنله. فاران صيب مې له کوټې نه بهر وايستو او له شيرينيار څخه مې پوره نيم ساعت خبرې ريکارډ کړې. بيا مې فاران کوټې ته راوغوښت او هماغه پوښتنې مې ورته مخته کيښودې چې له سايل صيب او شيرينيار څخه مې کړې وه. زما کار چې خلاص شو نو ترکزي صيب راته وويل چې په ما هم نيږدې زما کور زما کلی خپرونه راټپ ده، همدلته يې په حړوبۍ باندې جوړوم.

هغه هم له څو تنو سره د ځړوبۍ په تاريخي، معاشي، زراعتي او کلتوري برخو کې پوښتنې وکړې. په دې وخت کې يو سپين ږيری بابا هم راغلو، ما ترکزي صيب ته وويل چې بابا سره هم مرکه وکړه. بابا په غوږونو لږ دروند ويل خو ويل يې سلو کلونو ته يې عمر رسيدلی، د پاکستان د جوړيدو نه مخکې يې په ډهلي کې لس کاله نوکری کړې، او کله چې به په رخصت صوابۍ راتلو موټرې نه وې نو په يوه قافله کې به پياده راتلو په پنځلسمه ورځ به مې کلي ته ځان رارساوه.

يو وخت مې چې په موبايل کې ساعت ته وکتل څلور نيمې بجې وې، دلته پيښور ته د تګ خبره وکړه. خو اجمير افغان چې د هيواد ادبي ټولنې صوابۍ فعال کارکن دی، راته وويل چې ما ارټ واله ته فون کړی و چې غوايي په ارټ وتړي د هغې سيل ته به ځو. په دريو موټر سايکلونو درې درې تنه سپاره شوو او د ارټ په لور مو حرکت وکړ. دلته هم ترکزي صيب د موقع نه ګټه پورته کړه. د ارټ ويديو يې مشال ويب ته جوړه کړه او له خلکو سره يې خبرې هم وکړې چې د ارټ په اوبو څومره ځمکه خړوبوي.

دلته نه چې مو کار خلاص شو، واپس د شيرينيار حجرې ته راغلو.

ما خوله راجوړه کړه چې اوس وخت راغلی چې نور تاسو نه اجازه واخلو او د پيښور په لور حرکت وکړو. خو ګوهر ننګيال وويل چې سيند غاړې ته يو ځل ځو بس له هماغه ځايه به بيا پيښور ته حرکت وکړیء، موږ پوه شوو چې روژه ماتی مو په ځړوبۍ کې راغلو.

څو تنه ترکزي سره موټر کې سپاره شوو او ګوهر ننګيال او څو تنه نور عزيزان يې په موټر سايکلونو راسپاره شول او د سيند غاړې ته روان شوو. له کلي نه تر سيند غاړې پورې سرک د شنو کروندو په منځ کې غځيدلی و. ځاي ځاي به لويې لويې ديرې هم په نظر راتلې او د پيټو په منځ کې يوه نيم داسې کور هم جوړ و چې په ديوالونو به يې څپياکې لګيدلې وې، تر څنګ ديره کې به يې څاروي او غوايان هم تړلي په نظر  راتلل  چې د بزګر د کور اطلاق پرې کيدی شو. ترکزي صيب هم په کچه سړک موټر په کراره کراره روان کړی و او ما يې د کراره رفتار نه خوند اخيسته. د سيند غاړې ته چې ورسيدو، څو تنه ځوانان په کټونو کې ناست و او درې څلور تنو يې يوازې پرتوګه اغوستي وو چې دا مالوميدل چې سمدستي له اوبو څخه راپورته شوي دي.

په دې ديره کې يوه چينايي ماډل کوټه هم جوړه وه. ننګيال ويل چې شاه و خوا تر ډيره يې ځمکې خپلې دي او يا يې هم د تره زامنو او عزيزانو دی. دا کوټه يې سږکال جوړه کړې، اوکله چې ميلميانه راشي خامخا دلته له موږ سره شپه پاتې کيږي. ما ورته ويل که روژه نه وه دا ارمان دې هم موږ پوره کولو خو خير په دې تمه چې بيا به له خيره سره راځو. يوازې شپه به نه کوو بلکې د ټنګ ټکور ميلس به هم په کې راته جوړوې. ننګيال په سينه غبرګ لاسونه کيښودل.

ننګيال مخامخ ټاپو ته ګوته ونيوله  ويل يې چې دې ته بيله وايي، په دې خلک کليوال نه اوسيږي، خو د کلي ګوجران په کې او ښاريان په کې اوسيږي. هلته د شينکي ښه پريمانه ده، مال په کې په وړيا توګه ساتل کيږي. او ښکاريان په کې د ځينو مارغانو او کبانو ښکار کوي. دا سيند چې موږ او تاسو يې په غاړه ولاړ يو. له اباسين څخه رابيله شوې چره ده او د دې بيلې هامخته بيا د اباسين لوی سيند دی. دوه کاله وړاندې چې سيلاوونه راغلي وو. د ګوجرانو ډير مالونه يې وړي وو، څو تنه يې وژلي هم وو او ژوندي يې څرخي جازونو را يستلي وو.

