يونليکونه
دمنډا کمپ چکر هم د هيرولو نه دی
تيره شپه ترکزي صيب فون وکړو او له مخې سره يې راته وويل چې ظفر کريمي له کراچۍ نه راغلی، خوښه دې نه ده چې سبا پرې چارصده وګورو. او ورسره سم يې دا لالچ هم راکړو چې تيره هسې نه هم تيره ورځ دې د سليم راز صيب د ليدو خبره کوله، که سبا وخت لرې، په دې بهانه به کريمي صيب ته چکر هم ورکړو او ته به له راز صيب سره مرکه وکړې. ما وی سمه ده خو روژه ماتې به په هر صورت پيښور ته رارسوو. هغه د دې خبرې ذمه وارې واخيسته. په سبا د دوشنبې ورځ او د روژې پنځه وي
د صوابۍ نه هيريدونکي خاطرې
سږکال مې د روژې په پنځه لسمه له دفتر څخه تر اختر پوره رخصت واخيست. وجه يې دا وه چې د معدې يو څه تکليف راته پيدا شوی و. پيښور ته په رارسيدو مې اول کار دا وکړ چې په ډبګرۍ کې د معدې يوه ډاکټر ته ورغلم او له معاينانو وروسته يې راته د دوه هفتو دوايي راکړه. د دوا خوړلو په دريمه ورځ پوه شوم چې اثر يې کړی، د جمعې شپه چې زموږ د مشال د کورنۍ غړی چې شهنواز ترکزی نوميږي، هغه ته مې فون وکړ، او د صوابۍ د تګ نه مې ورته وويل. هغه راته کړه چې زه نن شپه کلي کې يم او سبا نهه بجې پيښور ک
زما فرهنګی سرګدشت،دویمه برخه/ عابد
زه کتابخانه کې ناست وم او د دفتر هر مامور به چې راتلو نو په دري ژبه به يې سلام کلام وکړ او د کتابخانې له لارې به خپلو دفترونو ته لاړل، دلته تر دې دمه نه ما څوک پيژندل او نه زه چا پيژندم. څوکيدار راته په ګيلاس کې شنې چای راوړې او چې څنګه يې پياله راکړه، نو له بهر نه د موټر هارنډ راغی، د څوکيدار له خولې ووتل اوهو لالا امد او په يوه منډه يې ځان دروازې ته ورسوو. د موټر له جيلو نه يو لوړ دنګ،
زما فرهنګی سرګدشت، لومړۍ برخه/ عابد
قدرمنو دوستانو او په فرهنګي رشتې خپلوانو، زما فرهنګي سرګذشت ټول زما په ذهن کې ټيپ شوی هغه یادښتونه دي چې په تیرو اوه لسو کلونو کې ورسره مخ شوی یم. دا چې څومره به په لوستلو وارزي دا به راتلونکی وخت او ستاسې تبصري په ډاګه کړي خو ما له ډیر وخت نه دا هیله لرله چې زه دې دغسې یو کار وکړم، خو کور دې د هجرت الله ئاختیار ودان وي چې له کابل نه تر جلال اباد پورې په یوه سفر کې یې راته ډاډ راکړ او زه یې وهڅولم چې خپل فرهنګی سرګذشت ولیکم. په درنښت ستاسې ورور عابد
په جلال آباد کې دویمه فې البدیه مشاعره
په ټپو پسې ړوند شومه جانان په ښار کې نشته سرونه پکې ډېر دي خو انسان په ښار کې نشته باز عابد دا خلک چې همداسې شاته شاته پاتې کيږي هوس پکې ښه ډېر دی خو ارمان په ښار کې نشته بختیار ساحل موده وشوه یوازې له خپل ځانه سره ګرځم دا څه ټکه پرېوتې ده یاران په ښار کې نشته بریا لی ویاړ چې شپې مو په هوجرو او په جومات باندې تیريږي
فى البديهه مشاعره جلال آباد
د ايريل په ٢٣ نيټه د ننګرهار ادبي بهير په غونډه کې ناست وم چې آرش ننګيال له لغمان نه فون وکړ ويل يې چې په خالد هوټل کې راته هغه کوټه ونيسه چې تيره شپه مو په کې تېره کړې وه. په خوا کې مې عزت الله ځواب هم ناست و. هغه ته مې وويل چې آرش، الهام او ذبيح الله نورزى راروان دي او شپه به يې په خالد هوټل کې وي. هغه ويل ما ته يې ويلي دي زه هم بيګا ته ورځم. نيږدې ماښام چې د بهير له غونډې راووتم، نو ځان مې هغه ځاى ته ورسووچې د شپې يو دوه ځوانانو ته د پښتو درس ورکوم. له هغو مې ځان فارغ کړ او خ
کامې ته فرهنګي سفر وروستۍ برخه
