ياران به څه فکر کوي چې زما ټولې خاطرې يې ولې د پيښور صدر بازار پورې تړلي دي؟ دا ځکه چې ما د ژوند پوره ١٥ کاله د پيښور په صدر بازار کې د لاس مزدوري کړې ده. د يوه ګڼ بازار د سرک سر ته مې د سګريټو ريړه درولې وه. سرک ته د دوکاندارنو اتحاديې     زنځير اچولی و او ماته يې کيلي راکړې وه چې يوازې هغو موټرو ته اجازه ورکړم چې د بازار په کوڅو کې يې کورونه و او موټرې يې کورونو ته ننوتی شوې.

يوه ورځ په يوه زاړه غوندې سوزوکي  موټر راغی او په تنده لهجه يې وويل:

- وغورځوه زنځير.

- زنځير ته خو تاله لګيدلې ده.

- وغورځوه، چې اوس به دې دا زنځير په پښه کې واچوم او د بازار تر بل سر پورې به دې کشکاږم.

- دومره لا زورور نه يې، زه زنځير نه درته خلاصوم، هاغه مخامخ تاڼه ورشه شکايت وکړه. خو چې له دې پورته يوه خبره هم ونه کړې.

زما د دې خبرې سره د پاخه عمر يوه ښځه له موټر نه راښکته شوه او خپل د اوږی پرس يې اوږی ته واچوو. ښځه مې وپيژنده چې د پيښور د پوليسو د مشر کورودانه وه. سم له لاسه مې زنځير خلاص کړ او ورته و مې ويل:

- بيګم صاحب معافي غواړم تاسې خو به اکثر په يوه لينډکروزر موټر کې راتلئ، ما ستاسې موټر ونه پيژندو.

ښځه بيرته موټر کې کيناسته او ما ورته زنځير خلاص کړ. ډريور چې موټر ودراوه، زما خواته راغلو او ويې ويل:

- که ته له مانه سبا ته دلته ودريدې نو زه به له خپله پلاره نه يم.
- يره زه خو درته دا لوړه ځکه نه کوم چې زه له خپله پلاره يم. خو دومره درته وايم چې که پوليس لين ته مې ونه ليږلې نو زه خپله دا ځای پريږدم.
درې څلور ورځې  پس پوليس په شخصي لباس کې راغی او په ډېره خوږه ژبه يې سلام واچاوه. عليک مې ورته ووايه او د خپل ناستې ځای مې ورته پريښود. هغه هم کيناست او د مخې سره يې وويل:

- ځه کنه، چای راباندې څښې او که نه؟

ما چای پسې خپل کشر وورو وليږه او پوليس رانه پوښتنې پيل کړې:

- په دې ريړه کې دې ګوزاره کيږي؟ بال بچ دې شته؟ د کرايه په کور  کې اوسيږې؟ رښتيا د کوم ځای يې؟

ما ويل بازه بچو دا دروغ د چا د پلار دي راځه دا پوليس په شش و پنج کې واچوه.

- زه نيم کابلی او نيم پيښوری يم.
- دا څنګه کيدای شي؟
- کيدای شي، ځکه چې مور مې د پيښور او پلار مې د کابل دی.

پوليس راته لاندې باندې وليدل او د چايو له پيالې نه يې غټ غړپ  وکړ. په خبرو خبرو کې يې راته وويل:
- يار، تيره ورځ خو درسره ما هسې ټوکې کولې او تا راسره په رښتيا بد وکړل. څه د پلار دښمني دې راسره وه؟
- زه خو پوه نه شوم صاحبه ! څه بد مې درسره کړي دي؟
- خو تا نه ويل چې پوليس لين ته دې ليږم، پلاره! چاته دې وينا کړې ده چې زه صاحب په خپل دستخظ لين ته وليږلم؟

- ما خو په واله که چاته ويلي وي. لکه څنګه چې تاټوکې کړي وې، ما هم داسې ټوکه درسره کړې وه. خو ته په خدای باور وکړه چې ستا په اړه ما چاته څه نه دي ويلي او نه زه  د دومره کار کولو يم چې يو پوليس په تعلقاتو بدل رابدل کړم.

- نه مړه! واله که له تا پرته بل چا دا کار کړی وي.

ما که هر څو ورته قسمونه خوړل خو پوليس پرې باور نه کاوه. چای يې وڅښه او په تلو تلو کې يې وويل:

- زه اوس ځم، سبا بله ورځ بيا راځم چې تر هغې دې زما د بيرته بدليدو کار کړی وي، که نه درته به ډېره بده شي.

دريمه ورځ وه چې پوليس بيا راغی. دا ځل يې نو تندی راته تريو کړی و او په غوسه يې راته وويل:
- زما کار دې څنګه کړ؟ د خدای ظالمه زما د بچو په روزۍ کې دې هيڅ په هيڅه لتې وهلي دي.
- ګوره صاحبه زما له لاسه واله که هيڅ هم کيږي. زه درته بيا هم قسم خورم چې ستا بچو په روزۍ کې ما لتې نه دي وهلي.
که زه شوم او که دی شو، زما خبره يې ونه ومنله کله په تونده او کله په نرمه يې دې خبرې ته راوستم چې د صاحب کورته ورسره ولاړ شم او بيګم صاحب ته يې سفارش وکړم.