ننګيال جنوب خواته د غره په غاړه ابادۍ چې ډيرې تتې مالوميدې راوښودې، چې هغه زيړ ې ودانې چې ښکارې دا غاز ی دی، چې تر څنګ د توربيلې ډيم هم ښکاري، دې د څو نورو کليو نومونه يې هم واخيستل چې اوس يې ما ته نومونه په ياد کې نه دي دي، خو ويل يې چې د هريپور سيمه هم له هاغو پرتو کليو هامخته پيليږي. دلته ما کميره راخيسته له څو اړخونو مې تصويرونه واخيستل. د سيند غاړې ته ورنيږدې شوم. د مازيګر لمر په غړغړه وه، د شفق سرخي يې د اباسين په نرمو څپو چراغان جوړ کړی وو. لا د سيند د غاړې په نظارو نه وو ماړه شوي چې يوه غږ وکړو چې روژه ماتي ته لس مينټه پاتې دي، نور بايد ولاړ شوو. په دې وخت کې ترکزي، ننګيال ته وويل چې داسې چې مو روژه ماتې ته ايسارولو په کار وه

چې د سيڼد په غاړه مو ماته کړې وه. ننګيال ويل همدا اوس يې رارسوم، يو دم پورته شو خو بيرته يې کرار کړو چې اوس وخت کم دی او دلته به له خيره بل وخت سم پروګرام جوړوو.

په موټر کې سپاره شوو او د شيرينيار حجرې ته لاړو. شيرينيار صيب دسترخوان هوار کړی دی او لپاسه يې پرې هغه ټولې ميوې او شربتونه ايښې وه چې په دې شپو ورځو کې پيدا کيږي. پګوړې او بلو ته ورته خوراک يې هم په يوه ډونګه کې اچولی و چې پکړو سره به مې چې ګډ کړو خوند به يې څو چنده شوو.

له روژه ماتې وروسته ننګيال لوښی سره راټول کړل، خو دسترخوان يې له پاکيدو وروسته هوار پريښودو او څو قسمه قابونه او قاشوغې يې هم پريښودې.

ما په زړه کې ويلې چې نور څه به لا هم راوړی، ما خو تر مرې ځان په ميوو او خوږو موړ کړو.

له روژه ماتې وروسته شيرينيار د فيسبوک په ګټو او د هغه په سمه توګه د استعمال د ګټو بحث راواخيست. ما ورته وی چې زه يې درسره منم خو زموږ هغه پښتانه انټرنيټ او فيسبوک استعمالوي چې يا خو ښه سرمايه دار دي، يا بهرنيو ملکونو اوسيږي، يا هم له نړيوالو ادارو سره په کار بوخت دي، په سلو کې لس به ترينه سالمه ګټه اخلي او پاتې يې ټول وخت په کنځلو، تا ويلو او ما ويلو خپل وخت ضايع کوې، هغه ويل چې د وخت په تيريدو دا ټول لارې ته راځي، دا اوس هم فيسبوک ډيرو پښتنو کې د قوم برستۍ شعور راپيدا کړی او دا تر ڼولو غټه خبره ده. ده زما او ما د ده خبرې سره اتفاق وکړو. بيا فاران صيب سره د پاکستان په سياست تر ډيره پورې اخته شو چې ما ته په دې په زړه پورې نه چې نور بايد موږ د پيښور په لور حرکت کړی و، ځکه چې سبا ته ارشد مومند ډيوې ته او ترکزي صيب مشال راډيو ته راپورونه ورکړی وو. په دې وخت کې ما ته په موبايل د ترکزي صيب ميسج راغلو، راته يې ليکلي وو چې نور بايد حرکت وکړو. زه بهر راووتم او ننګيال ته مې وويل چې نور بايد موږ حرکت وکړو. هغه وويل چې لس مينټه نور هم وار وکړیء.

کور ته لاړو او بيرته يې په يوه پتنوس کې څو ډوله غذا راوړه، بيا ووتو او نور خوارکي توکي يې هم راوړل.

يو ځل بيا دسترخوان ته کيناستو. دا ځل په مهينو ترخو وريجو کې ګډه غوښه او په ډونګو کې قورمه شوي چرګان راغلل، که څه هم زه موړ وم خو د چا پلار به ورته ټينګ شوی و.

له ډوډۍ خوړلو وروسته څه د شپې څه باندې لس بجې وې چې له کوربنو دا شمير يې تر لس دولس تنو پورې رسيدو اجازت واخيست او د جهانګيری سرک ته مو په دوه وجو ځان سيخ کړو. يو دا چې فاران صيب مو مانګۍ ته رسولو او بل دا چې په موټروی ځکه نه راتلو چې ورځينۍ جرمانه مو نه وه داخل کړې، موږ ويل هسې نه چې د شپې راباندې دوه چنده نه شي.

