د ١٣٨٦ کال په وروستيو کې د آزادۍ راډيو د کال د غوره شخصيت په اړه  ديوې عمومي نظرپوښتنې په ترڅ کې د افغان ولس د اکثريت رايو او نظرونو پر بنسټ  د ننګرهار والي  او د بيا رغونې اتل ګل اغا شيرزی د کال د غوره شخصيت په توګه انتخاب شوی و، د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د ١٣٨٧ کال د جوزا په ١٣ نيټه يې په وياړ يوه لويه غونډه په کابل کې کانټينينټال هوټل ته رابللې وه چې شمير يې دوه سلګونو رسيده. 
دې درنې غونډې ته د کابينې څو تنه وزيران، د وزارتونو معينان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې، يو شمير نارينه او ښځينه وکيلان، د ننګرهار ولايت د ځينو رياستونو ريسان، ولسوالان، ولسي او قومي وکړي، د کندهار ځينې قومي مشران، او په کابل کې ځينې ميشت فرهنګيان، ژورنالستان او شاعران هم  بلل شوي وو.
د غونډې وياند د آزادۍ راډيو سيمه ييز خبريال شير شاه همدرد. غونډه د قرآن کريم په مبارکو آياتونو پرانيستل شوه، ورپسې ملي سرود واورول شو. ورپسې د ننګرهار د سودا ګرو او صنايعو خونې ريس پرانيستونکي وينا واوروله. بيا په کابل کې د آزادۍ راډيو ريس امين مدقيق هغه پروسيجر تشريح کړ چې څنګه دوی دا لړۍ پيل کړه، څومره وخت يې دوام وکړ، څو تنه يې اخر ته راووتل او پای کې څوک د رايو په اکثريت د کال غوره شخصيت انتخاب شو.
تر ده وروسته د اطلاعات او کلتور ادارې معين غلام نبي فراهي خبرې وکړې او يو ه تابلو يې ورته ډالۍ کړه چې د ننګرهار سمسوره سيمه په انځور شوې وه. له دوی پرته د پوهنې پخواني وزير او د افغانستان د مطالعاتو د ادارې مشر پوهاند رسول امين ، د پوهنې وزارت اداري معين صديق پتمن، د ښار جوړولو وزير يوسف پښتون،  استاد حبيب الله رفيع، د ښخينه چارو د وزارت معينه پلوشه کاکړ شهيد، شکريه بارکزۍ، صفيه صديقي، آريون يون، په ولسي جرګه کې د هرات ولايت استازي او ځينو نورو د ننګرهار د والي په شخصيت او کړي کارونو باندې رڼا واچوله او هر يو په خپلو خبرو کې ورته عقيدت وړاندې کړ.
د جايزو د ويش په پر مهال د ازادۍ راډيو ريس امين مدقيق د راډيو لخوا جوړ شوی نښان چې د کال د غوره شحصيت ښکارندوی و، ښاغلي شيرزي ته ورکړ. او عصمت الله څاروان چې له پراګ نه همدې پروګرام ته راغلی و د آزادۍ راډيو يوه ټرافي او يوه راډيو يې والي صاحب ته په جايزه کې ورکړل.
همدا رنګه د ننګرهار د بيلابيلو قومونو استازو شيرزي صاحب ته پګړۍ پر سر کړه او پلوشه کاکړ شهيد په يوه ټوټه په ګوتو جوړه د افغانستان نقشه ورته ډالۍ کړه، چې په همدې  شيرزي صاحب دا نقشه د خلکو په وړاندې راپورته کړه او لوړه يې وکړه چې زه به  ټول افغانستان ته وفادار اوسم.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي هغه قعطنامه شيرزي صاحب ته ډالۍ کړه چې د غازي امان الله خان په وخت کې په ننګرهار کې د ولسي جرګې ړومبۍ غونډه شوې وه، د يادونې وړ ده چې په دې قطعنامه  دامير امان الله خان لاسليک هم وه.  له دوی پرته په لسګونو مشرانو او مينه والو  د ننګرهار والي ته د ګلونو ګيډۍ هم ورکړل شوې.
په اخره کې شيرزي صاحب خپله وينا کې له ټولو دوستانو او مينه والو څخه مننه وکړه چې په وياړ يې راټول شوي وو، او دا پرتمينه غونډه يې په خپل ورتګ لا ښکلې کړې وه.
غونډه له مکلفې ډوډۍ خوړلو وروسته پای ته ورسيده او خلک پر خپله مخه لاړل.

د غونډې وياند شيرشاه همدرد


پوهاند رسول امين

د پوهنې وزرات اداري معين صديق پتمن

د ولسي جرګې وکيله شکريه بارکزۍ

د ولسي جرګې وکيله آرين يون

عرب شاه چمتو او د ننګرهار ولايت د امينه قومندان سيد عبدالغفار پاچا

د غونډې يوه څنډه چې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون ريس واحد نظري په سر کې ليدل کيږي

د ننګرهار والي او عابد