زه په داسې يوه دفتر کې کار کوم چې په هفته کې دوه ورځې رخصتي لري . د جمعې ورځ خو نيمايي په حمام  او د جمعې د لمانځه په اهتمام  تيره شي او پاتې نيمايي ورځ يې د بهير  په غونډه کې په ډېره ښه شان تيره شي. ورپسې چې د شنبې  ورځ وي نو دا ورځ زما له پاره ډېره خوښي ځکه رابخښي چې ارام  په کې کوم. او که  ارام نه وي نو د ځينو دوستانو او خپلوانو ليدو ته يې وقف کوم. تيره شنبه راته يو شاعر ملګري ټيلفون وکړ چې کوم ځای ته درپسې درشم، زما هم رخصت دی چې ورځ مو ښه تيره شي.
ما شاعر ملګري ته ځای وروښود او نيم ساعت به لا تير نه و چې په خپل کرولا موټر کې راغی او زه يې له ځانه سره سپور کړم. کابل نندارې  ته ورغلوو، د مرنجان تپې ته پورته شوو،  په نوي ښار کې يې کابل بانک  ته مخامخ د سرک پر غاړه موټر ودراوه، دوه تنو ماشومانو شله ګي کوله چې موټر يې ورته ومينځي. زه  پياده رو ته ختلی وم او ملګري ته منتظير وم. په دوه جونو مې نظر پريوت چې په همدې پياده رو زما په لور  راروانې وې. په غلچکي نظر مې وار په وار څارلې، جونو د کابليانو په فيشن ښې سنبالې وې. هغوی چې په لس دولس مترو واټن کې رانيږدې شوې، دواړو يې ماته په ځير ځير کتل، زه وشرميدم او خپل پام مې په بله واړاوه. خو کله چې هغوی زما له څنګه تيرېدې، يوې بلې ته په پښتو ژبه وويل عابد صاحب دې وليدو؟ ما يو تيندک وخوړ، يوې جينۍ زما په لور بيا راوکتل، زه وشرميدم اوداسې مې وښوده چې ما ګوندې ستاسې   خبرې هيڅ اوريدلي نه دي.
هغوی  دلباس په يوه مارکيټ ننوتې . په دې وخت کې مې شاعر ملګری هم راورسيد.  د جونو خبره مې ورياده کړه. هغه راته فکر کوم په رخه وويل چې تا خو به خامخا پيژني ځکه چې په هر ټلويزيون او راډيو کې ته ميلمه يې، له دې خبرې سره مو په کټ کټ سره وخندل. ملګري مې راته وويل چې د لباس مارکيټ ته موږ هم ورځو چې زه دوه جوړه  د اوړي د استعمال پتلونونه اخلم. مارکټ ته ننوتو، دومره لوی،بې سره او بې سامانه و چې که يوازې ورته ننوتی وم شايد چې په اسانه به مې د راوتو لاره نه  وه پيدا کړې. يو ساعت قدرې به په مارکيټ کې ګرځيدلي وو، ملګري مې دوه جوړه د اوړي لباس ځان ته واخيست، دوه پلاستيکي کڅوړې يې په لاس کې نيولې وې، يوه ترې نزاکتاً ما واخيسته او له مارکيټ نه په ووتو کې و چې د سرک په غاړه مو هماغه جينکۍ وليدې. ملګري ته مې وويل چې هغه جونې دا دي چې زما په اړه يوې بلې ته ويل. ملګري چې مې جونې وليدې، نو خدای شته چې ګبڼی پرې ولګيده او راته يې وويل چې نه ياره دا چيرته پښتنې کيدای شي، د  دوی دا لباس او دا شکلونه د پښتنو نه دي. ما وی چې نه ګرانه دا پښتنې دي. په دې وخت کې مې ملګري له جيب نه سګريټ راو ايست او ما ته يې د خپل لاس پلاستيکي کڅوړه هم راکړه او ويې ويل چې ته دا کڅوړه واخله چې زه سګريټ لګوم. ما ترې کڅوړه واخيسته . ملګری مې  مخکې او زه ورپسې وم.  د جونو په لور روان وو.  کله چې د جونو له څنګه تيريدو نو مخ يې راواړه او ويې ويل چې (عابد صاحب راځه چې ډوډۍ درباندې وخورم. )  د دې خبرې سره دواړو جونو  د هغه په لور په حيرت وروکتل، بيا يې زما په لاس کې دوه غټو غټو پلاستيکي کڅوړو ته وليدل. موږ له هغو څخه تير شوو.  په زړه کې مې په  خپلې بې وسۍ او د شاعر ملګري په چالاکۍ څو د افسوس اوښکې تويې کړې.
بازمحمد عابد
د کابل نوی ښار، ٢٠٠٩ ميلادي کال د جون د مياشتې ديارلسمه نيټه.