د صوابۍ بازار نه په راوتو و چې فاران راته ويلې طاهر ځلاند وايي چې ستا د تنقيدي فيصلې کتاب مخکتنه به جلال اباد کې جوړوو. خو خبر شوی يم چې په ننګرهار کې مو ختيځ ادبي بهير پرانيستی، تا او ځلاند سره اړيکې ونيسې چې د بهير له لارې يې مخکتنه وکړیء ما ورته په سينه غبرګ لاسونه کيښودل.

د فاران تنًقيدي فيصلې چې ما يې څو پاڼې سرسري د همدې ورځې په دوران کې ايښې وې، دا کوشش يې کړی چې زموږ د معاصرو ښو ښو شاعرانو د شعرونو تنًقيدي جاج يې اخيستی دی. ډيره ځايه يې د مشهورو معاصرو شاعرانو شعرونه رانقل کړی چې له اردو، انګريزي او د پښتو له کلاسيک شعرونو څخه يې خيال اخيستی دی. او دا کتاب ما لپاره ځکه په زړه پورې دی چې ما هم يو وخت د ځينو شاعرانو په شعرونو کې پردي رنګونو را ايستلی و او يوې غاړې ته مې په دې خاطر ساتلي وو چې کله به پرې ليکنه کوم.

فاران سره په همدې خبرو کې وم چې په تنقيدي فيصلې کې دې يو په يو او بل په بل ښه خراب کړی دی.

په دې وخت کې فاران ته فون راغلو. د اوږدو خبرو په دوران کې يې ورياده کړه چې بازمحمد عابد هم له ننګرهاره راغلی دی او نن مو ټوله ورځ سره يو ځای وه. هغه سم له واره غوښتنه وکړه چې خبرې راسره وکړي، ما فاران ته ويل څوک دی؟

هغه ويل نعمت الله صديقي دی، له کوهاټ نه د غږ مجلې چلوونکی. فون مې غوږ ته ونيو او په ډيره خوږه لهجه يې راته وار په وار د مشره خطاب کولو، او ويل يې چې موږ سره دلته په ادبي ټولنه کې ډير افغانان هم شته دی، هر وخت ستاسو ياد کيږي، بله دا چې زه د مشال راډيو باقاعده اوريدونکي يم او ستا ډير ريپوټونه په شوق اورم، د باختر ستوري خو هيخ نه قضا کوم. هغه رانه وعده واخيسته چې له فاران صيب سره به خامخا يو ځل کوهاټ ته ورځم.

په دې وخت کې د فاران دوی کلي ماڼکۍ ته رارسيدلي وو. باران هم په مزه مزه وريده، ګلالۍ د ارشد مومند په غيږ کې په خواږه خوب ويده وه چې همداسې ويده يې پلار ته حواله کړه. له فاران صيب نه مو رخصت واخيست او د جهانګيري مخه مو ونيوله. په لاره کې تورډهيري په نوم سيمې ته راورسيدو. ماته هغه کوځې ټولې يادې شوې چې تير کال د مشال راډيو د ګلونو ماشومانو خپرونه، زما کور زما کلي خپرونې لپاره ورته ورغلی وم. کله چې جهانګيری ته راورسيدو، باران دومره په شيبو شو چې له ترکزی صيب نه په کې لاره ورکه شوه. د لږې شيبې له پاره باران په ګلۍ هم واوښتو. ترکزي وويل چې موټر يوې غاړې ته ودرواوو چې چيرته يې ونه وهو. خو ما ورته حوصله ورکړه ورته مې وويل چې په کراره کراره ځه، هيڅ خبره نه شته.

ترکزی صيب د پښتو موسيقۍ دومره مينه وال دی چې کله کله له شوق نه په حجرو او محفلونو کې له ساز سره اوار هم وباسي، خو په نواب استاد سخت مين دی. د هغه ټولې هغه سندرې او چهاربيتې راپيدا کړی چې وخت په وخت يې ويلي دی. له دې نه علاوه منګل هم خوښوي او په د دوی د سندرو تر څنګ يې خپلې سندرې هم په يو ايس بي کې له ځانه سره ستلې وې او يوه يوه يې راباندې په ښه دقت واريده. ما هم داد ورکړو. ويل يې ارمان لري چې نواب استاد سره له نيږدې کيني او بريالي صمدي سره يوه سندره ووايي، ما ورته ډاډ ورکړو چې کله هم حلال اباد ته راغلې، نو دا دواړه ارمانونه دې پوره کوم. پيښور کې چې حاجی کيمپ ته راورسيدو نو ترکزی صيب تا کور ته رسوم دا راته ووايه چې په يکه توت لاړ شو او که په نمک مندۍ، ما ورته ويل د نمکمنډۍ لاره به ښه وي. څه کم دولس بجې وې چې زه يې په رامداس کې پريښودم او هغوی د صدر په لور حرکت وکړ. ښاد او اباد دې وي شهنواز ترکزی.