ځوان مرده فرهنګي
زه د يو داسې چا په هکله خبرې لرم چې تل يې د پيسو ګټلو پر ځای کيسو ګټلو ته ترجح ورکړې ده، تل يې د خپل فرهنګ او فرهنګي يارانو سره مينه کړې ده او تل يې په دغه ډګر کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کړي دي.
کله چې د ډاکټر نجيب حکومت نسکور شو او په ځای يې د شر او فساد دوره راغله، په هيواد کې دننه او په ځانګړې توګه د هيواد په مرکز کابل کې په روڼ اندو او فرهنګيانو په وړاندې ستونزې راولاړې شوې، نود ډېرو فرهنګيانو په څير دی هم پيښور ته په کډه راغلو. پيښور کې يې له ځينو فرهنګي يارانو سره له پخوا نه پيژندل او ځينو سره يې نوي وپيژندل. په هماغه وخت کې يې له ماسره هم آشنايي پيدا شوې وه چې تر ننه دوام لري. دا يو داسې دور و چې په پيښور کې د جهادي تنظيمونو خرش فرش سوړ شوی و. يو نيم دفتر داسې و چې د ملي شعار تر سيورې لاندې يې مات ګوډ فعاليتونه کول. د پخوا په څير تنظيمي مشاعرې اوادبي غونډې نه وې. خو موږ څو تنو فرهنګي يارانو کله پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، مصطفی سالک، خنيف خليل او سيد شاه سعود به کله ناکله د مرحوم قلندر مومند مرکې (( ساهو ليکوونکيو مرکه)) ته تلو. هلته به مو له استاد آصف صميم سره هم ليده کاته کيدل. له مرکې پرته موږ ځانګړې ناستې هم لرلې، چې تر نيمو شپو به سره ناست وو، فی البديهه مشاعرې او ادبي بحثونه به مو سره کول.
ډېر مو په تلوسه کې نه ساتم او په زغرده يې وايم چې دا ځوان مرده فرهنګي عبدالوکيل سوله مل شيسنواری دی. موږ له هغه وخت افغان ادبي بهير نه جوړ کړی چې شينواری صاحب زموږ په بنډارونو کې راګډ شو. په ړومبيو ناستو کې ماته پته ولګيده چې د ډېرې مطالعې څښتن دی او مطالعه يې هصم کړې هم ده. په لومړي ځل زما غوږونو د ده له خولې د نړيوال شهکار پنځوونکو نومونه ما د ده له خولې اورديلي دي لکه موپاسان، بالزاک، تولستوی، هلن پو او داسې نو.
کله چې موږ بهير جوړ کړ نو سوله مل صاحب يې د بنسټ ايښودونکو له غړيو څخه يو تن و او دا وياړ ورته حاصل دی.په پيل کې چې موږ د بهير غونډې د پيښور په اردو ساينس بورډ کې کولې او نثار صاحب يې رپوټونه ليکل نو د وکيل شينواري کوټلي نظريات او په تول پوره او کره خبرې يې د هاغه وخت د رپوټونو ښه بيلګه ده. دا داسې وخت و چې شينواری صاحب په پيښور کې بې روزګاره سر وهلی بر وهلی دفتر په دفتر ګرځيده او له فرهنګي يارانو سره يې ليده کاته کول. بلاخره د يوې جريدې په دفتر کې ورته کار پيدا شو خو په ډېرې معمولي تنخوا. څه موده يې چې د جريدې په دفتر کې کار وکړ نو هلته يې د دفتر په يو نازولي د هغه په رښتيني کرکټر يوه هنري کيسه وليکله او په هماغه خپرونه کې يې چاپ کړه چې ده ورسره کار کاوه. د کيسې له خپريدو وروسته يې د جريدې په دفتر کې کار پريښودو او د پيسو په ځای يې کيسه وګټله. څه موده بيا بې روزګاره شو خو دا بې روزګاري يې ډېره اوږده نه شوه، د بي بي سي راډيو څخه خپريدونکي ډرامه (( نوي کور، نوي ژوند )) کې ورته رول پيدا شو. او دا رول يې په ډېره ښه توګه سرته ورسوو. خو دلته هم ډېر پاتې نه شو. له هنګري نه ورته دعوتنامه راغله او د هماغې دعوتنامې له برکته اوس له نيمايي کورنۍ سره په سلواک کې ميشت دی.
