د ١٣٨٨ کال د لړم د مياشتې١٩ نېټه وه چې قاري عبدالله کامه وال راته فون وکړ. ويل يې چې خبر شوی به يې د کامې فرهنګيانو د استاد صميم په نوښت د پوهاند زيار او کاروان صېب په وياړ غونډه جوړوي. دا غونډه به د لړم په ٢٢ نېټه د استاد محمد اصف صميم په ديره کې جوړېږي. د بهير، ټول افغان او لر او بر پاڼو ته يو اعلان وليکه او ټولو فرهنګيانو ته عامه بلنه ورکړه.
ما سم له لاسه خبرتيا وليکه او يادو شويو پاڼو ته مې ورکړه. نثار صېب ته مې فون وکړ چې زه خو له کاروان صېب سره کامې ته تلوونکی يم، هغه راسره هم وعده وکړه چې دی به هم له موږ سره ځي. په سبا راته کامه وال صېب بيا فون وکړ. د استاد شفيق وردګ نمبر يې راکړ. ويل يې چې استاد شفيق د اجمل ښکلي کاکا دی، هغه هم دې وياړ غونډې ته راځي. هغه ستاسو د رارسولو او بيرته کابل ته د رسولو ذمه واري په غاړه اخېستې ده. د استاد شفيق نوم ما هم ډېر اوريدلی و او اجمل ښکلي هم هر وخت راته ويل چې دلته له کاکا سره اوسېږي. کاکا يې ورته هر وخت وايي چې کله نا کله يې ملګري هم ورسره کورته راشي. خو داسې فرصت نه و پيدا شوی چې استاد شفيق سره دې ناسته ولرو.
استاد شفيق ته مې فون وکړ. هغه راته وويل چې قاري عبدالله راته ويلي دي او زه به ډېر خوښ شم چې دا خوشګوار سفر مو سره ګډ وي. ده ته مې وويل چې نن دوه بجې به ما او تا اړيکې نيسو. او بيا به پروګرام جوړوو، هغه راسره ومنله.
نثار صېب ته مې فون وکړ چې هغه تګ ته تيار دی او که څنګه؟
هغه راته وويل چې زه به ١٢ بجې له دفتر نه ووځم، کور ته به ځم او بيا به تاسو ته وايم چې کوم ځای ته درشم او يا دا چې کوم ځای درته انتظار وکړم.
د پنجشنبې د سهار ٩ بجې به وې چې په دفتر کې د کاروان صېب شعبې ته ورغلم. هلته زما او د کاروان صېب د شعبې مشر هم ناست و. ويل يې چې نن د ډرامې په هکله اډيټوريل بورډ دی چې دوه بجې به سره کينو. ما خوله راجوړه کړه چې ورته ووايم، دوه بجې زه او کاروان د ننګرهار په لور حرکت کوو. خو کاروان راته وی چې تيرو دريو غونډه کې هم زه نه وم او نن زموږ د ډرامې بورډ دی، بايد چې په کې برخه واخلم. خير دی يو ساعت وروسته دې حرکت وکړو. ما هم ورسره ومنله.
دوه نيمې بجې وې چې بيا راته کامه وال صېب فون وکړ، ويل يې چې استاد شفيق وايي چې عابد راته ويلي وو چې دوه بجې به ورسره اړيکې نيسم خو تر اوسه يې اړيکې نه دي نيولي. هغه ته مې اطمنان ورکړ چې دا دی اوس ورته فون کوم او ځای ورته ښېم چې چېرته سره پيدا کړو.
تر هغه د مخه مې نثار صېب ته فون وکړ. هغه ويل چې ماشومان يې همدا شيبه ننګرهار ته حرکت کوي، او دی به د کور د پېرې له پاره پاتې کيږي، استاد صميم او عبدالله کاموال ته ووايه چې ورڅخه خپه نه شي.
استاد شفيق ته مې فون وکړ. چې کاروان خو په اډيټوريل بورډ کې بند دی، اميد دی چې تر دريو بجو يې غونډه خلاصه شي، که ته همدا اوس زموږ د دفتر خواته راروان شئ نو بده به نه وي. د دفتر پته مې ورکړه . هغه ويل چې زه همدا شېبه له کوره راوتی يم. او په شلو مېنټو کې در رسېږم.
ده سره له خبرو وروسته د کاروان فون راغی ويل يې چې غونډه يې خلاصه شوه. ما شکر و ايست ورته مې وويل چې بس له شعبې نه دې راووځه. زه هم دا دی درووتم ځکه چې استاد شفيق مې هم راغوښتی دی.
استاد شفيق ته مې د څاروندوی بلاکونو سره د هوايي ميدان ٤٠ متره سرک ښودلی و. هلته چې ورسيدو، بيا مې ورته فون وکړ هغه ويل چې کوټه سنګی ته رارسيدلى دى. ما ورته وويل چې موږ هم د سرسبزي څلور لارې ته ورځو او هلته به د شام فارس هوټل مخې ته ولاړ يو. هغه وويل چې دا به ډېره ښه شي ځکه چې اوس به مو په اسانه پيداکړم.
څو شېبې لا تېرې نه وې چې استاد شفيق زموږ تر څنګه کورولا موټر ودراوه. له موټر نه راکيوتو روغبړ مو سره وکړ. د هوايي ميدان لاره مو ونيوله. مکروريانو ته چې رانېږدې شو نو قاري عبدالله ته مې فون وکړ چې موږ سره پيدا کړل او تاسو بيغمه اوسئ، موږ په طبعه در روان يو هر وخت چې درورسېدو.
