افغان ادبي بهير خپله اوونيزه غونډه د ١٣٨٧ل کال د غبرګولي په ٣ نيټه چې ٢٠٠٨ م کال د ٢٣ نيټې سره برابره وه، په پروان مينه کې د نادريې ليسې تر څنګه  د يار موسسه کې د جمعې په ورځ ماسپښين درې بجې په تلاوت  پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون او ميلمنه يې شازيه افغان وه. د تيرې غونډې راپور رحمت صاحب وکړ او وياند يې هارون حکيمي و.
اسمعيل څپه خپل طنز د کره کتنې له پاره وړاندې کړ چې ښيګڼې او بدګڼې يې ورته په ګوته کړای شوې. ورپسې يوه آزاده مشاعره شوه چې په لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وويل. په غونډه کې تر شپږشلو شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
پريکړه شوه چې راتلونکې غونډې ته به سيدجلاني جيلان خپل غزل کره کتنې ته راوړي.

د غونډې د ګډونوالو يو څنډه

استاد سعدالدين شپون

پير محمد کاروان

نور الحبيب نثار

شازيه افغان

دغونډې وياند هارون حکيمي

حکمت سروش

تڼيوال صاحب

د غونډې يوه بله څنډه