په ډيفينس کالونۍ کې يې ډېره لويه بنګه وه. د پوليسو غرفه يې د بنګلې مخې ته ولاړه وه . موږ چې ورغلو ټولو پوليسو راسره ډېر ښه روغبړ وکړ. يو تن پوليس ته يې وويل چې ورشه او  بيګم صاحب ته ووايه چې د شفيع مارکيټ د د زنځير چوکيدار تاسې سره وينې. پوليس چې ولاړ نو ماته زماد غاړې غور پوليس واله وويل:

- زه پوهيږم چې تا زما په سر وينا چاته نه ده کړې، خو ستا په سر يې زه لين ته ليړلی يم دا به راسره ته ومنې. تا اوس ضرور بيګم صاحب غواړي، بس وررو شه کنه، زما د پاره ورته زارۍ وکړه، که په کور کې راته نوکري نه راکوي، بس چې کومې تاڼې ته مې وليږي. دا درېمه ورځ چې په لين کې سخا شوم. نه په کې پيسه شته او نو ترينه کور ته تللی شم.

بيګم صاحب ته چې ورغلم، نو د مخې سره يې راته وويل :
- بچيه څنګه راغلې يې؟ چا خو به له ځای نه بې ځای کړی نه يې؟
- نه بيګم صاحب، خو تاسې سره چې کوم ډريور و، هغه لکه چې صاحب لين ته ليږلی دی. هغه اوس ما پسې ځي او راځي چې تاسې ته يې سفارش وکړم چې د لين نه يې کومې تاڼې ته وليږئ.
- نه بچيه! هغه ډېر بې تميزه سړی و. او بله دا چې هغه خو ما په همدې خاطر له کوره وشاړه چې تا سره يې بې تميزي کړي وه او ته يې اوس سفارش ته راغلی يې؟
- بس بيګم صاحب که امکان لري، نو صاحب ته وواياست چې کومې بلې تاڼې ته يې وليږي. په لين کې وخت نه شي تيرولی.
- هو کنه، په لين کې خو يوازې ډيوټي وي، رشوتونه خو نه شي اخيستی، خدای دې دا په نس نه مړوي. هره ورځ به يې په سودا کې درې څلور سوه روپۍ موږ نه هم شکولې. خو اوس چې ته راغلې يې يو څه چاره خو به يې وکړو.

پوليس ته مې وويل چې بيرته دې کور ته نه راولي، خو ويل چې څه چاره به يې وکړو.

ځه په خپله او پوليس واله په خپله مخه روان شوو. څه مياشت يوه نيمه وروسته پوليس واله راغلو او ويل چې سلام ته دې راغلی يم، په ډيره ښه تاټه کې مې ډيوټي ده. هشنغرۍ تاڼې ته مې بدلي شوې ده. او ښې ډېرې پيسې د دې مهاجرو کنډه مارو نه لاس ته راځي. دا خبره يې پر ما ښه ونه لګيده، دومره مې ورته وويل چې ګوره د دې مهاجرو نه ځان ساته، د دوی لاسونه ډېر اوږده دي، ستا به ترې حيا هم نه کيږي، خو هغوی به درته کار ليدلی وي.

پوليس واله دومره وويل: واله دا دې هم منم. او نور په خپله مخه لاړ.  بيا مې دا سړی تر ډېرو کلونو ونه ليده.

اوه اته کاله پس  له کابل نه پيښور ته ته تلم. له طورخم نه د تونس موټر په مخکې سيټ کې کيناستم. په کارخانو مارکيټ کې چې تونس د حيات په لار تاو شو، نو په ړومبي موړ کې د پوليسو ډاډسون ښکاره شو. دتونس ډريور وويل چې  پيسې سمبال کړئ چې د غله ځامن ولاړ دي.

په تونس کې درې څلور کسه اوزبکان هم هم موږ سره ناست. موټر يې چې څنګه ودراوه، نو له مخې سره يې وويل چې ټول راکوز شئ. شپږ اوه کسه ټول راکيوتل خو ما چې د تونس د غاړې په ښيښه کې وليدل، نو هماغه بد سری پوليس د ډاډسيون سره خوا کې ولاړ و او د موټر کيلي يې په ګوته کې اړوله. دوه پوليسو يويو کس رانيولی و او کلکه تلاشي ي ېاخيستله. د همدې ډريور ماته پام شو، ما هم د موټر قيد وهلی و او دروازه مې کلکه په ځان پسې تړلی وه. هغه  غوښتل چې درواږه خلاصه کړي، خو ما ورته شيشه خلاصه کړه. هغه راته وويل:

- ته ولې نه راکوزيږي، د خان بچيه ته نه ګورې، چې ټول کسان راکيوتي او خپله تلاشي ورکوي.
- خير خو به وي، صاحبه! د څه شي تلاشي؟
- د څه شي تلاشي، خو چيکينګ کوو کنه.
_ مړه پوره مياشت پس کور ته روان يم، په دې وخت کې به ما ځان سره څه راوړي وي چې مجرم مې ثابت کړي.
- رښتيا په تا مې يو څه شک پيدا شوی دی. ته اول دا ووايه چې ته د کوم ځای يې؟

- زه خو نيم کابلی او نيم پيښوری يم صاحبه!

- بلکل چې ته نيم کابلی او نيم پيښوری يې، ته راکوز شه چې تا باندې دلته چيرته روټۍ وخورم.
- بس له روټۍ دې خدای مه کموه او دومره وکړه چې موږ ته اجازه راکړه چې کور ته مې سودا ده.
- هلکو، پرېيږدۍ چې دا سورلۍ موټر ته وخيژي او په خپله مخه ولاړې شي.

١٣٨٧ کال د جوزا ١٥ نيټه