په خبرو خبرو کې دومره سره خواږه شوو چې داسې فکر نه کيده چې ګوندې استاد شفيق سره مو تازه پېژندلي دي. کاروان صېب خو ورته وويل چې که موږ پوهېدو چې ته دومره خوږ انسان يې ډېر پخوا به مو راپيدا کړی وې. اجمل ښکلي خو موږ ته ستا ډېره يادونه کړې ده خو ما داسې فکر کاوه چې تاسې به له موږ نه ډېر مشر ياست. دا خو شکر دی ته خو د اجمل ښکلي همزولی يې. ما هم د کاروان خبره ورغبرګه کړه.
له مکرويانو څخه په وتو وو چې په سيټ کې مې د چايو په ترموز سترګې ولګيدې، راپورته مې کړ ، له چايو څخه ډک و. استاد شفيق ويل چې د دې لارې هيڅ پته نه لګي، کله خو داسې وخت هم راشي چې يوې پيالۍ چايو ته هم بنده ارمان لري، ځکه چې په دې لاره اعتبار نه دی په کار. ما ويل نامخدا ته خو پوره د کار سړى يې.
څرخي پله ته چې ورسېدو، نو د ملي اردو عسکرو هيله وکړه چې يو تن او له هغه سره ماشوم له ځانه سره تر جلال اباده يوسو. استاد شفيق راته ډېر زړه سواندی انسان ښکاره شو. عسکرو ته يې وويل چې زه هيڅ اعتراض نه لرم که زما دا ملګری ورسره نه تنګېږي. استاد ما ته وکتل، ما چې سړي ته وليدل، نو هغوی موږ ته د اميد په سترګه کتل. د سړي په سترګو کې لا دومره اميد نه برېښېده لکه څومره چې هغه ماشوم تمه لرله. ماشوم وړې غوټي ته لاس ور وړی و او په دې تمه و چې کله به زموږ له لورې ورته ويل کېږي چې راځئ راوخېژئ. ما هم استاد شفيق ته وويل چې ستا اعتراض نه وي نو زه خو بيخي نه تنګېږم. سړی له خپل ماشوم سره راوخوت، له سلام وروسته يې په دعاګانو خوله پرانېسته. ما ترې د عادت له مخې پوښتنه وکړه چې د کوم ځای دی؟ هغه له مخې سره وويل چې د لغمان يم. د ( غ) توری يې په (خ) ووايه. ما ورته له مخې سره وويل چې واله ته خو شاړی يې. ماشوم راته موسک شو او سړي وويل: (هو، شاړی يم. د پل چرخي په دې ماجد کې پيش امام يم. قوماندان کور آباد ويل کور ته لاړشم. او تاسو کور ودان چې ما موټر ته جګ وکو.)
په خبرو خبرو کې ماهيپر ته راورسيدو. زما اندېښنه وه چې ماهيپر کې به لاره بنده وي خو اندېښنه مې بې ځايه وختله. لاره بيخي خلاصه وه، البته د ماهيپر په منځ و مانه کې استاد شفيق يو موړ په تندۍ سره کټ کړ چې د يو ه فلاينګ کوچ سره يې د وروستي بامپر اړخ ولګيدو. استاد شفيق ملامته و. د فلاينګ کوچ ډريور موټر ورو کړ او ويې ويل: سړی داسې موړ اخلي؟ شکر وباسه چې خدای فضل وکړ.
استاد ورته موسک شو او ډريور په خپله مخه لاړ.
په خبرو سر ه ګډ وو چې ما استاد شفيق ته وويل:
_ استاده! اجمل ښکلی چې اوه اته کاله مخکې بهير ته راتلو هغه هم د ښکلي پر ځاې وردګ تلخص کاوه، خو چې څو غونډې سر په سر زموږ خواته راغلو، نو وردګ مو ورته په ښکلي واړاوه، که ستا هم بهير ته تګ راتګ پيدا شي، نو د وردګ تلخص به درڅخه په ډېره اسانه واخلو او د ښکلي په څېر به درته يو ښکلی تخلص پيدا کړو. هغه وخندل او ويې ويل:
_ استاد اصف صميم چې کله ما چا ته مخ په مخ ورپېژني نو ورته وايي چې شفيق د کامې دی خو وردګ تخلص کوي. کاروان صېب ته هم سوال پيدا شو چې ولې وردګ تلخص کوې، آياکورنۍ مو له وردګو څخه په نېږدې ماضي کې کامې ته راغلې ؟
استاد شفيق ورته وی چې له وردګو نه زموږ غور نيکونه ننګرهار ته راغلي دي.
ما ورته وی چې بيا خو تاسې وردګ پاتې نه شوئ. هغه راته يوازې په شيشه کې ښکلې موسکا وکړه. د مازيګر لمونځونه مې د ماهيپر په نيمايي کې وکړه. کاروان صېب او استاد شفيق په اودس کې وو. ما او شاړي ملا د ماهيپر په يخو اوبو اودسونه تازه کړل. ما اودس کاوه چې استاد شفيق راته مخ پاک راوړ په ايمان چې له زړه نه مې ورته دعا وکړه.
ملا صېب هم اودس تازه کړ او مسافرانه لمونځ يې په جمع راکړ.
