په يارانو نبصرې
اجمل اند مې چې په ړومبي ځل وليدو/ بازمحمد عابد
د ۱۹۹۷ م کال خبره ده، زه پيښور صدر بازار کې د ريړې ( کراچۍ) تر شاه ولاړ وم چې استاد ازمون سره له رنګه سکاڼ غنمرنګه شډل بډل ځوان چې ګرد نصواري پکول يې په سر و، په خړو جامو يې شين بخنه وطنی ساخت بنين اغوستی و او چارخانه واسکټ يې په تن و. له راغاړې وتو سر
سترګې مو روښانه/ بازمحمد عابد
د تيرو لسو کلونو راهيسې چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې ادبي او فرهنګي ټولنې په فعاليت بوختي دي، له برکته يې ډيری ځوانان په شاعرۍ او ليکوالۍ مشرف شوي دي. داسې اوونۍ به نه وي چې جلال اباد کې يوه نوې شعري ټولګه له چاپه راونه ووځي او دا رجحان زه پښتو منظوم ادب کې يو نيک فال ګڼم ځکه چې د ځوانو شاعرانو تر څنګ پيغلې شاعرانې هم اوس دا جرات کوي چې په ډاګه شاعري وکړي او خپل کتابونه خپاره هم کړي. که چيرې له تيرو دريو څلورو مياشتو په دوران
د خزان په لپه کې اوبه / بازمحمد عابد
د خزان په لپه کې اوبه نه پوهيږم چيرته مې لوستي وو ، هغه تنده غری چې د اوبو څښلو په تکل اوږده مزلونه ووهي او د چينې اوبو ته ځان راورسوي او په لپو لپو اوبه وڅښي له هغو شرابو څخه په کې خوند او مزه زياته وي چې خانان او نوابان يې د ښيښو په بوتلونو کې ساتي او چې څه وخت يې زړه وغواړي په سر يې واړوي. دا رښتيا هم ده. زه چې کله هم چيرته د چينې په اوبو ورپيښ شم، که تږی نه هم يم نو څو لپې اوبه ترې څښم. کله چې مې د ګران شاعر ملګري محمود خزان په لپه کې اوبه وليدې، نو ډير کلو
د زړه ډيره ناځوانه ناروغي ده/ بازمحمد عابد
زه چې کله هم خبر شم چې کوم پيژندلی شوی تن د زړه له ناروغۍ له امله ابدي جام په سر واړاوه، نوما ته مې د خپل مرحوم پلار مړينه راياده شي چې د زړه ناځوانه ناروغۍ په ډير لږ څه کې ترې محروم کړو. ما ته اوس هم کله نا کله دا ماشومانه پوښتنه مخته دريږي چې زما مرحوم پلار خو ډير بې زړه سړی و، هغه ولې د زړه په ناروغۍ اخته او بيا ډير ژر ومړ؟ خو داسې نه ده، تيره ورځ چې مې د يوه ډير زړه ور، با جرآته او د مضطرب زړه څښتن اقضل شوق په اړه
د وړ ښکالو
حيات الله وړ له نن نه څه دولس کاله مخکې ما د يوه شاعر په حيث پيژندلى و. هاغه وخت به دى هره اونۍ افغان ادبي بهير ته د جلوزو له کمپ نه د پيښور په تاوجنه ګرمۍ کې راته او خپله شاعرانه طبعه به يې خړوبوله. دا دى اوس يې له خپلې شاعرانه مينې له برکته لمن لمن شعرونه خپلو مينه والو ته د ښکالو په نامه وړاندې کړل. ښکالو خپله هم يو شاعرانه نوم دى او دا د وړ صيب کمال دى چې خپلې شاعرۍ ته يې داسې شاعرانه نوم ايښى دى چې د هر ميين د زړه غوږونه ورته څک شي. &nbs
د نغمې په غږ کې سندره/ عابد
د نغمې په غږ کې دا سندره چې:زړه کې مې دا وي چې ايمان غواړمهخو چې لاس پورته کړم جانان غواړمهله بي بي سي راډيو اوريده نو ورته په دې خاطر غوږ شوم چې ګوندې شاعر يې راته معلوم شي. نغمې بي بي چې د غزلې دوه بيتونه سر ته ورسول، نو په راډيو کې د سندرې وخت پوره شو او دا ارمان مې په زړه کې پاتې شو چې شاعر دې رامعلوم شي. د سندرې په پيل کې ما فکر کاوه چې ګوندې دا غزل به د اجمل اند وي، خو کله چې مې د غزلې دوه بيتونه واوريدل نو وپوهيدم
د نجيب عامر يو غزل ته يو نظر/ عابد
نن سهار چې په نيټ کې ټول افغان ته راغلم نو د بلاګونو په سر کې مې د نجيب عامر نوم سره د تازه غزل ټکي هم ولوستل¸په زړه کې راوګرځيدل چې نن سبا دا عامر ډېرې ژباړې او تازه غزلې خپلې زرپاڼې ته ورکوي. دا به سمه وي چې ژباړې به يې پخوانۍ وي، خو د ډېرو هغو دوستانو له پاره به نوي وي، چې کتابونو او مجلو ته يې لاسونه نه رسيږي او يوازې د نيټ له لارې د خپلو ليکوالو او شاعرانو له هڅو او زحمتونو خبريږي. دعامر ژباړې هم ما لوستي او د ده خپلې کيسې مې هم ورته لوستي دي
