شله گي هم تر يوه حده وي، خو په فرهنگي يارانو کې داسې يو شله يارهم کله کله راپيدا شي چې که چيرې يې د ژبې په سر هم درڅخه په يوه ليکنه ژمنه غوندې اخيستي وي، نو بيا دې ورته خدای ( ج) ټينگ کړه. زه دا د کندهار د يارانو له جملې څخه يو يار يادوم چې د ښکلا ډيوه يې په لاس کې نيولې ده، ښار په ښار او کلي په کلي په يارانو پسې گرځي او د هيواد د تياره گوډونو د روښانولو په خاطر ليکنې جلبوي، کله کله خو يې د ښکلا دا سفر له کندهاره واخله تر کويټې او له کويټې نه واخله تر پيښوره د همدې (( ښکلا)) په ښکلې کولو پسې اوږد شي، په داسې حال کې چې دوه پښې يې په پور اخيستي او نه ستړي کيدونکې مزلونه پرې وهي.
تير کال ورسره ما په پيښورکې په دانش خپرندويه ټولنه کې وليدل، نو په افغان ادبي بهير يې د ليکنې يوه نرۍ غوندې ژمنه راڅخه واخيسته. که رښتيا ووايم هغه وخت ما د ځان خلاصيدو په خاطر ورسره ژمنه کړې وه، خو ماته دا پته نه وه چې يار صاحب به دومره شله وي چې کال پس به مې هم نه معاف کوي. د کال په دوران کې خو به يې راته اوه اته ځلې تليفون کړی وي او په کابل او پيښور کې چې سره مخامخ شوي يو، نو هماغه پخوانۍ غوښتنه يې په ستغو سپورو تکرار کړې ده او ما ورته ويلي دي چې په سترگو ليکنه درته کوم.
خو نن شپه چې د روژې مبارکې مياشتې دوهم ماخوستنی دی، دا دی بيا يې راته تليفون وکړ او ښې بدې ردې يې راته وويلې او دوه اونۍ وخت يې راکړ چې ليکنه به ورته تياروم. بس نور مې نو وخت په ليونو باندې نه شو اړولی. دا دی قلم مې راواخيست او د بهيرسره خپلې تړلې خاطرې کاږم.
يار صاحب! موږ څنگه يو بل پيدا کړل، څنگه مو بهير جوړ کړ او له کومو پړاوونو څخه راتير شو چې تر دې ځايه راورسيده؟ ماته غوږ شه چې زه درته خپله کيسه وکړم.
د ١٩٩٢ ع کال خبره ده چې د وحدت ورځپانې په لوستو روږدی شوی وم. تر هر څه د مخه به مې په کې ادبي پاڼه لوسته او کله نا کله به مې مات گوډ شعر هم ليکه. په ورځپاڼه کې به مې چې د کومو يارانو شعرونه لوستل نو دې خبرې ته به مې غړي وخوځيدل چې زما شعرونه دې هم په ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شي. دوه درې ځلې د وحدت ورځپانې دفتر ته ورغلم غزلې مې ورکړې او چاپ يې هم کړې . د ادبي پاڼې چلوونکی پريشان داودزی نوميده. هغه راته وويل چې په همدې خيبر بازار کې د زيارت په ورځ د (( ساهو ليکوونکيو مرکه )) اونيزې غونډې لري، دلته راځه شاعرانو سره به هم وپيژنې او تنقيدي بحثونو سره به هم آشنا شې.
په ړومبي ځل چې مرکې ته ورغلم نو د پيښور د سيمې مشهور ليکوال او شاعران مې لکه مرحوم قلندر مومند، سيف الرحمن سليم، اکرام الله گران، اباسين يوسفزی، مشتاق مجروح، زبير حسرت، حنيف خليل او نور وپيژندل. او په همدې ورځ مې له نيکه مرغه استاد محمد آصف صميم هم په ړومبي ځل وليدو، که څه هم ليکنو سره مې يې له ډېر وخته آشنايي لرله. په همدې غونډه کې حنيف خليل د يوې بلې غونډې بلنه راکړه چې (( پيښور پښتو ادبي جرگه )) نوميده او د پيښور په سپينه وړۍ کې يې مياشتينۍ غونډې کولی.