په لاره تر ډېره شاړي ملاصېب چې نوم يې ملا عبدالله و د خپلې زحمت کشی او ملاييتوب کيسې کولې. ويل يې چې په کوهاټ کې يې زده کړې کړي دي. تر پنځه ويشتو سپارو پورې يې حفظ کړی دی او نور يې د علم دورې کړي دي. د سترې محکمې د پخواني رييس شيخ الحديث مولانا فضل هادي شينواري د شاګردۍ وياړ ورته حاصل دى او ډېر ترې متاثره دى. سر ه له دې چې د قاري صېب په وينا د دينو زده کړو دورې يې کړي دي خو مکتوب يې څو ځلې مرطوب ووايه. د څرخي پله د عسکرو قوماندان ورته ويلي و چې د هغه په وينا مرطوب وليکي چې د حج او اوقافو له وزارت نه ورته معاش مقرر کړي. دې خبرې ته يې ډېره تمه پيدا شوې وه. ما هم ډاډ ورکړ ورته مې وويل چې که قوماندان صېب دې واسطه شي دا کار دې کيږي.
د خپل غربت په اړه هم قاري صېب خبرې وکړې ويل يې چې له خدای نه راضي دى. د طالبانو په وخت کې ورته مور او پلار کوژده وکړه. نېږدې د زکات مياشت راغله. نيت يې وکړ چې د زکات پسې کوهاټ ته لاړ شي ځکه چې هلته يې څو کاله امامت کړی دی او د هغه ځای خلک ډېر دينداره او زړه سواندي دي، له خپل کلی نه لا نه و وتلی چې د خدای يو دوست ورباندې مهربانه شو او د هغه وخت سل لکه روپۍ يې ورته زکات کې ورکړې. له خدايه يې شکرونه و ايستل، واده يې تيار کړو او اوس مال د خدای دی د دريو بچو خاوند دى.
سروبي ته چې ورسيدو نو استاد شفيق ويلې چې که اشتها ولرو چې انار راواخلي، کاروان صېب ويل چې زما خو زړه ته نه کېږي که عابد اشتها لري نو زه به يې راواخلم. ما هم د نفي ځواب ورکړ خو ملا صېب ويل چې زه به يو چارک انګور کور ته واخلم. موټر يې ورته ودراوه او ملاصېب د چارک پر ځای پوره من خلته په ١٢٠ افغانيو راونيوله. موټر ته چې راوخوت، د سروبي د بازار له ګرانۍ يې سر وټاکاوه، ويل يې چې دا خلته په پل چرخي کې په ٦٠ افغانۍ ورکوي، نو دا ظالمان دي.
د ماښام لمونځ مو ورېښمين تنګي کې د عسکرو هغې پوستې ته ورساوه چې د روسانو په وخت کې مجاهدينو غورځولی و او بيا يې پرې د استحکام پل اچولی و چې تر اوسه پورې په دې نامه يادېږي. ملا صېب مخکې شو او موږ ورپسې اقتدا وکړه. موږ چې دويم رکات ته ورسيدو، نورو خلکو هم موټرې درولې او د ملا صېب پسې يې نيت تاړه. خو کله چې د دويم رکات قاعده ډېره اوږده شوه نو زما په زړه کې تېر شول چې هسې نه ملاصېب سلام وګرځوي چې په دې کې ملا صېب سلام ورګرځاوه. زه په دوو کې ونښتم، سلام ورګرځوم او که څه وکړم؟ په دې کې پرې استاد شفيق د الله اکبر غږ وکړ. هغه هم د الله اکبر ناره پورته کړه او دريم رکات ته ودريدو. اوس نو ډېر کسان په ملاصېب پسې درېدلي وو. زما پام د دريم رکات په قاعده کې دې خبرې ته لاړ، هسې نه چې ملا صېب نه د سهوې سجده هېره شي. خو داسې نه وه. ملاصېب د سهوې سجده وکړه او زما اندېښنه يې غوڅه کړه.
سرخکانو ته نېږدې شوي وو چې د قاري عبدالله کامه وال ټيلفون کاروان صېب ته راغلو. ويل يې چې موږ هم در روان شوي يو او په ډرونټه کې به درته ولاړ يو بيا به په ګډه کامې ته سره ځو. موږ چې د ډرونټې له تلاشۍ نه تېر شو، کامه وال صېب ته مې ټيفلون وکړ، چې موږ رارسېدلي يو او د ډرونټې په بازار کې د تېلو پمپ کې ولاړ يو. هغه ويل چې دا دی موږ هم درورسېدو. په دريو موټرو کې قاري عبدالله کامه وال، نجيب الله نايل. شريف الله ناصري، شېر عالم امله وال، سيد عبدالله نظامي، ډاکټر ناصر کامه وال، ګل کريم کامه وال اوذبيح الله خنجر راورسيدل. همدلته مو سره روغبړ وکړو. ډاکتر ناصر کامه وال د جوسو ډبي راواخېستل او موږ په خوند، خوند نوش جان کړ. له همدې ځايه مې پرهېز شګېوال ته ټيلفون وکړ، ورته مې وويل چې ځان تياروه چې د زيار صېب او کاروان صېب په وياړ د کامې فرهنګيانو د صميم صېب په مشرۍ سباته يوه درنه غونډه نيولې ده. هغه راته د خپلې ناروغيتا نه وويل او بخښنه يې وغوښته. بيا يې خبرې همداسې پسې اوږدې کړې ويل يې چې په چين کې زما د تره زوی سره مخ شوی و او ډېره مينه يې ورکړې وه. ما ورته ويل چې اخر د تره زوی د چا و هاهاهاهاهاهاها. پرهېز ډېر خوشحاله و چې په چين کې يې زما د تره زوی موندلی و.