د بهسودو د پول په سر د کامې هډه وه. هلته اسدالله موټر وګرځاوه، خپله له موږ څخه کيوت او استاد شفيق د موټر جلو ته کيناست. د جلال اباد ښارته چې ورسېدو، د مخابراتو له چوک نه چې لږ ور تېر شو نو موټر مو د سرک پر سر ودراوه. نيازی، استاد شفيق او کاروان د څادرونو يوه دوکان ته ودريدل او ما پرهېز شګېوال ته ټيلفون وکړ. ويل يې چې د ډنډ غاړې سره دی او په دوه مينټو کې راځي. لږه شېبه وروسته چې راورسېده، نو د کاروان دوی سره مې تعرف وکړ. هغه چې کاروان وليد، ډېر زيات خوښ شو ويل يې چې بيګا زه پوه نه شو
کامې ته فرهنګي سفر/ دويمه برخه
تر دوه نيمو بجو پورې د استاد صميم په ديره کې ناست وو، بيا ټول راولاړ شوو او د کامې د پول پر لور مو حرکت وکړ. دلته هم ډېرو يارانو سره کمرې وې. د مينار د افتتاح پر وخت استاد زيار، استاد صميم، استاد يون، د کامې ولسوال او د مينار د ډيزاين انجينر خبرې وکړې او په ترتيب سره يادو شويو استادانو پټۍ پرې کړه. همدلته مو زموږ پخوانى بهيروال سعد ملوک شېرزاد هم وليده چې
کامې ته فرهنګي سفر/ لومړۍ برخه
د ١٣٨٨ کال د لړم د مياشتې١٩ نېټه وه چې قاري عبدالله کامه وال راته فون وکړ. ويل يې چې خبر شوی به يې د کامې فرهنګيانو د استاد صميم په نوښت د پوهاند زيار او کاروان صېب په وياړ غونډه جوړوي. دا غونډه به د لړم په ٢٢ نېټه د استاد محمد اصف صميم په ديره کې جوړېږي. د بهير، ټول افغان او لر او بر پاڼو ته يو اعلان وليکه او ټولو فرهنګيانو ته عامه بلنه ورکړه. ما سم له لاسه خبرتيا وليکه او
دومره خپه خو پېښوره نه وې
دا ځل چې مې پيښور ته د تګ تابيا نيوله، خداى شته زړه نا زړه نه وم. دوه درې شپې سر په سر راته ورونو ټيلفونونه کول چې پيښور کې هره ورځ بې شميره بمونه الوزي، پوليس هم تنګول کوي، خپل راتګ دې وځنډوه. خو ما به هر يوه ته ويلې چې روکى جانه که ګور ګران دى، نو د مړي هم ناکام دى. تر دې چې مورجانې مې هم راته په ټيلفون ويل چې زويه خير دى يو مياشت نور هم ماتل شه. خو ورته مې ويلې وو چې مورجانې انديښنه مه کوه هغه شينوارى صاحب مې د لارې ملګرى دى.د جمعې شپه د ځينو فرهنګيانو په شمول ز
ننګرهار ته شاعرانه سفر او انځورونه دويمه برخه/ عابد
د لايق صاحب له مقالې وروسته شيرزي صاحب ته بلنه ورکړل شوه چې خپل پيغام واوروي. ده په سر کې له کوزې پښتونخوا څخه راغليو ميلمنو او په هال کې ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. خوښي يې څرګنده کړه چې ننګرهار داسې يو پر امنه ولايت دی، چې له لر او بر نه ورته پښتانه اديبان په ډېر شوق راځي. شيرزي صاحب هم د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو هڅې وستايلې. زياته يې کړه چې زه هر وخت او په هر حال کې د دوی مرستو ته تيار يم. ورپسې يې خپل يو شعر ووايه او له ستيج نه کيوت.
ننګرهار ته شاعرانه سفر ړومبۍ برخه/ عابد
ياددښت: د باز بلاګ درنو ليدونکو او لوستونکو! د خيتزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د ټولنې په هکله لانديني مالومات او د خپرو شويو کتابونو لست راته ګران ليکوال او ژورنالست ملګري آصف شينواري راليږلي دي چې زه يې ننګرهار ته د يوه شاعرانه سفر په سر کې خپروم.دختيزې سيمې ليکوالواو ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په ٢٠٠٢ کال کې ديو شمير فرهنګيانو له لورې په جلال اباد کې جوړه او پرفعاليت يې پېل کړې.دې ټولنې دخپل جوړښت راهيسې خورا ګڼ کلتوري او فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي.