د پيښور ياران خو مې د وحدت ورځپاڼې او پريشان داودزي له برکته وپيژندل، خو د افغان ليکوالو او شاعرانو له نومونو سره د سپيدې، قلم، خپلواکۍ مجلو او وفا جريدې له لارې بلد وم. د استاد شاعر پسرلي، پير محمد کاروان، نورالحبيب نثار، امان الله نصرت، عبدالمتين تسکين، ارواښاو کمين صاحب، شعرونه، د مرحوم استاد حکيم تڼيوال، استاد حبيب الله رفيع، استاد محمد آصف صميم کره او په تول پوره مقالې، د زرين انځور، اسد الله غضنفر، ايمل پسرلي او نورو لنډې کيسې او نقدونه مې په پورته يادو شويو مجلو کې لوستې او خوند به مې ترې اخيسته تر دې دمه ما يوازې استاد آصف صميم او نورالحبيب نثار سره ليده کاته کړي وو او نور مې يو هم نه و ليدلی، خو تل مې د دوی د خپلوۍ احساس کړی دی او تل مې دا هيله لرله چې کاش دې ښاغليو سره له نيږدې نه وپيژنم.
خدای ( ج) کول چې يو ماسپښين نورالحبيب نثار د پيښور په صدر بازار کې زما د سگرټ خرڅولو د کراچۍ تر څنگه تيريده، غږ مې پرې وکړ، له روغبړ نه وروسته مې د نثار صاحب ترخ ته پام شو چې يو کتاب يې په کې نيولی دی. له مخې سره مې لاس وروغځوو او کتاب مې راواخيست او چې څنگه مې د کتاب نوم باندې سترگې ولگيدې، چې (( له ماښامه تر ماښامه)) نو خدای شته وغوړيدم، نثار صاحب ته مې وويل چې کاروان صاحب زما د خوښې شاعر دی دا کتاب يې ماته راکړه، خو هغه وخت ماته دا پته نه وه چې د نثار صاحب نه کتاب اخيستل دا مانا لري لکه د ملا د کور نه چې خيرات راووځي. هغه راته وويل چې له مانه يې مه اخله، يو خو يې ماته ډالۍ کړی دی اوبل ورشه کاروان صاحب د وفا په دفتر کی دی ورسره به وپيژنې هم او کتاب به هم درکړي. بس له نثار صاحب نه مې د وفا دفتر پته واخيسته او د بورډ تاکال مزدا ته وختم، په مزده کې د استاد محمد آصف صميم صاحب سره مخ شوم، هغه ته مې هم وويل چې د کاروان صاحب ليدو ته ورځم خو تر اوسه موږ يو بل سره نه دي ليدلي، صميم صاحب وويل چې کاش چې ما په بورډ کې چا سره وعده نه وه کړې زه به هم درسره تللی وم، خو ځه خير دا زما خط کاروان صاحب ته ورکړه. په خط کې يې د سلام تر څنگ دا هم ليکلي وو چې کاروان صاحب عابد خو به لږ ډېر تاسې هم پيژندلی وي خو زما برخه يې هم وپيژنئ.
