محترم باز محمد عابد صیب .
سلامونه او نیکی هیلې مې ومنئ . خدای د ې وکړي چې د تل لپاره په خپلو موخو او کړنو کی کامیاب اوسئ
ګرانه! زه تقریبا د یوه کال راهیسې ستاسو بلاګ چې یه ریښتنی ډول د پښتو ادب د ودې اوپرمختګ هينداره ده ، ښه په شوق سره ګورم او خدای شاهد چی ستاسو خپاره کړي موضوعات راته د نورو ویب پاڼو په پرتله ډیر جالب او ریښتنی ښکاری. نو په همدی اساس یی هم خپله ګورم او هم نور ملګري او دوستان يې ليدو ته هڅوم په هر حال خدای تعالی د ې وکړي چې نورهم په خپلو موخو کې او د مورنی ژبی ګرانې پښتودخدمت لپاره خپلی هڅې لا پسی تاندې کړې د یادونی وړ ده چی نن هم لکه د پخوا په څیر کله چی سهار په ۷:۳۰ بجو دفتر ته راغلم نو تر هرڅه لومړی می وغوښتل چی د غم ځپلی وطن او هم د نړیوالو مسایلو څخه ځان خبر کړمو نو دکمپیوټر دلګولو سره سم می دټول افغان بینوا اوهم د بی بی سی پښتو سایټونه خلاص کړل تر څو تر هر څه نه مخکې پوهه شم چی حالات کوم لوري ته روان دی . نا څاپه می ستاسو ویبلاګ ته فکر شو، ستاسو ویبلاګ می خلاص کړو، ستاسو تصوير می پرسترګو شو که څه هم ستاسو نو م مااوریدلی و خو غوښتل می چی نور دې هم وپيژنم ستاسو په ویبلاګ کی می ټول موضوعات دکونړ سیند مشاعرې دننګرهار مشاعرې اوهم دلغمان ولایت انځورونه ټول می ولید خدای حاضر دی ډیر زیات خوشحاله شوم او ستاسو پر ويبلاګ او ټول افغان ویپاڼې می یقین او باور لاپسی زیات شو چی له ځانه سره مې وويل چې زه که خدای کول اوس نو داسی ځوانان شته چی زمونږ دغی خوارې ژبی لپاره په صداقت او رښتينولۍ کارکوی . زه ستاسو ددغو ښکلو ښکلو منظرو او انځورونو خپرولو دیته وهمڅولم چې تاسو ته یو څو په زړه پورې انځورونه خپرولو له پاره در واستوم کیدای شي چې ستاسو ویبلاګ نور هم پسې ښکلی کړي . په اخر کې ستاسو او ستاسو دټولو همکارانو څخه یوه نړی مننه کوم.له خدای (ج) څخه درته برياليتوب غواړم
. ستاسو ورور نعمت الله صافی دUNDP دکابل مرکزی دفتر څخه