د اطلاعات او کلتور اداري معين غلام نبي فراهي د هيواد د تکړه انځورګر ډاکټر آصف اصفي په ګوتو جوړه شوې تابلو چې د جلال آباد د قصر يوه برخه څرګندوي ، ډالۍ کړه.

د آزادۍ راډيو ريس شيرزي صاحب ته هغه نښان ورکوي چې په وياړ يې جوړ شوی دی.

په پراګ کې د آزادۍ راډيو همکار عصمت څاروان د آزادۍ ټرافي محترم والي صاحب ته ورکوي.

د هرات ولايت د خلکو استازی د لومړنۍ ولسي جرګې د پريکړې ليک شيرزي صاحب ته ډالۍ کوي چې د امان الله خان لاسليک پرې هم موجود و.

پلوشه کاکړ شهيد شيرزي صاحب په ګوتو ډيزاين شوې د افغانستان نقشه ورکړه چې شير زی صاحب د غونډې برخه والو ته د ښودلو په حال کې ليدل کيږي..

والي صاحب سره څنګ کې عصمت قانع ولاړ دی.

د پوهنې پخوانی وزير او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر پوهاند رسول امين عابد په غيږ کې نيولی چې تر څنګ يې عبدالله ساپی هم ليدل کيږي.