د صميم صاحب په خبرو لا موړ شوی نه وم چې دټاون تم ځای راورسيد او نيغ د وفا جريدې دفتر ته ورغلم. هلته مې د د فتر له پياده نه د کاروان صاحب پوښتنه وکړه، هغه زما د نوم تپوس وکړ او په حويلۍ ننوت، چې بيرته راغی زه يې له ځان سره د کاروان صاحب دفتر ته وروستم، د کاروان صاحب عکسونه مې په مجلو کې ليدلي وو دې خبرې ته حاجت پيدا نه شو چې د دفتر ملازم راته ووايي چې دا کاروان صاحب دی، بس له مخې مې گامونه چابک کړ او ورتر غاړې وتم او روغبړ مو سره وکړ. کاروان صاحب ته مې وويل چې زه عابد نوميږم او ستا د شعرونو مينه وال يم او د همدې مينې په اساس دا دی راغلم چې له نيږدې نه دې ووينم. د کاروان صاحب سره په دفتر کې يو بل ځوان هم د کمپيوټر تر شاه ناست و هغه راته کاروان صاحب راوپيژندو ويل يې دا ظاهر بابري دی. او سم له واره يې له مانه پوښتنه وکړه چې يوازې شعر خوښوې او که شاعر هم يې. ما ورته ويلي وو چې بس پوزه مې توره کړې ده، کاروان صاحب راته وويل چې شعر ورته واورم، ما هم په يوه غزل ورته پيل وکړ او چې څنگه مې دوهم بيت ورته ووايه نو کاروان صاحب ډېر خوښ کړ بيت دا رنگې و:
زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله
خو کوزه يې د جومات کړم په لمسون کلال د چاو؟
کاروان صاحب نور شعر ته غوږ کينښود او راته کړه چې ستاسې ډېرنوموتي پيښوريان شاعران دلته راځي، خو ايماني درته وايم چې تر ډېرو يې ستا شعر قوي دی. زه کاروان صاحب ته موسک شوم او ورته مې وويل چې وروره زه پيښوری نه يم افغانی يم او د ننگرهار يم. له دې خبرې سره کاروان صاحب ډېر وغوړيدو له چوکۍ يو ځل بيا را پورته شو او کلک يې په غيږ کې ونيولم. ما هم د کاروان صاحب له مينې من ، من غوښه واخيسته، هغه سم له واره د خپلو کتابونو گيډۍ ته لاس کړ، يو کتاب يې ترې نه راواخيسته او راته يې پرې وليکل:
گران خوږ ژبي او غزلبول شاعر بازمحمد عابدته چې روح يې د تږو زړونو له پاره د ميکدې جام شي، نه د ريا د زهد کوزه.
له کاروان صاحب سره په خبرو کې په دې پوه نه شوم چې څنگه راباندې ماښام شو اجازه مې ترې واخيسته . په سبا يې د پيښور پښتو ادبي جرگې غونډه وه، سپينې وړۍ ته ورغلم، هلته مې استاد حبيب الله رفيع سره وليدل او سره ومو پيژندل، په دې ورځ ډاکټر اقبال نسيم خټک د غونډې ريس و او يوه ښايستوکي ځوان چې تازه تازه يې ږيره بريت راغلي وو، د قلندر او ميرا په تلپاتې فلکلوريک داستان او مينې يې يوه څيړنيزه مقاله کره کتنې ته وړاندې کوله، ما چې کله د ځوان جرائت وليد، خدای شته گوته په غاښ شوم، حنيف خليل نه مې پوښتنه وکړه چې دا ځوان څوک دی؟ هغه راته وويل چې غونډه خلاصه شوه پيژندگلو به دې ورسره وکړم. کله چې غونډه خلاصه شوه، حنيف خليل له لاسه ونيولم او غږ يې کړ چې سالک صاحب دا عابد دی ستاسې د جلال آباد دی، سالک راتر غاړې وت او دومره په دې ړومبي ملاقات کې سره خواږه شوو لکه کلونه، کلونه وړاندې چې مو سره پيژندل. سالک صاحب ته مې د کاروان صاحب نه وويل چې بايد په گډه ورسره وگورو ، بله ورځ سالک، حنيف خليل او زه د کاروان صاحب ليدو ته ورغلو او وعده مو ترې واخيسته چې صدر