خاطرې


دا مې هيڅ نه هيريږي

يو وخت چې زه په څلورم ټولګي کې وم، نو زما ارواښاد پلار يوه جرمنۍ راډيو زموږ د کلي د ميا غلام سخي

11.07.2013 baz

ښه خاطره/ عابد

سره له دې  چې سږکال په کابل کې د تيرو کلونو په څېر هوا دومره سړه نه ده خو ما غوندې په تن بدن خوار کس بايد ځان ګرم وساتي. د قوس په ١٥ نيټه د يوه ګرم جمپر يا کوټي د اخيستو په خاطر يوه مارکيټ ته ورننوتم. ښه ګرم، ګرم جمپرونه مې وليدل.  اول خو به کې زما د خوښې ډيزاين نه پيدا کيده او چې پيدا به شو نو قيمت به يې له اسمان سره خبرې کولې. دومره ګران چې ما په  هغومره پيسو پوره مياشت خپله خيټه چلولی شوه. پريکړه مې وکړه

02.02.2010 baz

يوه ډېره خوږه خاطره/ عابد

انتخاباتو ته يوه اوونۍ پاتې وه چې د دفتر د سروی له ډلې سره د لغمان او ننګرهار ولايتونو ته په رسمي سفر روان  شوم.  لومړی د لغمان ولايت ته ولاړو  د قرغيو په ولسوالۍ کې د ترخ خيلو په کلي کې مو د نوي کور، نوي ژوند د ډرامې له اوريدونکو سره خبرې وکړې. موږ سره ښځينه همکارانې هم په ډله کې موجودې وې. هغوی په همدې کلي کې کورونو ته لاړې خو د پام وړ ښځينه اوريدونکې يې نه وې پيدا کړې.  خو موږ چې له ځوانانو او سپين ږيرو سره غږيدلي وو نو هغو ټولو په ډرامه ډېر ښه فيډ بک راکړی و.

29.12.2009 baz

خوږه او که ترخه خاطره؟ عابد

زه په داسې يوه دفتر کې کار کوم چې په هفته کې دوه ورځې رخصتي لري . د جمعې ورځ خو نيمايي په حمام  او د جمعې د لمانځه په اهتمام  تيره شي او پاتې نيمايي ورځ يې د بهير  په غونډه کې په ډېره ښه شان تيره شي. ورپسې چې د شنبې  ورځ وي نو دا ورځ زما له پاره ډېره خوښي ځکه رابخښي چې ارام  په کې کوم. او که  ارام نه وي نو د ځينو دوستانو او خپلوانو ليدو ته يې وقف کوم. تيره شنبه راته يو شاعر ملګري ټيلفون وکړ&n

27.08.2009 baz

خاطره/ عابد

د تير کال خبره ده. له دفتر نه مې رخصت واخيست  او کور ته مې د تلوتابيا ونيوله. څه د پاسه لس بجې وې چې له دفتر نه ووتم . په ټکسي کې سپور شوم. په دې وخت کې راته د يوه ملګري فون راغی چې ويل يې حاجي صاحب ......  مړ دی او څلور بجې يې کلي ته جنازه راوړي. ما هم تصميم ونيو چې کلي کې به يو سټاپ وکړم. جنازه کې به ګډون هم وکړم او بيا به هغو موټرو کې ځان پيښور ته ورسوم چې مړی يې کلي ته رارسولی دی. هغه وخت د تورخم هډه په باګراميو کې وه. زه چې څنګه له ټکسي نه کيوتم، يوه موټر وان رامنډه کړه&nbs

14.07.2008 baz

خاطره / عابد

ياران به څه فکر کوي چې زما ټولې خاطرې يې ولې د پيښور صدر بازار پورې تړلي دي؟ دا ځکه چې ما د ژوند پوره ١٥ کاله د پيښور په صدر بازار کې د لاس مزدوري کړې ده. د يوه ګڼ بازار د سرک سر ته مې د سګريټو ريړه درولې وه. سرک ته د دوکاندارنو اتحاديې     زنځير اچولی و او ماته يې کيلي راکړې وه چې يوازې هغو موټرو ته اجازه ورکړم چې د بازار په کوڅو کې يې کورونه و او موټرې يې کورونو ته ننوتی شوې. يوه ورځ په يوه زاړه غوندې سوزوکي  موټر راغی او په تنده لهجه يې وويل: - وغور

04.06.2008 baz

په زړه پورې خاطره

د ولسمشر ۍ  د ټولټاکنو وروسته چې د جمهوري رياست فرهنګي  مشاورت په کابل کې ميشت فرهنګيان د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست ته بللي وو، نو له نيکه مرغه چې زه هم په کې وم. کله چې د ملي راديو تلويزيون نطاق نيازي سنګر د شاعرانو لست ليکه، له مانه يې هم د نوم او شعر ويلو پوښتنه وکړه. زما د نوم ليکلو پر وخت نيازی صاحب خوښ شو او زياته يې کړه چې ستا د شعرونو ټولګه خو ما سره له ډېر پخوا نه شته او ډېر مې لوستی يې. مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وا

16.04.2008 baz

افغان ادبي بهير سره زما تړلې خاطرې

شله گي هم تر يوه حده وي، خو په فرهنگي يارانو کې داسې يو شله يارهم کله کله راپيدا شي چې که چيرې يې د ژبې په سر هم درڅخه په يوه ليکنه ژمنه غوندې اخيستي وي، نو بيا دې ورته خدای ( ج) ټينگ کړه. زه دا د کندهار د يارانو له جملې څخه يو يار يادوم چې د ښکلا ډيوه يې په لاس کې نيولې ده، ښار په  ښار او کلي په کلي په يارانو پسې گرځي او د هيواد د تياره گوډونو د روښانولو په خاطر ليکنې جلبوي، کله کله خو يې د ښکلا دا سفر له کندهاره واخله تر کويټې او له کويټې نه واخله تر پيښوره د همدې (( ښکلا)) په ښکلې کول

09.12.2007 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more