له پرهېز سره مې خبرې لا خلاصې شوې نه وې چې بل زنګ مې ټيلفون ته راروان و او چې ما له هغې اجازه اخېسته، نو بيا زنګ مسکال شوی و. دا د داوود وفا زنګ و. ټيلفون مې ورته وکړ هغه راته له مخې سره وويل چې:
پيره زه خبر يم چې کامې ته راروان يې. او نن شپه به مو له ما سره وي، ډاکټر اجمل بهير او ډاکټر فرهاد خليلزی هم په تمه دي. ما ويل چې شپه به مو د صميم صېب په ځای کې وي، تاسې هم هلته راشئ. هغه راسره ومنله. دلته شير عالم امله وال ويل چې زه او ناصري صاحب تاسو سره کامې پورې ځو او بيا درڅخه بيرته جلا ل اباد ته راځو. ما ويل ولې؟ امله وال صېب ويل چې زما خو دوايي کور کې پاتې ده. ما مخامخ درملتون ته لاس ونيو او ورته مې وويل چې که څه هم ته خو خپل درملتون لرې خو څه قسم دوايي دې په کار ده چې دلته يې راواخلو. ويل يې دا خبره دې پر ځای ده خو ناصري صېب هم ښار ته رارسول غواړي ځکه چې يوه جمعه يې کېږي چې واده يې کړی دی. ما ناصري صېب ته له ګيلې سره سمه مبارکي ورکړه او هغه ټوله پړه په قاري عبدالله واچوله.
بس نور مو نه غوښتل چې دلته تم شوو. زه قاري عبدالله او نجيب نايل سره په موټر کې سپور شوم او ګل کريم کامه وال چې ډېر خواريکښ او فطري شاعر دی، زما پر ځای استاد شفيق او کاروان سره په موټر کې کيناست او حرکت مو وکړ. موږ د بهسودو پل ته رسيدلي وو چې کاروان صېب ته مې ټيلفون وکړ ورته مې وويل چې موږ درته د بهسودو په پول باندې د تېلو پمپ سره ولاړ يو له دې ځايه به څلور واړه موټرې يو ځای حرکت کوو. همدلته مې له يوه دوکان څخه سګريټ راواخېستل چې په دې کې راباندې شريف الله ناصري غږ وکړ . موټر ته ورغلم. د زيتونو يو بوتل يې راکړ او ويې ويل چې دا مې له مغازې نه ستا په نوم را اخېستی دی. ما هم ترې په ډېره خوښۍ واخېستو او نايل صېب ته مې ورکړ چې موټر کې يې سمبال کړي. ناصري صېب سره د موټر په سي ډي کې يوه کسټ وه چې نقيب احمد اتل په کې خوندورې رباعيانې او غزلې په ترنم ويلې، ما ورته ويلې چې دا سي ډي به ما ته هم يوه کاپی راکوې. هغه بټنه زور کړه سي ډي راووته، په پوښ کې يې بنده کړه او زما په لاس کې يې را کړه. ما هم له مننې سره ترې واخېسته.
د کاروان صېب ټيلفون راغی ويل يې چې موږ خو له تاسې راتېر شوي يو او د کامې په پله درته ولاړ يو. موږ هم حرکت وکړ او د کامې په پله سره يو ځای شو. هلته نه سيده د استاد صميم باغ ته لاړو. استاد د باغ بيا رغاونه په پوره ذوق او شوق سره کړې ده. ابادي يې په کې نوې کړې وه. کوټه کې يخني ډېره وه او هم په هوا کې لمده بل و. هغوی هم له مخې سره کمبلې راواخېستې او موږ په کې پښې ورننه ايستې. موږ ډوډۍ خوړلې وه چې داوود وفا، ډاکټر فرهاد خليلزی او ډاکټر اجمل هم راورسيدل. استاد شفيق له موږ نه اجازه وغوښته چې زما مشران او تر ما يو کشر ورور غواړي چې تاسې سره همدا نن شپه وګوري زه هغوی پسې ځم او بېرته ورسره راځم.
له ډوډۍ خوړلو وروسته د ناصري صېب په سر امله وال صېب، سيد عبدالله نظامي او ذبيح الله خنجر هم د جلال اباد په لور حرکت وکړ.
يو ساعت به لا تير شوی نه و چې استاد شفيق له خپلو وررنو قاسم خان، اسدلله او فرهاد سره په حجره راننوتل. په ړومبي ځل ليدو يې وپوهېدو چې يوازی استاد شفيق نه چې ټوله کورنۍ يې ډېره نېکه او مينه ناکه انسانان دي .
دلته مو له استاد نه خوندورې او ظريفې ټوکې واوريدې او په منځ منځ کې به قاري عبدالله، نايل او ما هم يوه نيمه ټوکه کې ورسره ځان ګډولو چې په حجره کې ناستو کسانو به په مستوخندا ګانو بدرګه کولې. د صميم صېب له خولې دا يوه ټوکه را اخلم.
(( په دې وروستيو کې چې کوچيان ځايي شوي دي، نو چېرته د لارې په سر يې کور او جومات هم جوړ کړی و.
جومات ته يې ملا نيولې و. څوک چې به په لاره تېرېدل نو د کوچيانو مشر به راګرځاوه او ورته به يې ويل چې دازموږ ملا صېب دی.
بيا به يې ملا صېب ته مخ ورواړاوه او و به يې ويل:
ځه کنه ملاصېب! يو آذان خو ورته وکړه. ))
دې ټوکې دومره چک ولګاوه چې تر ډېره مو ورته وخندل.
نجيب نايل يوه خاطرې ته ورته کيسه کوله:
((موږ يوه ډله فرهنګيان کابل ته د نړيوال کنفرانس په خاطر په يوه کاشتر سپاره وو. په ټوله لاره مو شعرونه ويل. يو ځای کې راته د کاشتر کلينډر ويل چې پروګرام ته روان يئ؟
ما ورته ويل چې هو.