بازار ته به راځي او هلته به بنډار جوړو. بله ورځ له ژمنې سره سم ټول ياران د نثار صاحب په شمول زما کار ځای ته راغلل او د چايو په يوه زاړه هوټل کې کيناستو او په ادبي بحثونو، او شعرونو ويلو مې وخت تيراوه ، د هوټل مالک هم شعري ذوق لاره، بس هره ورځ به په همدې هوټل کې سره راټوليدو او په معاصر ادب به مو خپل نظرونه څرگندول، تر دې چې په فی البديهه مشاعرو مو پيل وکړ او دا مشاعرې به مو بيا په وحدت ورځپاڼه کې خپرولې، څو مشاعرې چې مو سر په سر خپرې کړې، نو د پيښور په شاو خوا سيمو کې نورو شاعرانو هم زموږ شيوه خپله کړه او د هغوی مشاعرې به هم په ورځپاڼه کې خپريدې، او وضاحت به يې پرې ليکلی و چې دا سوژه موږ د کاروان صاحب دوی نه اخيستې ده. دولس ديارلس مشاعرې به مو خپرې کړې وې. دا داسې وخت و چې کله ناکله به موږ يوه غرمه نيمه په استاد پسرلي اړوله، يوه غرمه چې ساهو مرحوم مو ټول ياران د غرمې ډوډۍ ته بللي وو، نو هلته تر موږ دمخه استاد مجاور احمد زيار، استاد حبيب الله رفيع او استاد محمد آصف صميم هم موجود و، دوی موږ ته مشوره راکړه چې خپل شعري قوت په فې البديهه مشاعرو صرف نه کړو او د يوې منظمې غونډې د جوړيدو په هڅه کې شوو. دا نو داسې وخت دی چې په پيښور کې د تنظيم بازيو بازار مخ په سړيدو و او په هيواد کې د قدرت پر سر په جنگ او يا هم په چور او تالان اخته وو. په پيښور کې يې فعاليتونه د نشت برابر وو او هيڅ داسې ادبي ټولنه نه وه چې افغانان شاعران دې په کې خپله ادبي تنده خړوبه کړي. کله کله به د قلندر صاحب مرکې ته په گډه سره تلو. خو خپله سوچه افغاني ټولنه مو نه درلوده. څه د مشرانومشورې وې او څه موږ د قلندر مومند مرحوم نه په دې خبره خپه وو چې هغه په يو پاکستاني اخبار کې په يو کالم کې ليکلي وو چې:
په پاکستان کې ټولې بد امنۍ، راهزنۍ، او معاشرتي بداخلاقۍ د افغانانو له وجې زياتې شوي دي. موږ دا خبره د مرحوم قلندر مومند سره ياده کړه چې ډېر افغان شته چې تاسې ته او ستاسې هنر ته احترام لري، چې د هغو له جملې نه موږ هم يو، خو مومند صاحب وويل چې دا يې زما په کالم کې تشبث کړی دی او زه به د دې خبرې ترديد کوم، موږ پوره دوه اونۍ وار وکړ او چې قلندر مومند مرحوم ترديد ونه کړ، موږ له مرکې سره بايکاټ اعلان کړ او د پيښور په صدر بازار کې چې پيرمحمد کاروان کوټه وه، هلته مو يوه بې نومه مقدماتي غونډه وکړه چې د دپسرلي صاحب (( ماته شپيلۍ)) تازه له چاپه راوتلې وه او د تبرک له پاره مو وغږوله. په دې کره کتنه کې نورالحبيب نثار، پير محمد کاروان، پريشان داودزی، حنيف خليل، مصطفی سالک او زه عابد برخه اخيستې وه. چې گزارش يې د نورالحبيب نثار د افغان ادبي بهير د گزارشونو په کتاب کې چاپ شوی دی. دقيقه نيټه خو يې راته نه ده مالومه خو د ١٩٩٤ع کال د جولايي مياشت وه خو د نثار صاحب په کتاب کې يې دقيقه نيټه هم شته دی. له دې غونډې پوره يوه اونۍ وروسته استاد محمد اسماعيل يون د پيښور په پريس کلب کې د لوی پښتون محمد گل خان مومند له نامه سره تړلی يو لوی سيمينار جوړ کړی و چې د کوزې او برې پښتونخوا مشهور شاعران او ليکوال يې ورته