د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه چې د وږي د مياشتې په ديارلسمه نيټه د کابل په قوه مرکز کې په کاروان انستتيوت کې تر سره شوه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو پيل شوی وه. تر هر څه د مخه د درانه ليکلوال او فرهنګپال ډاکټر ابراهيم شينواري د ورور په شهادت ژوره خواخوږي څرګنده کړه ، بهيروالو په دې درانه غم کې د ډاکټر صاحب له محترمې کورنۍ سره ځانونه شريک وباله او کورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتنه وکړه. ورپسې لعل محمد نيازي د ماشومانو له پاره يوه ليکلې کيسه د کره کتنې له پاره وړاندې کړه چې نورالحبيب نثار، پير محمد کاروان، استاد اسدالله غضفنر، تاج محمد ياري، عزيز تحريک او نورو دوستانو پرې خپل نظرونه څرګند کړل. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې له عريز تحريک سره راغليو ګلاليو ماشومانو په خوږو اوازونو ځينې شعرونه او ترانې ترنم کړې او بيا نورو شاعرانو شعرونه وويل. د غونډې په پای کې جبار څپاند د هغې طرحې په اړه چې درې اونۍ وړاندې يې په بهير کې د بهير د چارو د لا ښه پرمختګ په اړه وړاندې کړې وه، د بهير والو د ملاتړ په اړه خپلې خبرې وکړې چې له اختر نه وروسته به د طرحې په اساس مخکې چې په دې کار کې له د بازمحمد عابد په ګډون د بهير وياند صفي الله عمرخيل او جاويد اوربل هم له ځان سره مله ونومول. د دې غونډې رياست له هالنډ څخه راغلی ميلمه عبدالله پويان کاوه او ميلمه يې تاج محمد ياري و. د غونډې راپور محمد عابد سيرت ليکه او وياند يې صفي الله عمرخيل و. پريکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به مجيد الله قرار خپل نظم کره کتنې ته راوړي.
د بهير والو ګډه انځور
نور الحبيب نثار
پير محمد کاروان
دياسنګهـ انجان
مجيد الله قرار
حسام صاحب د شاه محمد پشه يي شعر ژباړي
محمد الله کمال
جبار څپاند
ليمه د ننګرهار د الايي ليسې د اتم ټولګي زده کوونکې
شمله د ننګرهار د الايي ليسې د شپږم ټولګي زده کوونکې
هيواد د کابل د احمدشاه بابا د مينې د دريم بلاګ د ښوونځي د څلورم ټولګي زده کوونکی
هلمند د ننګرهار د الايي ليسې د پنځم ټولګي زده کوونکی
مينه د کابل د احمد شاه بابا د مېنې د څلورم ټولګي زده کوونکې
ښکلا د ننګرهار د الايي ليسې د دريم ټولګي زده کوونکې