شينواری صاحب چې په ړومبي ځل له سلواکه پيښور ته راغلو نو تر هر څه د مخه يې فرهنګي ياران راټول کړل او د سوات جنت نظيره سيمې ته يې په يوه فرهنګي چکر بوتلل. دا چکر هم د شينواري صاحب بې موخې نه و. په دې چکر کې يې د يارانو مخې ته يوه طرحه کيښوده او هغه دا چې د غوښتل يې چې په پيښور کې ديورهنګي او هنري مرکز پرانيزې. له سوات نه په راستنيدو يې سم له واره د پيښور په خيبر پلازه کې د (( سپين غر فرهنګي مرکز )) په نوم يو دفتر پرانيست. د دې فرهنګي مرکز څارنه دپلوم انجنير ستانه مير زهير کوله او مسووليت د عبدالله پيکار په غاړه و. شينواري صاحب غوښتل چې د دې مرکز له لارې له لاري په فرهنګي او هنري برخه کې خدمت وکړي.
تر هر څه د مخه يې د دې مرکز له خوا د يوه هنري CD د جوړولو تابيا ونيوله. موخه يې دا وه چې د افغاني ځوانو هنرمندانو څخه د باذوقو اوردونکو په پاره د لوړې سطحې غزلې ثبت او تصوير کړي. د شعرونو په انتخاب کې يې له کاروان، نثار، سالک، ستانه مير زهير او نورو څخه کار اخيستی و.
سندرغاړي يې ورته بريالی ولي، زرولي افغان، شاه محمد افغان او د هغه بل يې رانه نوم هير دی، خوښ کړي وو. د CD غزلې، او ډيکوريشن يې په زړه پورې شوی و خو دا بيا بيله خبره ده چې د تخنيکي عوارضو له کبله استقبال نه شوه او له ناکامۍ سره مخ شوه.
پر دې سربيره د همدې مرکز له خوا يې د ادبي جايزو ويش تابيا ونيوله او کتابونه يې د ارزونې له پاره د هيلې مجلې دفتر ته وسپارل چې په شعر کې پيرمحمد کاروان ته او په نثر کې يې په کوچانۍ پانګه نومې کتاب د کتاب ليکوال خان خادم کوچي ته لس، لس زره پاکستانۍ روپۍ ورکړې . د يادولو وړ ده چې دا جايزې يې هم د افغان ادبي بهيرد سيوري لاندې وويشلې.
تر دې وروسته په پيښور کې د سپين غر فرهنګي مرکزفعاليتونه په ټپه ودريدل، دا ځکه چې شينواری صاحب له مرکز ډېر لرې په سلواک کې ديره و او مرکز په پيښور کې. خو د سپين غر فرهنګي مرکزنوم يې په زړه کې ژوندی وساته. کله چې د طالبانو دوره تيره شوه او وکيل شينواری وطن ته په چکر راغلو نو له واره سره يې په جلال آباد کې د لعل پاچا ازمون تر مسووليت لاندې يوه هنري مجله پيل کړه چې يوازې د سينما او تياتر په برخه کې ليکنې کولې. دا مجله چې درې مياشتنۍ وه څلور ګڼې يې چاپ شوې او بيا وتړل شوه. ځکه وتړل شوه چې د ليکنو دايره يې محدوده وه. د سينيما او تياتر په برخه کې خو اول موږ ليکوال نه لرو او که ويې هم لرو نو د ګوتو په شمير دي.
پر دې سر بيره چې دا څو کاله په اروپا کې ديره دی نو په کرار نه دی ناست. په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې فعال غړی دی. د يادونې وړ ده چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې تر پنځوسو عنوانونو زيات سياسي، علمي، اجتماعي، ادبي او څيړنيز کتابونه په ښه کاغذ او ښکلي صحافت چاپ کړي دي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي چې له دې وياړه هم شينواری صاحب برخمن دی.
په تيرو لسو کلونو کې چې شينواری صاحب کله هم پيښور ته راغلی دی نو د افغان ادبي بهير سره يې نغدي مرسته کړې ده. دا ځکه چې شينواری صاحب پوهيده چې بهير په هيڅ يو سياسي او غرضي تنظيم پورې تړلی نه دی او نه له چا د بهير له پاره نغدي مرسته غواړي او که غواړي يې هم نو له خپلو بهيروالو يې غواړي او يا د هغو چا نغدي مرسته قبلوي چې خپل ادب او فرهنګ ته مخلص وي.
له دې هر څه سره سره شينواری صاحب ډېر ښه کيسه ليکوال او کره کتونکی دی چې په (( زړه کلا )) کې (( پنځوس ميلونه)) ډالر لري.
(( زړه کلا)) او (( پنځوس ميلونه)) د شينواري صاحب د کيسو د ټولګو نومونه دي.