بللی وو، کله چې دا غونډه پای ته ورسيده نو مازيگر مهال چې موږ د څو تنو مشرانو سره يو ځای مرحوم ساهو د کاروان صاحب کوټې ته په موټر کې راورسولو. په دې ډله کې استاد پسرلی، استاد حبيب الله رفيع، استاد مجاور احمد زيار، استاد آصف صميم، استاد اسماعيل يون، پير محمد کاروان، لعل پاچا ازمون، محمد هاشم غمشريک، حنيف خليل، مصطفی سالک، نورالحبيب نثار، مرحوم امان الله ساهواو راقم الحروف وو. بس له دغې ورځې مو اول د افغان ادبي کاروان په نوم چې دا نوم کاروان صاحب خوښ نه کړ او د کاروان نوم مو په بهير واړوه. د بهير ريس مو محترم پسرلی صاحب وټاکه او مرستيالان مو پير محمد کاروان او حنيف خليل وټاکل. دبهير منشې نورالحبيب نثار، او مرستيال يې مصطفی سالک وټاکل شول. همدا رنگه د بهير وياند امان الله ساهو، او د مالي چارو مسوول يې زه ( بازمحمد عابد) وټاکل شول. پورته ياد شوي ښاغلي ټول د بهير بنسټگر ونومول شول. په دې لومړۍ غونډه کې پريکړه وشوه چې د بهير غونډې به اونيزې وي او د پسرلي صاحب په ميلمه ځای کې به ترسره کيږي. څلور پنځه غونډې مو چې د پسرلي په ميلمه ځای کې وکړې نو زموږ ياران مخ په زياتيدو شول چې د پسرلي صاحب ميلمه ځای کې نه ځايدل. د پريشان داودزي په مرسته مو د پيښور په خيبر بازار کې د اردو ساينس بورډ لائبريري د غونډو له پاره وغوښته چې د ساهو ليکوونکيو مرکې هم هلته خپلې غونډې کولې، موږ هم خپلې اونيزې غونډې په اردو ساينس بورډ کې پيل کړې، دلته زموږ غونډې په ښه درز کې روانې وې، زموږ د غونډو طرزالعمل داسې و چې اول به مو د تيرې غونډې گزارش د نقد له پاره وړاندې کولو، بيا به مو هغه موضوع چې د مخه انتخاب شوې وه د نقد له پاره وړاندې کوله او په اخره کې به مو آزاده مشاعره کوله. هاغه وخت نثار صاحب د افغان ادبي بهير د غونډو گزارشونه ليکل، امان الله ساهود ستيج چارې مخ ته بولې. او ما به په کې د چايو پيالې په مشرانو او يارانو ويشلې. په غونډه کې به د برې پښتونخوا له ليکوالو او شاعرانو پرته د کوزې پښتونخوا هغو هم گډون کاوه. اروا ښاد الهام صاحب هم په پيښور کې و او د هغه له پريکنده او رغنده نظرونو به مستفيد کيدو، کله ناکله چې به شپون صاحب پيښور ته راپيښه وکړه، هغه به هم بهير ته راته او خپل عالي نظريات به يې څرگندول. دلته زموږ غونډو تر ډېره دوام ونه کړ، څو مياشتې چې تيرې شوې، نو د پيښور صدر بازار په دود سنز کې يوه زورداره چاودنه شوه چې ډېره تباهي يې رامنځ ته کړه. د پاکستان حکومت د افغانستان د هغه وخت په حکومت چې استاد رباني يې صدر و تور ولگاوه او بله ورځ چې موږ اردو ساينس بورډ ته د غونډې د تر سره کولو له پاره ورغلو، نو په دروازه يې راته ليکلي وو:
