په هيواد کې چې نسبي امنيت رامنځته شو دی، نو له کابل نه په سلکونو خلک چې د ژوند د مختلفو طبقو سره تړاو لري، د جمعې په ورځ پغمان ته د سيل او ميلې له پاره ځي. پغمان ته ډېرې کورنۍ هم د سيل او ميلې له پاره چې هملته ښځې او نر د خوړ په غاړه پينډه جوړوي او اخلی پخلی هم کوي. په پغمان کې سماواتونه او هوټلې هم ښې پريمانه جوړې شوي دي خو اکثره خلک له ځانونو سره د اخلي پخلي لوښي وړي او ځانونه ته پخپله خواړه پخوي.
طاق ظفر چې غازي امان الله خان په وخت کې جوړ شوی، دا طاق په تيرو جنګونو کې نړيدلو ته نيږدې شوی و، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکا سفير زلمی خليلزاد بيا ورغواوه.