بیا هم دوه ورځې په ننګرهار کې
تيره هفته چې زه جلال آباد ته تللی اوم او بيا مې د خپل تګ د ليدنو او کتنو ريپورټ په بلاګ کې خپور کړی و، نو سيد ملوک شيرزاد او په ننګرهار کې د کليد راډيو مسوول شفيق همدرد زما ريپورټ لوستی و او ګيله يې کړې وه چې ننګرهار کې دوه ورځې تيروې او موږ ته فون قدرې هم نه کوې. ما دواړو ته ويلي وو چې دا ځل راته بخښنه وکړئ، بيا چې کله هم زه په جلال آباد کې پاتې کيدم نو تاسې سره به ضرور وينم.د تيرې چهار شنبې په ورځ راته له پيښور نه ورور فون وکړ. ويل يې چې جلال آباد ته چې خپلوا
دوه ورځې په جلال آباد کې
دا ځل د محرم د ورځې له برکته پوره څلور ورځې رخصتي وه. خو زما بدقسمتي دا وه چې سږکال د کړکيچنو حالاتو له لاسه کور ته ( پيښور) ته نه شوم تلی. ځکه چې يو خو په خيبر ايجنيسۍ کې په ورانکار اپريشن پيل شوی و او بلخوا د محرم په خاطر د پاکستان حکومت سخت امنيتي تدابير نيولي وو. له هرې خوا نه چې به څوک ښار ته ننوتو نو د پوليسو له پوښتنو سره به مخ کيده. بس ما هم دا پريکړه وکړه چې ټوله رخصتي په جلال آباد کې تيروم. په جلال آباد کې د پاتې وجوهات مې هم لرل. په اتم د جنورۍ په جلال آباد کې د جبار څپاند د
شاعرانه سفر/ څلورمه او وروستۍ برخه
ما وې نامخدا ته خو دساتلو سړی يې. دا راته ووايه چې وطن ته به بيرته راګرځې او که نه.ويل يې خدای دې زما سپی هم هلته نه پاتې کوي. له دوی سره خبرو ډېر خوند کړی و، خو همت صاحب ويل ځئ چې ځو بيا ناوخته کيږي. نيازمند او دا نور ياران ډېر ټينګ شول خو موږ ته مالومه وه چې همت صاحب کور ته احوال ليږلی دی چې ميلمانه به ورسره راځي. داسې پريکړه مو وکړه چې ډوډۍ خوړلو ته به همت صاحب سره ولاړ شوو،
شاعرانه سفر/ دريمه برخه
دعکسونو اخيستلو په بهانه په هال کې هاخوا دې خوا ګرځيدم چې په استاد شپون مې نظر ولګيد چې يو وچ کلک سپين ږيری يې له لاسه نيولی دی او د هال نه د وتو په حال کې دي. چابکه ورپسې روان شوم. ځکه چې د المر ليدل او پيژندل ماته هم په زړه پورې وو. خو زموږ د پيښور د وخت بهيروال وسيم مومند چې ډېره موده مو سره نه وو ليدلي، مخې ته راغی. يوه شيبه مې ده سره خواله وکړه او بيا د استاد شپون په لټون وښ
شاعرانه سفر/ دوهمه برخه
همدې چرت کې اوم چې يو تونس موټر د سرک غاړې ته ودريده. د موټر په وروستي سيټ کې درې نجونې ناستې وې او د ښار عکاسي يې کوله. زه يې هم په خپلې ويډيوي کمره کې راواخيستم. ورته موسک غوندې شوم. يوې يې راته شونډې بوڅې کړې، دې نورو ته يې څه وويل او بيا دريواړو په ډکو خولو وخندل. ماخان شينواري په لفافه کې کينوګان راوړل او محبوب سره زردالان وو. کينوګان مو وخوړل، ډېره مزه يې وکړه خو د زردالانو ځکه مزه نه وه چې
شاعرانه سفر/ لومړۍ برخه
يادونه: د دې ليکنې له پاره ما د سفر په وخت کې يادښتونه نه دي اخيستي. کله چې له کندوز څخه راوګرځيدو، نويوه ورځ وروسته راته سروش تليفون وکړ چې د دې سفر يونليک دې وليکم. نو ستاسې په وړاندې چې کوم ليک پروت دی دا ټول زما د دې وچې کوپړۍ نه راوتلي يادښتونه دي. بازمحمد عابدد ١٣٨٧ ش کال د غويي د مياشتې ديارلسمه نيټه وه. د بهير غونډه لا پای ته نه وه رسيدلې چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې بهير ته خپل پريکړه ليک راوليږه. په دې ليک کې په کندوز ولايت کې د جوړيدونکي ريدي ګ
د استاد روهي له تابوت سره
د ١٣٨٥ کال د ثور د مياشتې په اته ويشتمه نيټه د پنجشنبې په ورځ پوره اوه بجې وې چې د رفيع الله نيازي تليفون راغي چې ويل يې زه د ميدان مخې ته ولاړ يم او عسکر مې ميدان ته نه ورپريږدي. زه د ميدان په لور په حرکت کې وم. ورته مې وويل چې زه هم درروان يم خدای به خير کړي. له دې سره مې خبرې نه وې خلاصې چې د پيکار صاحب تليفون راغی. هغه هم سخت جلالي شوی و او نوره يې د عسکرو په وړانډې حوصله له لاسه ورکړې وه. څه د پاسه اوه بجې وې چې زه د ميدان خولې ته ورسيدم. عسکرو يوازې زما کارت وليد او داسې فکر يې وک