د افغان ادبي بهير له درنو گډونوالو څخه هيله کيږي چې نور د غونډې د اجرا په خاطر اردو ساينس بورډ ته رانه شي. له دغه ځايه نو زموږ بهير د افغانانو د ژوند په څير کډه په سر شو، څه موده مو د بهير غونډې په ټپه ودريدې. دلته د يوې خبرې سپيناوی بايد وکړم چې موږ به په اوونې کې پنځه ورځې لازمي د صدر په هغه زاړه د چايو هوټل کې راټوليدو او په دې ناستو مو د واړه بهير نوم ايښی و. دلته به راټوليدو او د بهير له پاره به مو د ځای ځايگي د پيدا کولو هڅه کوله. تر دې چې دې وړوکي بهير ته دومره ډېرو يارانو مخه وکړه چې نيږدې وو چې د بهير غونډې مو په همدې د چايو په هوټل کې په رسمي ډول پيل کړې وې. دلته چې موږ راټوليدو نو اوه اته کسان داسې هم زموږ خواته راتلل چې سواد يې نه درلود خو د شعرونو اوريدو او د يارانو له خبرو نه يې خوند اخيستو او تر هغې به ناست ووتر څو چې به موږ هلته وو. دلته به کله ناکله تکړه پښتو سندرغاړی انجنير ايشان مومند چې اوس په امريکا کې ميشت دی، هم راته. هغه چې زموږ په ستونزه پوه شو، نو له واره يې وويل چې زما د موسيقۍ په دفتر کې هم تاسې خپلې غونډې کولای شئ. وايي چې ړوند له خدايه څه غواړي، دوه سترگې. ورسره مو ومنله او بله ورځ مو پسرلی صاحب هم له ځانه سره کړو او په جهانگير آباد کې نيغ د ايشان مومند د موسيقۍ دفتر ته وختو او په غونډه مو پيل وکړ. دا ځل نو د بهير په وروستي پير کې يوه پارچه موسيقي هم مله شوه چې ايشان مومند به په خواږه اواز راته غزلې اورولې. دلته چې مو څلور پنځه غونډې وکړې، نو دا ځای هم تنگ شو، مطلب دا چې ياران ډېر شول او ځای دومره نه و چې ټول دې په کې ځای شو.
کله چې موږ وپوهيدو چې زموږ غونډې نور د ايشان مومند په ځای کې نه شي کيدی، نو نثار صاحب د ډاکټر نصير کاموال سره کوم چيرته ليدلي وو او د بهير د ځای د نشتوالي يې ورته ويلي وو. هغه ورته ويلي وو چې ماسره ښه پراخه حويلۍ په شاهين ټاون کې شته چې د شاه دوشمشيره ليسه ده او د يکشنبې په ورځ بيخي وزگاره وي. بس خپلې غونډې مو دلته پيل کړې . له دغه ځايه د افغان ادبي بهير يو زرين دور پيليږي. دلته موږ ډېر زيات ياران وموندل، هرې غونډې ته به تر سلو زيات شاعران، ليکوالان او د ادب مينه وال راتلل. او تر هغې چې موږ دلته خپلې غونډې کولې، نو پنځه شپږ سوه بهيروال مو موندلي وو. دلته چې به د افغان پوهنتون، يا د دعوت الجهاد له پوهنتون څخه د ادبياتو شاگردان راغلل، دوی به اعتراف کولو چې په پوهنتون کې يې دومره څه په دوه يا درې کلونو کې نه دي زده کړي لکه چې په بهير کې يې په دوه درې مياشتو کې زده کړل. په دې وخت کې ما د بهير گزارشونه ليکل او امان لله ساهو به د ستيج چارې پر مخ بولې، د يادونې وړ ده چې کله نثار صاحب گزارش ليکل سالک صاحب ته پريښودل. سالک صاحب هم څو مياشتې د بهير گزارشونه وليکل چې اوس ورسره ناچاپ پراته دي او نثار صاحب خو د بهير د گزارشونو يو کتاب هم چاپ او خپور کړی دی. او ما سره هم د شپږ مياشتو گزارشونه د چاپ له پاره تيار پراته دي. کله چې به امان الله ساهو وياندي کوله زه به يې له ځان سره د مرستيال په په توگه هم ساتلم، مثلاً که بهير ته به څوک نا آشنا راغلل او په لست کې به يې د نوم ليکلو اړتيا وه نو دا لست به يې په ما جوړاوه، همدا رنگه د مشاعرې برخه به يې ما ته پريښوده چې زه يې د ستج چارې سر ته ورسوم. او داسې نور.
خو يوه ورځ مرحوم ساهو په ستيج ودريده او ويې ويل:
ورونو زه د دوه درې مياشتو له پاره په يو سفر ځم، تر هغې چې زه بيرته راځم د ستيج چارې به عابد پر مخ بيايي.
