په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې مدير صاحب صميم الله په حق ورسيد.
انا لله و انا اله راجعون
مدير صاحب صميم الله چې د استاد محمد آصف صميم پلار و ٨٧ کاله پخوايې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې سترګې دنيا ته وغوړولې. عالی دارالمعلمين يې په کابل کې ولوست او د استادۍ په سپيڅلې دنده يې لاس پورې کړ. ارواښاد څه کم شپيته کاله دې خدمت ته دوام ورکړ چې له معلمۍ نه يې نيولې تر مديريتونو پورې يې په ننګرهار، لغمان او کنړ کې وظيفې سرته رسولي دي. ارواښاد نه يوازې دا چې وظيفه يې سرته رسوله ، بلکې د پوهنې په برخه کې يې نه هيريدونکي خدمتونه هم سر ته رسولي دي چې په لوی ننګرهار کې يې په بيلابيلو ولسواليو، کليو او بانډو کې منځني ښوونځي او ليسې د وخت له دولت څخه منظوري کړي او داسې په لرې پرتو سيمو کې د علم ډيوه بله ساتلې وه.
زه د استاد صميم او د ده د درنې کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شريک بولم، ارواښاد ته د لوی خدای په دربار کې بهتر جنتونه غواړم او کورنۍ ته يې صبر جميل.
14.07.2008
- baz
د تير کال خبره ده. له دفتر نه مې رخصت واخيست او کور ته مې د تلوتابيا ونيوله. څه د پاسه لس بجې وې چې له دفتر نه ووتم . په ټکسي کې سپور شوم. په دې وخت کې راته د يوه ملګري فون راغی چې ويل يې حاجي صاحب ...... مړ دی او څلور بجې يې کلي ته جنازه راوړي. ما هم تصميم ونيو چې کلي کې به يو سټاپ وکړم. جنازه کې به ګډون هم وکړم او بيا به هغو موټرو کې ځان پيښور ته ورسوم چې مړی يې کلي ته رارسولی دی. هغه وخت د تورخم هډه په باګراميو کې وه. زه چې څنګه له ټکسي نه کيوتم، يوه موټر وان رامنډه کړه&nbs...
15.07.2008
- baz
راليږونکی :عزیزالرحمان تسلد راليږونکي پته :aziz_rahman52@yahoo.comنيټه : 15-07-2008سلامونه او نیکي هیلی قبولي کړه عابد صیب:یره اشنا په خدای چی ډیری خوږي خاطري لري زه اکثر ستا خاطري ګورم ډیره مزه راکوي خپله هم خوږ یی او خاطری دی هم خوږي دی ما په اول ځل د کندز په مشاعره کی د نیازمند دوی ځای کی چی ولیدی نو ډیر خوږ راباندی ولگیدی.
تسله وروره خدای دې ښه لره چې تاسې زما خاطرې لولئ او خوښوئ يې هم. خاطرې خوږې وي او که ترخې، دا د هر انسان په...