د نغمې په غږ کې دا سندره چې:
زړه کې مې دا وي چې ايمان غواړمه
خو چې لاس پورته کړم جانان غواړمه
له بي بي سي راډيو اوريده نو ورته په دې خاطر غوږ شوم چې ګوندې شاعر يې راته معلوم شي. نغمې بي بي چې د غزلې دوه بيتونه سر ته ورسول، نو په راډيو کې د سندرې وخت پوره شو او دا ارمان مې په زړه کې پاتې شو چې شاعر دې رامعلوم شي. د سندرې په پيل کې ما فکر کاوه چې ګوندې دا غزل به د اجمل اند وي، خو کله چې مې د غزلې دوه بيتونه واوريدل نو وپوهيدم چې دا غزل د اجمل اند نه دی، ځکه هغه دوه بيتونه يې د مطلع په پرتله ډېر کمزوري وو. کاش چې دا غزل ما پوره اوريدلی و او په دې پوهيدلی وم چې نغمې بي بي د چا شعر ويلی دی او چا دومره سپين سترګي کړې ده چې د اجمل اند ښکلی بيت يې په لږ بدلون د خپلې سندرې سرنامه جوړه کړې ده. اند صاحب يو نه بلکې دوه بيتونه په همدې خيال ليکلي او ډېر يې ښه ليکلي دي. دلته د اند صاحب هغه دوه بيتونه هم رانقلووم او قضاوت لوستونکو ته پريږدم چې زموږ ځينې شاعران ولې د دومره شهرت وږي دي چې خپل او پردي شعر ته نه ګوري او د خپل شهرت له پاره يې بيا د نغمې په څير مشهورو سندرغاړو ته ورکوي.
اند صاحب وايي:
که لاس مې پورته کړ نو خامخا جانان به غواړم
څه بې ايمانه دومره نه يم چې ايمان به غواړم
بل ځای وايي:
زما جانان په کار دی زه به ترې جانان غواړمه
ايمان به غواړي له څښتنه بې ايمانه خلک
نو په دې هيله چې زموږ هغه شاعران ورونه چې دا تنده لري چې هنرمندان دې شعرونه ووايي، بايد خپله لاره ولري او خپل خيالونه او خپل اوزان په خپلو شعرونو کې راوړي نه د نورو مشهورو شاعرانو خيالونه .