بس دا خبره څه وه چې دوه ورځې پس د ساهو د مرگ اواز د پيښور ښار په گوډ گوډ کې خپور شو، هغه ځواني مرگ د خپلې کورنۍ سره د سوات بحرين ته د دوه درې مياشتو د تيرولو په خاطر تللی و خو يوه شپه يې هم نصيب نه شوه او د زړه د حملې له امله په حق ورسيده. بس د بهير ستيج يې ماته پريښی و. د گزارش ليکلو له پاره اول صمد مومند او چې د هغه له وسه پوره نه شوه نو بيا يې عنايت ساپي ته وسپارل. داسې د بهير غونډې د څلورنيمو کلونو له پاره د شاه دوشمشيره په ليسه کې وکړې. دلته هم يوه ستونزه را پيدا شوه د هيواد دخپلواکۍ خدای خبر څومه کليزه وه چې موږ په ډېر شوق سره نمانځله، د مکتب د چارواکو نه يوه رامخته شو او ويې ويل چې دا يو مکتب دی او مکتب کې بايد سياست ونه شي. رفيع صاحب د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خبرې کولې چې مزاحمت رامنځ ته شو، او غونډه مو په نيمايي کې پريښوده او په هماغه شاهين ټاون کې مو د چلينجر انگليسي او کمپيوټر کورس ځای کې خپلې غونډې پيل کړې. او تر څو چې طالبان په افغانستان کې وو موږ د چلنجر په کورس کې خپلې غونډې په ډېر شوق او ذوق سره کولې.
زموږ په غونډو کې د روايتي او تنقيدي غونډو پرته د کتابونو مخکتنې، سيمينارونه، د خپلو مشرانو کليزې، د ملې ورځو نمانځنه، او د هيواد په حريم د تيريو غندنه هم شامله وه.
د ٢٠٠٢ع کال په سپتمبر کې چې موږ کابل ته راوکوچيدو نو دلته مو د بهير غونډې پيل کړې،
يوه خبره بايد سپينه کړم چې دا دولسم کال دی چې بهير روان دی، خو بهير نه په پيښور او نه په کابل کې د سياسي او يا هم د چا د شخصي غرضونو ښکار شوی، نه يې په فنډ پسې منډې وهلي او نه يې له چا مرستې غوښتي دي، که غوښتې يې دي د خپلو فرهنگي يارانو څخه يې غوښتي دي، او يا يې خپله خدای وس چنده کړې ده او بهير يې تر دې ځايه رارسولی دی.
تر دې د طالبانو په وخت کې چې ملا اميرخان متقي د اطلاعاتو او کلتور وزير و، نو بهير ته يې يو يو وفد راليږلی چې دا وفد ړومبی بهير ته راغلو يو کس يې په بهير د خپلو خبرو په دوران کې وويل چې د بهير پنځه تنه سرکرده گان سبا ته قونسلگرۍ ته دعوت ياست. پسرلی ورپورته شو او ويې ويل چې بهير سرکرده گان نه لري، که دا گردسره دعوت کولای شې، ښه ده نه موږ پنځه کسه نه يو. هغه کس خپله خبره داسې ترميم کړه چې تاسې ټول دعوت ياست، تاسې ته به د ملا اميرخان متقي پيغام اورول کيږي، ستاسې موافقه به حاصلوو او تاسې به هلته مشاعره کوئ او چکې به هم آزادي وي.
په سبا يې چې موږ د قونسلگرۍ په لور وخوځيدو، د پسرلي صاحب په شمول نثار صاحب هم له موږ سره په ډکه کې و. کله چې قونسلگرۍ ته ننوتو نو پاکستاني پوليسو زموږ جيبونه لټول، چې په نثار صاحب دا عمل ښه ونه لگيده قونسلگرۍ ته د تلو نه يې بايکاټ وکړ. يو تن موږ ته د متقي صاحب پيغام اورولو چې ځينې مهم ټکي يې دلته رانقلوم:
_ بهير به په پيښور کې يوه حويلۍ ولري
_ بهير به يوه مياشتينۍ خپرونه ولري.
_ بهير به په پيښور کې د افغاني ادب او فرهنگ نماينده گي کوي.
_ په دې نماينده گی کې به پنځه کسه دپلوماټيک مامورين وي او شه معاشونه به ولري.
