د ولسمشر ۍ  د ټولټاکنو وروسته چې د جمهوري رياست فرهنګي  مشاورت په کابل کې ميشت فرهنګيان د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست ته بللي وو، نو له نيکه مرغه چې زه هم په کې وم. کله چې د ملي راديو تلويزيون نطاق نيازي سنګر د شاعرانو لست ليکه، له مانه يې هم د نوم او شعر ويلو پوښتنه وکړه. زما د نوم ليکلو پر وخت نيازی صاحب خوښ شو او زياته يې کړه چې ستا د شعرونو ټولګه خو ما سره له ډېر پخوا نه شته او ډېر مې لوستی يې.
مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وار په وار يې شاعران د هغوی په شعرونو راغوښتل. ولسمشر لا تشريف نه و راوړی.  زما دوه لاندې  بيتونه يې په پيړ او ډبل غږ وويل:
د روح بين غږمه چيرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم
اول به مې د زړه په دريڅو کې راپيدا شي
که نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم
ناستو ټولو کسانو داد ورکولو چې په دې وخت کې ولسمشر د خپلو خاصو کسانو سره د ګل خانې په ماڼۍ راننوت. ټول ياران د احترام په ډول ودريدل. او چې کرزی صاحب کيناست. ويې ويل چې په داهليز کې  مې دوه بيتونه ډېر شکلي تر غوژو سول، ته يې يو ځل بيا ووايه.
نيازي صاحب بيا هغه بيتونه قلقله کړل. کرزي صاحب ترې د شاعر پوښتنه وکړه. خو نيازي صاحب خړی متی شو او ورته يې وويل:
صاحب! دا د منتخباتو له جملې څخه وو.
کرزي صاحب بيا پوښتنه وکړه چې منتخبات هم شاعر لري که يه؟
نيازي بيا هم شاعر ور ونه ښود، اخر کرزي صاحب وويل چې شه شه د کلاسيکو له جملې څخه وو.
زما يو څنګ ته نذير احمد نذير ناست او بل څنګ ته مې عبدالهادي هادي ناست. دوی ته ما د کرزي صاحب او نيازي د خبرو په دوران کې وويل چې بيتونه خو يې زما وويل خو نه پوهيږم چې دا نيازی ما سره څه رخه لري؟
هادي صاحب راته وويل چې په سسپنس کې يې ساتلی يې اوس دې ورغواړي. خو داسې ونه شول زما په ځای يې محمد زمان کلمانی ته چې په پشه يي ژبه شعر وايي راوغوښت او هغه په پشه يي ژبه شعر پيل کړ.  کله چې کلماني صاحب شعر پای ته ورسوو، نو کرزي صاحب ورته وويل چې اوس را وژباړه هم چې پوه خو پرې شو. تر کلماني وروسته مې بيا هم تمه لرله چې ما به وروغواړي او په سپينو ټکو کې به ورته ووايم چې نيازي صاحب زما بيتونه مخکې تلقين کړل خو نه پوهيږم چې ولې يې تا ته ونه ويل؟
خو بيا يې هم  زما پر ځای استاد بختاني صاْحب ته بلنه ورکړه.  او بيا نو کرزی صاحب په خپله مخه لاړ.
هغه وخت خو مې نيازي صاحب  ته خپله غوسه څرګنده کړه، خو هغه سکوټ منکر شو ويل يې چې دا مې د يوې شکيدلې مجلې نه ليکلي وو، او دا راته مالومه نه وه چې شعرونو به ستا وي.
پرون چې بيا د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست  ته ولاړو، تر ډوډۍ خوړلو وروسته مشاعره پيل شوه. په سر کې يې کاروان صاحب شعر ويلو ته وروغوښت، او بيا يې د قومونو په تناسب، يو يو کس له ټولو قومونو څخه وروغوښت  او هر يو خپل شعرونه وويل.
په پای کې ولسمشر  په دهليز کې د يوې غاړې ټولو فرهنګيانو سره روغبړ  په غبرګو لاسونو کولو، کله چې زموږ خوا ته راورسيد، دلته تقريباُ ټول ځوانان راټول شوي وو، ما تر خوا نيږدې ودريد او په دري ژبه يې وويل چې په تاسې کې تر ټولو ځوان څوک دی چې د ځوانانو په استازيتوب راسره مصافحه وکړي؟
او د دې خبرې سره سم يې پر ما سترګې ولګيدې له مټ نه يې ونيولم او خپلې سينې ته يې کش کړم او ورسره يې وويل چې او هو تر تا به لا بل ځوان چيرته وي.
خود شکر ځای دا و چې کرزي صاحب ته دا پته نه وه چې عابد ٤١ کلن ځوان دی.
بازمحمد عابد
١٣٨٦/٠١/٢٧