د کابل لمرپريواته ته د قرغې بند جوړ دی چې د جمعې او رخصتيو په ورځو کې په زرګونه خلک د سيل او ساعتيرۍ له پاره ورځي. څه شل کاله پخوا چې ما لا قرغه نه وه ليدلي له يوه دوست سره په اسلام اباد کې راول ډيم ته ورغلی وم. دوست مې په کابل کې ډېره موده تيره کړې وه، ويل يې چې د راول ډيم د قرغې له بند سره دومره توپير لري چې قرغه کې کشتۍ نه شته. اوس چې دا شپږ کاله کيږي چې زه په کابل کې جره اوسيږم، او د رخصتيو په ورځو کې چکر وهلو ته پريمانه وخت لرم، په لسګونو وارې به د قرغې بند ته هم تللی يم. دلته هم د سيل له پاره کورنۍ او نور سرمست ځوانان راځي او ټوله ورځ د بند په غاړه تيروي. د اتڼ ډولونه هم راځي او سرمست ځوانان ورته څڼې غورځوي. په قرغه کې په لسګونو د نجوګانو ځوانې ونې هم ليدل کيږي، چې د چاپيريال د ساتنې د ادارو د نه پاملرنې له امله وچې شوي دي او په لسګونو تنکۍ ونې هم د وچيدو په حال کې دي. سره له دې چې قرغې ته چې هره ورځ په سلګونو موټرې راځي او له هغه څخه کوم ټکس اخيستل کيږي، د قرغې د چاپيريال ساتنې له پاره دا ټکس هم کافي دی، خو نه پوهيږم چې ولې ورته پاملرنه نه کيږي. زه چې د خپل هيواد په طبيعې ښکلا مين يم، دغومره مې د وسې کيدل چې تاسې سره خپله انديښنه شريکه کړم، که تاسې د چاپيريال ساتنې د ادارو له چارواکو سره پيژنۍ نو هيله کوم چې اړيکې ورسره ونيسئ او د قرغې ښکلا وساتئ
په ټوله مينه
ستاسې باز
baz_moh1@hotmail.com