_ بهير به په پيښور کې داسې ښوونځي پرانيزي چې افغاني ماشومان او ځوانان په افغاني روحيه خپلې زده کړې وکړي او داسې نور...
کله چې دا پيغام واورول شو، نو ځينو دوستانو خو د مننې په ترڅ کې وويل چې که دا هر څه بې قيده او بې شرطه وي، خو موږ ته په سر سترگو قبول دي.
خو صميم صاحب چې وار ونيو نو ويې ويل:
عجيبه خبره ده، په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې تړل کيږي، نصاب يې بدليږي، او دلته ورته ښوونځي پرانستل کيږي، په هيواد کې د پوهنتون ليليه په جنگي سنگرونو بدليږي او دلته د ځوانانو د افغاني روحيې خبرې کوئ. افغان ادبي بهير د پورتنيو امتيازونو نه تير دی خو د خدای روی ومنئ چې ښوونځي په مدرسو مه اړوئ او د ليليو نه د جنگ سنگرونه مه جوړوئ. موږ همداسې در په در ښه يو خو په هيواد کې دننه د ښوونځيو دروازې مه تړئ.
نو يارصاحب! هاغه وو چې بهير د متقي پيغام ته داسې لته ورکړه چې بيا طالبانو د بهير نوم هم په خوله وانه خيسته.
يار صاحب! تاسې خو هم په کابل کې افغان ادبي بهير ته راغلي ياست او د بهير غونډې مو له نيږدې نه څارلي دي، ماشاالله ښه په درز کې روانې دي، او هرې غونډې ته يې تر سلو زيات شاعران، ليکوالان او د ادب مينه وال راځي او خپله ادبي تنده ماتوي، دلته هم د پيښور په شان له پوهنتون نه د ادبياتو شاگردان راځي او هماغسې اعتراف کوي چې څه يې له بهير نه زده کړي ، په پوهنتون کې يې نه دي زده کړي.
په دې دومره موده کې بهير پر اونيزو غونډو برسيره د بې شميره کتابونو مخکتنې کړي دي، بې شميره سيمينارونه يې جوړ کړي دي، وخت پر وخت يې له خپلو مشرانو سره غونډې نيولي دي، د هيواد ملي ورځې يې نمانځلي دي او د تلليو ياد يې تازه کړی دی.
اوس افغان ادبي بهير تر کابل پورې محدود نه دی پاتې، بلکې نړيوال کلي ته يې لار پيدا کړې ده او د نړۍ پر مخ خواره واره پښتانه يې له فعاليتونو څخه خبريږي او خپلې ليکنې او پيغامونه ورته راليږي. تير کال چې افغان ادبي بهير د شيرزاد کاموال د پيرزوينو له برکته په ټول افغان کې يو کورگی پيدا کړ، نو بهير ډېر ليدونکي وموندل، ډېر شاعران يې راپيدا کړل او ډېر ژر يې د نيټ په نړۍ کې ځان تثبيت کړ. څه موده ټول افغان ويبپانې بهير ته غيږ پرانيستې وه او اوس مختار لونگ شينواري د ١٣٨٥ کال کې افغان ادبي بهير ته ځانگړی ويبپاڼه پرانيسته چې په دې شپږو مياشتو کې بهير اته شپيته زره ليدونکي او لوستونکي پيدا کړي دي. زموږ د پاڼې ځانگړتيا په دې کې هم ده چې بهير د خپلو غونډو او رشاد کره کتنې د غونډو راپورونه، انځورونه او هم په کابل کې د نورو ټولنو دغونډو راپورونه او انځورونه خپروي، له دې پرته د بهير والو، مقالې، شعرونه، لنډې کيسې، څيړنيزې مقالې، د بهيروالو پيژندنه، هنري ليکنې، ادبي ليکنې، اسلامي ليکنې او ... خپروي. بهير اوس هم د پرمختګ پر لور روان دی خدای دې د بدو سترګو وساتي.
آمين يا رب العالمين
په درنښت
بازمحمد عابد
٢٠٠٦/ ٠٩/ ٢٦