الکيميست ناول پښتو ته راوژباړل شو او خپور هم شو
دانش خپرندويه ټولنه دې خدای آباده لري، په پېښور کې د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالانو ښه ګرم بنډارځای دی. زه چې هره مياشت له کابل نه په رخصتۍ ځم، نو که شپه مې په کور وي، ورځ مې خامخا په دانش خپرندويه ټولنه کې وي. دې ټولنې ورتګ څو ګټې لري، يو خو د يارانو د ليدنو کتنو ګټه تر لاسه شي، بل که کوم نوی کتاب يا مجله خپره شوې وي، دانش لالا مو پرې ونازوي. دا ځل چې ورغلم له واره سره يې درې څلور کتابونه راکړل چې په کې د محب وزير ناول، دوه درې مجلې وې او يو هم د راشد خټک له انګريزي نه ژباړلی نا
د بارکوال مياخيل د مينې زړی/ عابد
د بارکوال صاحب شاعري مې ځکه په شوق ولوسته چې د ځوان کول نماينده شاعرانو په کتار کې شيمرل کيږي . د شعر ژبه يې پخه، ساده او روانه ده. پريمانه موسيقيت يې په کې ځای کړی دی چې سندرغاړي يې په اسانۍ سره د موسيقۍ په پردو سورلی شي.په شعرونو کې یې بارزه نقطه مينه او عاطفه ده، خو ورسره د نوي دور تقاضې، پښتنو ته ورپيښې او پرتې ستونزې او له تمدن سره د خپل وروسته پاتې قوم د ګام اخيستلو ارمان&nbsp
د مينې شاعر
يادونه: دا ليکنه د علم ګل سحر د کتاب (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) په مخکتنه کې اورول شوې دې بازمحمد عابدعلم ګل سحر هغه روڼ سحر ته ورته دی چې د ژوند د اميدونو ډيوې يې د لمر د وړانګو په لاسونو کې نيولې وي او د مينې لار پرې روڼوي. سحر فطرتاً شاعر دی او شاعري يې په خټه کې اغږل شوې ده. د سحر شاعري او شخصيت لازم او ملظوم دي. څرنګه يې چې شعر له تصنع پاک، له بې ځايه مبالغو نه مبرا او د بې مفهومه سمبولونوپه دام کې نه دی نښتی، داسې يې شخصيت هم سپيڅلی دی، په ناسته ولاړه کې يې تصنع نه ليدل کيږي
ځوان مرده فرهنګي
د يادولو وړ ده چې دا ليکنه د وکيل شينواري د کتابونو (( زړه کلا)) او (( پنځوس ميلونه)) د مخکتنې په موقع د بهير او رشاد کره کتنې په ګډه غونډه کې اورول شوې ده. بهيروالزه د يو داسې چا په هکله خبرې لرم چې تل يې د پيسو ګټلو پر ځای کيسو ګټلو ته ترجح ورکړې ده، تل يې د خپل فرهنګ او فرهنګي يارانو سره مينه کړې ده او تل يې په دغه ډګر کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي.کله چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور شو او په ځای يې د شر او فساد دوره راغله، په هيواد کې دننه او په ځانګړې توګه د هيواد په مرکز کابل کې په
شمسزی د مينې شاعر
که له يوې خوا د افغانستان لويې غميزې زموږ هيواد ته نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي ، نو له بلې خوا بهرنيو هيوادونو ته د مهاجرتونو لړۍ دا زمينه برابره کړه چی په فرهنګي ډګر کې ډېر څه لاس ته راوړو . د انټرنيټ په نړيوال کلي کې د سلګونو پښتو ويپاڼو تر څنګ په سلګونو سياسي، علمي، فرهنګي، ټولنيز، ادبي او تاريخي کتابونه وليکل شول ، په پيښور کې د کوزې او برې پښتونخوا اديبان په يوه ټغر سره کيناستل او ګډې فرهنګي هلې ځلې يې سر ته ورسولي . هغه وخت په پيښور کې د افغان ليکوالو
د سنځل ګل په شپو کې يوه شپه
نن شپه تر ناوخته ويښ ياتې يم. فکر مې پاشانه دی او د لږې شېبې له پاره هم په يوه مرکز نه راټوليږي. څو وارې مې د شعر ليکلو له پاره مصنوعي تخيل جوړ کړ، خو هيڅ نتيجه يې ورنه کړه. شپه د دريم پار نه اوښتې ده. د ميز پر سر راته هغه فلپس راډيو ايښې ده چې د انقلاب په سر کې مې پلار اخيستې وه. تقربياً هغه ټولې راډيوګانې مې اوريدلي دي چې د افغانستان له پاره پښتو خپرونې کوي. رښتيا په دې شپو کې د پاچا د راتلو اوازې ګرمې دي. هر افغان سره دا اميد پيدا شوی دی چې خپل وطن، کلي او کور ته به په خوښۍ ستنيږي&