هغه بيا وويل چې سامان مو چېرته دی؟
ما ورته وويل چې هغه مو په يو بل موټر کې بار کړی دی اوس به رسيدلى وي.
بيا يې يو مشر استاد ته چې د سفري مشاعرې په منځ منځ کې به يې يوه نيمه خوندوره خبره کوله، لاس ونيو او ويې ويل:
لکه چې دا مشر به مو د ميدان پيسې راټولوي.))
قاري عبدالله کيسه کوله:
(( زموږ دوه تنه کليوال چې يو يې غلامی او بل يې پاچا صېب نومېده. پاچا صېب غلامي ته ويل چې ستا پلار به چې په مياشتو پس ښار ته تلو، نو مور ته به دې ويل چې هغه څپلۍ مې په ورخ کې کېږده چې سبا پورې پستې شي. سهار چې به يې پښو ته واچولې پستې شوې خو به وې خو چې د موټرو تر هډې به رسېده بېرته به شخې شوې او درې څلور ځايه به يې پښه ورته وهلې وه. ښار ته چې به ورسېده او په درمسال به تېريده نو د چپلي کباب بوی به پرې ولګېدو، هوټل ته به ننوت او ښه په مړه خېټه به يې وخوړو. په بازار کې به يې چې سودا وکړه او بېرته به د کامې هډې ته ته راتلو نو لاره خو به يې په درمسال وه، له ځانه سره به يې وويل چې خدای خبر بيا به کله ښار ته راځې، راځه يو خوراک کباب نور هم وخوره. کله چې به له هوټل نه راوتو، نو يو خوراک به يې نور هم له ځان سره په اخبار کې راتاو کړ. د کامې په موټر کې چې به د سرې په بوجۍ کيناست، نو د څادر لاندې به يې پټ پټ خوړو. د کامې پول ته چې به راورسېدموټروان به د موټر ماشين ته اوبه ورکولې، پلار به دې ورښکته شو او د کونړ د سيند خړې اوبه به يې په ګلين وڅښلې. نو اباد ته چې به راورسېد، نو کانګې به يې شروع کړې، په اخوند کلا کې به پرې سر درد راغی او چې د سرای په بازار کې به له موټر نه ښکته شو، اخېستې سودا به يې په موټر کې پرېښې وه. چې مور به دې ترې پوښتنه وکړه چې سودا دې څه کړه، هغه به تندي ته ټس ورکړ. پخوا هسې هم د کامې په لين دوه موټرې چلېدې، چې يو د ماموري استاد و او بل د مهمندي استاد. که پلار به دې له مهمندي استاد سره راغلی و نو ماموري استاد ته به يې لاره نيولې وه او که ماموري سره به راغلی و نو مهمندي استاد ته به يې مخه نيولې وه.))
تر يوولسو بجو پورې دوی او وفا صېب دوی راسره ناست وو. بيا دوی کورونو ته د تګ اجازه له صميم صېب نه په وچ زور واخېسته او موږ ته ګل کريم د اودسونو له پاره اوبه ګرمې کړې وې چې باور وکړئ په هغې سړی هوا کې په يخو اوبو اودس ډېر خوند وکړ. زه په لمونځ ولاړ اوم چې ټيلفون مې وشرنګيده. شرنګا يې چې زياته شوه ګل کريم راولاړ شو. غوښتل يې چې ټيلفون ځواب کړي. خو کله چې وپوهيده چې د پيښور نمبر دی تو اوکی يې نه کړ او خپله بند شو. ما هم سلام ګرځولی و. چې ومې ليدل نو زوی مې راته ټيلفون کړی و. بيا مې هغه ته ټيلفون وکړ او ورته مې وويل چې د دوه ورځو له پاره کامې ته راغلی يم، کاروان صېب هم راسره دی.
د کوټې ابادي نوې وه او ساړه هم تر بريده اوښتي وو. ما قاري عبدالله ته وويل چې په کمپلو کې زما ساړه نه کرارېږي، ما ته يوه بړستنه راوړه، هغه دې خېر يوسي، ښه درنه بړستن يې راوړه. کاروان يو کمپله راکش کړه او قاري صېب پرې دوهمه کمپله هم واچوله. کاروان صېب دومره وويل چې جار شم، جار شم او بيا يې تر سهاره پورې له کمپلې سر را ونه ايسته.
ملا آذان سره سم ګل کريم پاڅېدلی و او موږ ته يې د اودسونو له پاره اوبه تودې کړې وې. موږ هم اودسونه وکړل او بيا مو په کمپلو کې نيمايي ځانونه پټ کړل. غورې مو سره کولې او بيګانۍ ټوکې مو سره تکرارولې چې په دې کې ګل کريم چای او غوړ سوکړکان راوړل. پراټې يې هم راوړې وې، خو موږ تر بسه پورې سوکړکان وخوړل خداۍ شته ډېره مزه يې وکړه.
له چای څښلو وروسته زه له کلا نه بهر راووتم ما ويل که چېرې له لېرې خپل کلی ووينم. خو له دې ځايه زموږ کلی نه ښکارېده. صميم صېب بېلچه په لاس کې نيولې وه او يوه نرۍ لاره چې ټټۍ ته تللې وه د هغې لارې هواري يې نيوله. درې څلور تنو غټې غټې پتيلې را دننه کړې او ګل کريم په خرګاډي کې يو خم ايښی و او له کوم ځايه يې اوبه په کې راوړلې.
