دليندۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه دکابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځې د شپې څانګې د څوارلسمې دورې فارغانو ته له پوهنتون څخه د فراغت سرټيفيکېټونه ورکړل شول.
غونډه د کابل په اريا پېنځه ستوريزه هوټل کې د قاري عبدالله کامه وال په ويندويي په يوولسو بجو د قران کريم په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې يو تن فارغ شوي محصل سلطان محمد ثبات د غونډې ګډوون کوونکو ته ښه راغلاست ووايه. د فارغو شوو محصلينو په استازولۍ رفيع الله نيازي په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي او پښتو څانګې د تاريخي بګرونډ په دغه څانګه کې د خپلو زده کړو د پيل او پای ته رسولوپه اړه رڼا واچوله، ورپسې په نوبت سره د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې مشر پوهنوال احمد شاه زغم ، ملي مبارز، د قام خادم او د پښتو څانګې استاذ پوهندوی محمد اسماعيل يون، د نوموړې څانګې بل استاذ پوهنمل محمدا جان حقپال ، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاذ پوهندوی نظرمحمد بهروز، خوږ ژبي، ټولمنلي او داسلامي فکر خاوند شاعر پير محمد کاروان، پياوړي ژورناليست او اديب ډاکټر محمد اکبر اکبر، مجاهد ليکوال استاذ عبدالباري غيرت اود حسين خېلو شورا وياند قاضي صاحب حيات الله فارغو شوو محصلينو ته مبارکي وويله او دوی يې په راتلوونکې د خپلې ژبې ټولنې او هېواد مسووليتونو ته متوجه کړل، دټاکنو د شکايتونودکميسيون غړي مولوي مصطفی بارکزي غونډه په دوعا پای ته ورسوله، ورپسې فارغو شوو محصلينو ته سرټيفيکټونه او د محصلينو له لوري خپلو استاذانو ته د تحفو په ورکولو او د غرمنۍ په تيرولو غونډه پای ته ورسېده .
د غونډې وياند عبدالله کامه وال
استاد اسماعيل يون
د ې بختورو د شپې د پوهنځي په لوستلو سره د فراغت سندونه تر لاسه کړل
پير محمد کاروان غونډې ته وينا اوروي
استاد احمد شاه زغم فرحناز ته د فراغت د سند ورکولو وروسته
رفيع الله نيازی چې په څوارلس کسيز ګروپ کې په لومړۍ درجه بريالی شوی دی له ورکړل شويو ډاليو سره
عصمت قانع، ستانه مير زهير، کاروان او عابد