زه او درويش
کابو ديارلس کاله به کيږي چې ما فرهنګي ميدان ته رادانګلي دي. له هماغه وخته د درويش دوراني له نوم سره آشنا شوی يم. هغه وخت د ده د شعرونو لومړۍ ټولګه چې (( ازغنه لار )) نوميده خپره شوې وه، خو ما لا نه وه لوستې، البته د کوټې او پيښور نه خپريدونکو مجلو پښتو مجلو کې مې د دوراني صاخب شعرونه لوستل او خوند به مې ترې اخيست. کله چې د ده د (( هوا او څراغونه )) په نامه کتاب خپور شو، نو پيښور ته يې د څو تنو يار
ډاکټر صاحب کمال دې کړی دی
د روحانياتو فلسفه وايي چې داسې ډېر انسانان په دنيا کې شته چې روحونو يې په عالم ارواح کې سره آشنايي لرله چې په بيلابيلو زمانو کې د ځمکې پر مخ سره ويني. له هماغه وخته د ځينو انسانانو په لاشعور کې د ځينو نورو هغو روحونو مجسم انځور ناستی وي. تاسې به شايد ورسره مخ شوي ياست. کله چې کوم ناآشنا کس درته مخې ته راغلی وي او جوله يې درباندې ښه لګيدلي وي، نو حتماً به مو يو ټکان خوړلی وي. په ذهن به مو زور راوړی وي او د نوموړي کس د پيژندلو ناکام کوښښ به مو کړی وي. له ډاکټر صاحب سره زما د پيژندګلو کيسه هم د
دا څراغ درسره واخله
د دوه زرم کال خبره ده چې زه په پيښور کې د عرفان کلتوري مرکز نه د خپريدونکې مجلې ” سپيده “ مرستيال وم. دا داسې وخت و چې له هيواده زياتره شاعران او ليکوالان پيښور ته راکډه شوي وو. د ليکنو، شعرونو او مقالو ښه پريماني وه، خو يوه خبره وه چې ځينو ليکوالانو به خپلې ليکنې دوه درې ځايه ليږلې او چې ماته به داسې ليکنې راغلې نو په مجله کې مې نه خپرولې. په کابل کې د ګوتو په شمير چې څو شاعران او ليکوال پاتې وو، يو هم په کې ومان نيازی و. په دوه درې مياشتو کې چې به اجمل پسرلی له کابل نه پيښور
د مينې شاعر
يادونه: دا ليکنه د علم ګل سحر د کتاب (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) په مخکتنه کې اورول شوې دې بازمحمد عابدعلم ګل سحر هغه روڼ سحر ته ورته دی چې د ژوند د اميدونو ډيوې يې د لمر د وړانګو په لاسونو کې نيولې وي او د مينې لار پرې روڼوي. سحر فطرتاً شاعر دی او شاعري يې په خټه کې اغږل شوې ده. د سحر شاعري او شخصيت لازم او ملظوم دي. څرنګه يې چې شعر له تصنع پاک، له بې ځايه مبالغو نه مبرا او د بې مفهومه سمبولونوپه دام کې نه دی نښتی، داسې يې شخصيت هم سپيڅلی دی، په ناسته ولاړه کې يې تصنع نه ليدل کيږي
د انځورونويوه تابلو
زه د پښتو په يوه آزاد شعر کې د انځورونو او موسيقيت په اړه خبرې لرم چې ماته خو د اوسهمالي پښتو شعر يوه نادره نمونه ښکاري. دا شعر داسې ژوندي انځورونه په خپله غيږه کې رانغاړي چې قدم په قدم د باذوقو لوستونکو په ذهن کې له واره مجسم شي او هغه د چا خبره په زړه يې چک ولګوي. په زړه پورې يې لا داچې په دې شعر کې په کوم ځای کې انځور روښانه راغلی دی، هلته په شعر کې نه پوهيږم چې شاعر په شعوري توګه او که په غير شعوري توګه شعر د داخلي موسيقيت نه هم برخمن کړی دی، چې وروسته به پرې
د دوهۍ د بنډارونو شاعر
زه ه د اجمل اند د شعرونو کروندې ته ورننوتم او تر ډېره يې د غزلونو په پوخ فصل کې ښکته پورته وګرځيدم. ټوله شاعري مې ورته ولوسته او په هر پړاو مې ترينه خوند واخيست. خو مخکې تر دې چې د اجمل اند په شعرونو څه نا څه ووايم بده به نه وي چې لږ يې ژوند ته هم تم شوو.اند صاحب د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو په ولسوالۍ کې د کوز بيار په کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستي دي. تر اوه کلنۍ پورې په خپل کلي کې پاتې شوی او بيا يې ټوله کورنۍ د لرې پښتونخوا په هنګو کې ديره شوې ده. هماغلته د ملي محاذ په يوه ښو