داوود وفا ته مې ټېلفون وکړ، هغه ويل چې په کلي کې مو يوه زنانه په حق رسېدلې ده اوس په جنازه کې يم، لس بجې مړی خاورو ته سپاري، بيا درځم. ما هم نور ونه چيړه. له جلال اباد نه د فرهنګيانو د راتګ بهير پېل شو. په سر کې لعل پاچا ازمون، اصف شينواری، ببرک مياخيل او بريالی وياړ راغلل، دوی سره مو روغبړ وکړ او بيا چې څومره لمر تودېده، هومره د فرهنګيانو د راتګ سلسله غزېده.
قاري صېب، نظامي او شفيع الله تاند حجرې ته د ننوتو په حال کې وو چې زه يې هم له لاسه ونيولم او حجرې ته ننوتو. ويل يې اجنډا جوړوو. هملته مو په ګډه اجنډا جوړه کړه، ملګرو ما نه هيله وکړه چې د دريځ چارې پر مخ بوځم. خو ما ترې ځان په دې خلاص کړو چې زه خو له کابل نه کاروان صېب سره راغلی يم او په ميلمنو کې ځان شمارم. ښه به دا وي چې تاند او نظامي يې په ګډه پر مخ بوځي. زه به ورسره د مشاور په توګه ونډه واخلم. بله دا چې زه عکاسي کوم، چې بيا به مې ستيج ته دومره پام نه وي. هغوی را سره په دې شرط ومنله چې د کاروان صېب ښکلي، ښکلي بيتونه به ورته د کاغذ په مخ ليکم. دې کار هم دومره سختي نه غوښته، له کاروان نه مې بکس راواخيست او ښه ډېر شعرونه مې د دې توصيې سره ورته ورکړل چې پوره غزل به نه وايي، له هرې غزلې نه به د خوښې دوه دوه بيتونه وايي. نظامي صاحب راسره ومنله.
څه کم لس بجې وې چې د کامې يو شمېر ولسي مشران، ولسوال، د امنيه قوماندان او ځوانان له فرهنګيانو سره يو ځای په چوکيو کيناستل او غونډه پيل شوه.
تر هر څه د مخه نظامي صېب دريځ ته راغی او د غونډې د پېل خبرې يې په رنګيو او شاعرانه الفاظو وکړې او بيا يې له استاد زيار، پير محمد کاروان او محمد حسن ولسمل څخه هيله وکړه چې د ستيج تر څنګه چوکيو ته راشې. دوی د غونډې د ګډونوالو د لاسونو د پړقا په بدرګه کې خپلو چوکيو ته لاړل او بيا يې يوه ځايي قاري صېب ته بلنه ورکړه چې غونډه يې د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پرانيسته. ورپسې يې د صميم صېب تره استاد عبدالحليم ته بلنه ورکړه چې د کورنۍ په استازيتوب راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايي او بيا ولسمل صېب د غونډې په جوړيدو او اهميت اوږدې خبرې وکړې. ورپسې استاد صميم د استاد زيار د اوږده عمر په خدمتونو او په نه ستړي کيدونکو هلو ځلو رڼا واچوله او هم يې د پيرمحمد کاروان په شعري قوت مفصلې خبرې وکړې. تر دې وروسته د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ر ييس اورنګ صميم خبرې وکړې، خوښي يې وښوده چې په ولسي کچه دومره پرتمينه غونډه جوړېږي. تر ده وروسته د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون خبرې وکړې او بيا حفيظ الله غښتلې لنډه وينا وکړه او تر ټولو وروسته استاد محمد اسمعيل يون ستيج ته د ړومبۍ برخې د ارزونې په خاطر وغوښتل شو چې استاد اول خپلې خبرې وکړې او بيا يې د دوستانو خبرې ګټورې وبللې او هيله يې څرګنده کړه چې که داسې غونډې دوام ومومي نو موږ به غټه ګټه دا کړي وي چې فرهنګي غونډې به مو ولسي وګړو ته رارسولي وي چې ګټه يې تر هغې ډېره ده چې د فرهنګيانو تر منځ کېږي. استاد يون له استاد زيار څخه وغوښتل چې پاتې عمر په وطن کې تېر کړي چې ځوانان يې له تجربو او علميت څخه ګټه پورته کړي.
د استاد له خبرو وروسته يوه ازاده مشاعره پيل شوه. چې کاروان صېب په سر کې خپل څو شعرونه واورول چې د ناستو کسانو پام يې ځان ته راواړاوه. په دې وخت کې ډاکتر اجمل بهير او داوود وفا زه وغوښتم او ويې ويل که له ترور کره دې ځې همدا وخت دی، موږ او زما موټر ستا په خدمت کې دی چې له غونډې وروسته بيا نه کيږي.
ما نظامي صېب ته وويل چې زه د شلو مېنټو له پاره بهر ووځم، چې په دې دوران کې ما شعر ويلو ته ونه غواړې.
په همدې دوران کې د کنړ سيند څپو ته هم ورنېږدې شو او لږه شېبه مو هلته هم تېره کړه. د شلو مېنټو پر ځای مو کابو څلويښت مينټه تېر کړل. کله چې د مشاعرې ځای ته راورسيدو، د استاد شفيق ورور اسدلله راباندې غږ وکړ چې عابد صېب ته خو يې کوم څلور ځلې د شعر ويلو له پاره وغوښتې خو تا ځان پټ کړی و.
