- هيلو!  سلام عليكم، اختر دې مبارك شه.
- ستا د ې مبارك شي، څوک خبرې كوې؟
- ولې تاسې زما غږ  و نه پيژندو؟
- نه والله.
- د خداى بنده، ما خو ستا تر هيلو د مخه د ټېلفون په كرښه ستا اسويلى هم وپيژندو.
- ښه، ښه دا ته يې!
- هو، غوښتل مې چې د ټېلفون په كرښه دا اوږدې فاصلې لنډې كړم.
- دا نمبر خو د پېښور دى كنه!
- هو، ولې تا ته پته نه شته چې زما اختر به په پېښور وي؟
- پته وه. ښه دا وايه چې پېښور کې اختر څنګه دی او څنګه دې ټيلفون وکړ؟
 -  اختر ښه په مزو کې دی او ټېلفون  مې په دوه وجو  درته کړى دى، يو دا چې ما ويل كه د ټېلفون په كرښه د ملكونو تر منځ فاصلې لنډوم، نو تر هر چا د مخه به تا ته د اختر مباركي وايم.
- او بل.
- بل دا چې د بيګاني خوب كيسه درته وكړم.
- مړه، د دې خوبونو د دنيا نه راووځه او ما ته دې د خوب كيسه څه له كوې؟ ما خو اوريدلي دي چې خوبونه خلك روانو اوبو ته وايي او يا يې هم كوم پېر يا ملا ته وايي.
- دا سمه ده چې خوبونه خلك په روايتي بڼه روانو اوبو او يا هم كوم پير ياملا ته وايي، خو ما چې كوم خوب ليدلى دى، هغه له نورو خوبونو سره توپير لري.
- هغه څنګه؟
- هغه داسې چې له اندېښنې ډك خوبونه خلك روانو اوبو او يا هم كوم پير يا ملا ته وايي، چې انديښنه يې كمه شي او يا هم تعبير يې ورته ومومي، خو زه چې كوم خوب تا ته ويل غواړم، په هغه كې زما د زړه مراد نغښتى دى او دا مراد ته پوره كولى شې.
واله ستا په خبرو مې سر نه خلاصيږي.
- سر به دې درخلاص كړم، خو كه ته ما ته اجازه راكړې.
- ښه ځه چې دومره شله يې نو وايه.
 بيګا مې خوب ليدلى
ته وى ډير ښه دې ليدو
په خوب كې كلي ته درغلى يمه
ته د همزولو په ټولي كې مخامخ ښكاريدې
خو پام دې ماته نه و
زړه كې مې تيره شوله
خدايه لږ پام خو يې راواړوه چې مخ په مخ شو
د سترګو رپ كې دې راو چې كتل
هغه موسكا دې په خوله راغله
چې به تل درځنې پټه زړه كې ما غوښتله
ته چې يو څو ګامه نيږدې راغلې
ما ته مې هغه بيت راياد شو
چې كلونه پخوا
رانه خپه وې او ما تا ته ويلى
همغه بيت مې زمزمه غوندې كړو
 كه خداى كول جانان به مې لاسونو كې لاس راكړي
خلك وايي چې اختر كې مرور غځوي لاس
خو چې ته ښه زما تر خوا راغلې
دواړه لاسونه دې زما غاړې ته
لكه اميل واچول
ما سم له واره له ورېښمينو مټو ونيولې
ته په حيرت كې لاړې
خداى خبر ولې دې دوران كې د شاعر ملګري
دې سرخوړلي بيت زموږ تر منځ پرده خوره كړه
هغه ظالم ويلي:
 ((ما خو دې ورځې ته بلا شپې شوګېرې كړي دي
ته خو نو دومره په اسانه غاړه مه راكوه))
تا بيا موسكا وكړله
زما په سترګو كې دې خپلې سترګې ټومبلې
او چې سينې ته دې ښه جوخت كړم
راته و دې ويل:
تا دې خداى راولي جانانه
زه د لاسونو پر ځاى غاړه دركومه

زما خوب دې واوريدو جانانه! څنګه دې غږ نه راځي؟ هيلو، هيلو، زما غږ اورې؟ دا څه وشول، لکه چې ټېلفون کټ شوی دی، زما دا نظم، نه، خوب به يې تر پاپه اورېدلى وي؟
ته صبر چې زه مې د موبايل tame of call ته ورشم. اوهو دا خو ايله درې مېنټه او څو سېکنډه خبرې شوي دي. خدای خبر که يې اوريدلی وي! په قصد خو به يې موبايل نه بندي کړی؟. که په قصد يې بند کړی وي، نو دا خو به د ډېرې اندېښنې وړ وي. ته ودرېږه چې
- زه ورته يو ځل بيا زنګ ووهم.
0093799??????
او هو، دا خو پرې كمپيوټر راغلو، لكه چې ټېلفون يې هم بند كړى دى!؟
بازمحمد عاپد
د ١٤٢٧هـ. ق کال
د كوچني اختر لومړۍ ورځ
د اختر تر لمانځه وروسته
پيښور لالي باغ