د تير کال خبره ده. له دفتر نه مې رخصت واخيست  او کور ته مې د تلوتابيا ونيوله. څه د پاسه لس بجې وې چې له دفتر نه ووتم . په ټکسي کې سپور شوم. په دې وخت کې راته د يوه ملګري فون راغی چې ويل يې حاجي صاحب ......  مړ دی او څلور بجې يې کلي ته جنازه راوړي. ما هم تصميم ونيو چې کلي کې به يو سټاپ وکړم. جنازه کې به ګډون هم وکړم او بيا به هغو موټرو کې ځان پيښور ته ورسوم چې مړی يې کلي ته رارسولی دی.
هغه وخت د تورخم هډه په باګراميو کې وه. زه چې څنګه له ټکسي نه کيوتم، يوه موټر وان رامنډه کړه  او له مټ نه يې ونيولم او له مخې سره يې راته  په شينوارۍ لهجه وويل:
بس يو کس  د کرولا په مخ کې سيټ کې کم دی، وروسته سيټ کې يوه زنانه ده او نور پنځه سره  ماشومان دي.
ما چې د کرولا په لور ور وکتل نو له مخې سره مې په يوه هزاره ورور سترګې ولګيدې. دا ورور ما له څو کلونو را په دې خوا پيژندلی و. دفتري اړيکې مو سره لرلې. ورغلم او له روغبړ نه وروسته يې راته وويل:
عابدجان! اين فاميلک من است. بس به تو و به خدا می سپارمش.
ما ورته وويل چې زه خو تر جلال آباده ځم. دا چې ستا فاميل دی نو خير دی زه د تورخم کرايه ورکوم خو ستا ماشومانو سره به تر جلال اباده يم او نور دې خدای مل شي.
هغه جيب ته لاس کړ ٤٠٠ افغانۍ يې ډريور ته زما پر ځای ورکولې. خو ما يې لاس ونيو او په وچ زور مې له دې کاره منې کړ.
په موټر کې سپور شوم او حرکت مو وکړ. د احمدشاه بابا له مينې لا وتي نه وو چې يو ماشوم د ژړا په انداز کې وويل چې :
ما همرای کاکا خود ميشينم.
مور يې ورته وويل چې بيشنی کاکايته جور نه تی.
ما چې د دې دواړو مور او ماشوم خبرې واوريدې، وپوهيدم چې دا خبره يې ورته مور غوږ کې ايښې وه.  ځکه چې هغوی ټول شپږ تنه په وروسته سيټ کې راټول شوي وو.  نو مخ مې ورواړوو او ماشوم مې ترې خپل سيټ راته راواړو. له پلچرخي نه لاوتي نه وو چې ماشوم زما په غيږ کې ويده شو.
دا نو داسې ورځ ده چې له ماهيپر له ړومبي سرنګ نه لږ مخته يو غټ ګټ راښويدلی دی او دومره لاره پاتې ده چې يوازې واړه موټر پرې له يوه اړخه تيريدی شي. زموږ به قسمت ښه و چې زموږ په رسيدو نوبت هغو موټرو ته رسيدلی و چې له کابله تلل. خو تګ يې هم د ميږي په مزل و. له هغې خوا نه چې په سلګونو لارۍ او موټرې ولاړې وې، سپرلې يې له موټرو راکيوتې وې او بل کار خو يې نه بس  تيردونکو موټرو ته به يې خپلې سترګې بقې نيولې وې. د هر چا به چې زموږ په موټر سترګې ولګيدې، نو يو دم به يغ  نيغ شول. ما پرې ځکه چرت نه خرابوو چې ما ته مالومه ده چې د ليدونکو سره څه سوال پيدا شوی دی، ځکه تکه سپينه چينايي ډوله ښکلې ښځه، پاک پاک ماشومان چې يو يې تر دې دمه زما په غيږ کې ويده و او ما غوندې سکاڼ بنده . بس ټولو سره دا سوال و چې دې پنجابي څنګه له هزاره ګۍ سره واده کړی دی؟
موږ څه کم درې ساعته په ماهيپر کې وځنډيدو او زموږ موټر د لارويانو له پاره  يوه ښه  فلمي صحنه وه. څلور پنځه ځايه بلدي کسان هم په مخ کې ولاړ وو، چې په دوه درېو خو مې بيخي ځان ناګار کړ خو په يوه ځای کې غوټ څلور تنه زما کليوال و. هغوی چې څنګه وليدم، نو يوه په کې له مخې سره غږ وکړ چې:
باز دی باز.
دوی سره مې له ورايه سلام کلام وکړ. کله چې له ماهيپره کيوتلو، نو دکرولا  وروستی ټاير جام شو. ښه و چې  ډريور سره نوې ليدرې وې هغه يې ژر ژر بدلې کړې او حرکت مو وکړ.  د سرخرود دو سرکې ته چې ورسيدو نو موټر باندې خدای خبر څه چل شو چې په مخه يې حرکت نه کاوه خو په وروسته يا ريورس يې بيا سمه منډه وهله. ډريور تر قوماندانۍ موټر په ريورس راوستو . دلته هم يوه نه دوه نوې نندارې ليدونکو ته پيدا شوې. په لاره تيردونکو  چې به وليدل چې دا موټر ولې په ريورس روان دی نو حيران به شول او کله چې به يې موږ په موټر  کې وليدو نو حيرانتيا به يې يو په دوه شوه.  موټر وان له قوماندانۍ سره موټر يوه ورکشاپ  ته ودراوه او ما ماشومانو ته يو څه بسکټ تازه ميوه راواخيسته. د ماشومانو مور ته مې د ډريور په مخ کې وويل چې ما د دې موټر نمبر ځان سره نوټ کړی دی، ډريور مې هم لږ و ډېر وپيژوانده، هيڅ غم مه کوئ موټر کې دومره کار نه شته.  دم ګړۍ ته به جوړ شي، خو ماته اجازه راکړئ چې زه کلي ته ځان رسوم چې جنازه رانه تيره  نه شي.
١٣٨٧/ ٠٤/٢٤ کابل، افغانستان
baz_moh1@hotmail.com