د مشاعرې ځای ته چې ننوتو، نو استاد ګل يې شعر وېلو ته غوښتی و او خبرې يې کولې. وروستۍ خبره يې دا وکړه چې ما د شعر ويلو نه توبه ايستلې ده. په دې دوران کې شريف الله ناصري زما خوا ته راغی او ويل يې چې ما ته وظيفه راکړل شوې ده چې تا يو ځل تر ستيجه ورسوم. ما ورته وويل چې مشاعره خلاصه ده او خلک هم نور تنګ شوي دي، د شعر اوريدلو زغم به نور ونه لري، له ما نه تېر شه. خو هغه ويل چې دا ناست ولسي خلک تا ټول په نامه پېژني، که شعر نه هم وايې، يو ځل په ستيج راښکاره شه. ما ويل سمه ده. هغه لاړ او نظامي صېب ته يې وويل چې عابد راپيدا شوی دی را و يې غواړه.
د استاد ګل خبرې هم خلاصې شوې وې، نظامي صېب ستيج ته راغی او ويې ويل چې ستاسې له ډېر انتظار نه وروسته عابد ستيج راځي او تاسې ته خپل شعر اوروي.
زه چې ستيچ ته ورغلم نو په دې خبره مې خوله پرانيسته:
استاد ګل خو وويل چې له شعر نه مې توبه ايستلې ده خو زه به ووايم چې شعر له ما نه توبه ايستلې ده . او زياته مې کړه:
زه په اولس کلنۍ کې له خپل کلي نه وتی يم. او تاسې ټولو ته معلومه ده چې په ننګرهار کې ٩ مياشتې اوړی وی. زه به پوره ٩ مياشتې د بام په سر ويده کيدم او سهار به چې له لمرخاته سره سم راپاڅيدم نو تر هر څه مخکې به مې د کامې په ښکلي او زړه راښکونکي منظرې سترګې لګېدې. د دې ښکلې منظرې په ليدو به مې هر سهار روح تازه کېده. کله چې زه پيښور ته په کډه شوم، ما د ننګرهار نورې ولسوالۍ نه وې ليدلي او نه اوس دومره بلد يم. نو کله چې ما په شعر ليکلو پيل وکړ او د خپل خيال له پاره به مې فطري انځور ته اړتيا محسوس کړه نو تر هر څه د مخه به د کامې دې ښکلې منظرې چې ما به هر سهار د بام له سره ليده، سترګو ته انځور شوه. نو که ووايم چې دې کامې ماته ډېره شاعري راکړې ده نو پر ځاى به مې ويلي وي او نن چې زه په کامه کې د فرهنګيانو او ولسي وګړو په منځ کې ځان وينم،دومره خوشحاله يم چې د اظهار له پاره يې ژبه نه لرم.
ما په لنډ بحر کې اوږد غزل په کمزورو خيالونو ليکلی چې يوازې کاروان صېب ته مې ويلی او فکر کوم چې د هغه هم نه دی خوښ شوی. ( په دې وخت کې کاروان صېب غږ کړ چې ولې ځان ګنګاروې شعر خو دې زما خوښ شوی دی.
غزل مې ووايه او له ستيج نه ښکته شوم.
له ما وروسته استاد زيار خبرې وکړې او بيا کاروان صاحب خپلې خبرې وکړې چې خوږې خاطرې يې د موسی شفيق له شعر سره او استاد قيام الدين خادم له نثر سره تړلې وې او ډېره موده وروسته ورته پته لګيدلې وه چې د دې هنري شعر او هنري نثر مخليقين د کامې ولسوالۍ وو.
تر دې وروسته د پګړيو د په سر ولو سلسله پيل شوه چې استاد زيار ته د استاد محمد اصف صيميم او مشفق صېب په لاسونو په سر شوه، کاروان صېب ته د محمد حسن ولسمل او استاد ببرک مياخيل په لاسونو په سر شوه. استاد ازمون ته د اورنګ صميم او .............. په لاسونو په سر شوه او استاد اسمعيل يون ته د نوموړي ولسي مشر غلام صديق خان او د کامې ولسوال په لاسونو په سر شوه.
دې وياړلو د دې پګړيو د پت ساتلو ژمنې وکړې. تر دې سلسلې وروسته استاد صميم ستېج ته راغلو او د غونډې د پای د خبرو په ترڅ کې يې له استاد ازمون او استاد يون څخه وغوښتل چې تېر په هېر وشماري او خپل زړونه يو بل ته پاک کړي.
خو ارمان چې استاد ازمون په دې دوران کې له غونډې وتی و.
د غونډې په پای کې اعلان وشو چې د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال په خپل شخصي لګښت د کامې د پول په درې لارې کې يو يادګاري مينار جوړ کړی. دا مينار د يوه کتاب بڼه غوره کوي او درې پاڼې يې پرانيستې دي چې په يوه پاڼه يې د کامې ولسوالۍ پورې اړوند د عالمانو نومونه، په بله پاڼه جهادي شهيدان او په بله پاڼه يې د نوموړو فرهنګيانو نومونه ليکل شوي دي.
د ډوډۍ خوړولو تر مخه کاروان صېب زه کلک له لاسونو نيولی وم، ويل يې ډوډۍ به يو ځای سره خورو. ما وی چې مشران ډېر دي، حجره کې به ځای نه شي، ته ورځه زه به په دې چمن کې ډوډۍ وخورم. کاروان صېب ويل چې راځه ته خو هم اوس په کشرانو کې نه راځې، په ږيره کې دې سپين لګيدلي دي. دواړه يو بل ته موسک شوو. موږ چې حجرې ته ننوتو، استاد زيار او استاد يون له استاد صميم سره ناست وو. موږ هم ورغلو او تر څنګه يې کيناستو.
