27.05.2008
- baz
د کابل لمرپريواته ته د قرغې بند جوړ دی چې د جمعې او رخصتيو په ورځو کې په زرګونه خلک د سيل او ساعتيرۍ له پاره ورځي. څه شل کاله پخوا چې ما لا قرغه نه وه ليدلي له يوه دوست سره په اسلام اباد کې راول ډيم ته ورغلی وم. دوست مې په کابل کې ډېره موده تيره کړې وه، ويل يې چې د راول ډيم د قرغې له بند سره دومره توپير لري چې قرغه کې کشتۍ نه شته. اوس چې دا شپږ کاله کيږي چې زه په کابل کې جره اوسيږم، او د رخصتيو په ورځو کې چکر وهلو ته پريمانه وخت لرم، په لسګونو وارې به د قرغې بند ته هم تللی يم. دلته هم د سيل ل...
02.06.2008
- baz
د ١٣٨٦ کال په وروستيو کې د آزادۍ راډيو د کال د غوره شخصيت په اړه ديوې عمومي نظرپوښتنې په ترڅ کې د افغان ولس د اکثريت رايو او نظرونو پر بنسټ د ننګرهار والي او د بيا رغونې اتل ګل اغا شيرزی د کال د غوره شخصيت په توګه انتخاب شوی و، د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ خونې د ١٣٨٧ کال د جوزا په ١٣ نيټه يې په وياړ يوه لويه غونډه په کابل کې کانټينينټال هوټل ته رابللې وه چې شمير يې دوه سلګونو رسيده. دې درنې غونډې ته د کابينې څو تنه وزيران، د وزارتونو معينان، د ولسي جرګې او مشران...