لکه څنګه چې پيکار صاحب په شعر کې د هنر پنځولو پوره استعداد لري، داسې يې د انځور اخيستلو په کار کې هم له هنر څخه کار اخيستی دی. نوموړي انځورونه د ده د هنري ذوق پوره ترجماني کوي. دا تاسې او دا هم د عبدالله پيکار عالي ذوق. د پيکار صاحب نه په مننه.
ستاسې باز







15.04.2008
- baz
د ماهيپر ژوره چې د کابل سيند يې په کوزه کې بند ښکاري
د کابل او جلال اباد پر لاره د سروبي ولسوالۍ پورې تړلی يو کلی
د ننګرهار پوهنتون تر څنګه د کابل د سيند ښکلې منظره...
16.04.2008
- baz
د ولسمشر ۍ د ټولټاکنو وروسته چې د جمهوري رياست فرهنګي مشاورت په کابل کې ميشت فرهنګيان د پسرلنۍ مشاعرې له پاره جمهوري رياست ته بللي وو، نو له نيکه مرغه چې زه هم په کې وم. کله چې د ملي راديو تلويزيون نطاق نيازي سنګر د شاعرانو لست ليکه، له مانه يې هم د نوم او شعر ويلو پوښتنه وکړه. زما د نوم ليکلو پر وخت نيازی صاحب خوښ شو او زياته يې کړه چې ستا د شعرونو ټولګه خو ما سره له ډېر پخوا نه شته او ډېر مې لوستی يې. مشاعره د ګل خانې په ماڼۍ کې پيل شوه. وا...