دستر خوان ته نرۍ ، غټې وريجې او قورمه راوړل شوه. مجال شته که چا پرته له غټو وريجو بل څه ته لاس کاوه. زه يون صېب ته مخامخ ناست وم او يون صېب دروازې ته مخامخ و. يون صېب غږ وکړ چې خان کاکا راځه موږ سره به کېنې. ما ته يې کړه چې خان کاکا ته په خوا کې ځای ورکړم. خان صېب راغی او زما تر څنګه کيناست. بيا راته يون صېب وويل چې غلام صﻻيق خان کاکا خو به پېژنې، د ډاکټر ناصر بابا دی او د سيمې نوموړی شحصيت دی، زه چې کله د ښار له شوره تنګ شم نو د خان کاکا خواته راځم. ما وی نوم يې اورېدلی دی او خوښ شم چې اوس يې تر څنګه ناست يم. خان صېب ماته په خواږه نظر راوکتل. خان خان صېب هم د شولې په خوړولو پېل وکړ. څو نوړۍ چې يې واخېستې، نو غوری په تشېدو و، په يوه ځوان يې غږ وکړ چې شوله راوړي، هغه له ځنډ وکړ. په بل يې غږ کړ، هغه هم ځنډ وکړ، خو کله چې يې د شولې غوری راوړ، نو خان صېب ښه وراټه.
له ډوډۍ خوړولو وروسته چې ديرې ته راووتو، ما سګريټ وګاوه، شا و خوا مې ياران څارل چې په ډاکټر ناصر راته د سر په خورولو غږ وکړ. په کټ کې يې بابا تکيه وهلې وه او څه يې ورته ويل. زه چې د ډاکټر ناصر خواته ورغلم، نو راته يې وويل چې دا مې نيکه دی، وايي چې له کابل نه راغلي مېلمانه بيګاته مېلمانه کړه. نو تاسې به بېګا ته له ما سره ياست.
ما وی چې استاد يون راته وويل چې خان بابا ستا نيکه دی، خو که زه خان بابا ته د خپلو مشرانو نومونه واخلم، نو امکان لري چې زموږ او ستاسې خپلوي نوره هم پخه شي. خان صېب مې مخاطب کړ او ورته مې وويل چې زه د ثمرخېلو د ملک مرجان لمسی يم. خان صېب راوغوړيده او ويې ويل:
خدای دې وبخښي، په خپل وخت کې يې ولس ته د پام وړ خدمت کړی دی. بيا يې زموږ د کورنۍ د نورو خدای بخښلو نومونه هم واخېستل، لکه حاجي مير اکبر، حاجی تحويلدار او ...... خو شکر دی چی له هغو مشرانو څخه خو حاجي کچکول ژوندی دی. ډاکټر ناصر کله ما ته او کله خپل بابا ته خواږه خواږه راکتل او ويې ويل. اوس چې دا خپلوي نوره هم پخه شوه نو شپه به مو له موږ سره وي. ما وی چې که شپه پاتې شو نو له استاد شفيق سره به يو.
د جمعې د لمونځ وخت تېر شوى و. يو ځوان مصله راوړه . ړومبى کاروان او بيا ما د ماسپښين لمونځونه وکړل. زه کاروان په کټ کې کيناستو څو تنه ځوانان راغلل او له کاروان صاحب نه يې هيله وکړه چې عکسونه ورسره واخلي. استاد زيار هم راغلو. د هغه هم د وياړ پګړۍ په سر وه د عکسونو اخېستلو لړۍ پسې وغزيده. بيا کټونو ته چاى راوړل شوې. په دې کې استاد ببرک مياخېل راغى او و يې ويل:
هر څوک خپل کار کوي او زه هم خپل کار پسې راغلم. غواړم چې له استاد زيار او کاروان صېب سره د دې غونډې په اړه يوه ګډه مرکه وکړم. مياخيل صېب زموږ په موجوديت کې مرکه پېل کړه. په څلورو کټونو کې فرهنګي ياران سره ناست وو او چاى يې څښلې. ټولو به پيالى په ډېر پام پورته کولې او دا ځکه چې د پيالو غږ جګ نه شي چې د مياخېل صېب ثبت ته صدمه ونه رسوي.
عابد، کاروان، استاد صميم، عبدالله کاموال او نجيب نايل د استاد صميم په حجره کې
کاروان، محمد حسن ولسمل ، استاد زيار او په دريځ ولاړ سيد عبدالله نظامي د غونډې د پېل شېبې
محمد حسن ولسمل د غونډې په اهمېت خبرې کوي
کاروان صېب د خبرو پر مهال
د ګډونوالو يوه څنډه چې په مخکې کتار کې يې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريس اورنګ صميم، استاد يون د کامې ولسوال او د امينه قوماندان ليدل کيږي.
د غونډې د ګډونوالو يوه بله څنډه
مشفق صېب او استاد صميم استاد زيار ته پګړۍ په سر کوي
کاروان صېب ته ولسمل صېب او ببرک مياخېل پګړۍ په سر کوي
کاروان د عابد او محبوب تر منځه
د کامې د ولسوالۍ د امينه قوماندان، استاد زيار، د کامې ولسوال او عابد
استاد زيار او کاروان تر نازولو وروسته
استاد صميم د استاد زيار او کاروان تر منځه
ببرک مياخېل له استاد زيار سره د مرکې په حال کې
فرهاد احمد خليلزی، استاد ازمون، نجيب نايل او بريالی وياړ
سيد عبدالله نظامي، هميم جلالزی، غوث الدين فروتن، حفيظ الله غښتلی، شفيع الله تاند او نجيب نايل