بيلا بيلې ليکنې


زما فرهنګي سرګ‌ذ شت / دریمه برخه

موږ دواړو ته وظيفه راکړل شوه چې د ارکستر له پاره  د افغانستان مشهور سازغږونکي پيدا کړو. زما کار د پښتنو هنرمندانو پيدا کول وو. ما له هنرمندانو سره پيژندګلو نه لرله، نو د حفيظ الله تراب نه مې مرسته وغوښته. هغه راته سينه وډبوله چې نامي نامي کسان به درته د ارکستر له پاره ونیسم بله ورځ له تراب صيب سره کباري بازار ته روان شوم. هلته مو لومړی له نواب استاد سره وکتل. هغه ته مو خپل غرض او شرايط وړان

08.01.2011 baz

انټرنيټي فري سنټرونه

په جلال اباد کې ډېر فري انټرنيټي سنټرونه شته چې په سلګونو معتلمين په کې له زده کړې برخمن کيږي. له دې سنټرونو څخه يو هم د ميديو تيک د فتر په چوکاټ کې ميډيا هاوس يا د رسنيو کور دى چې هره ورځ ورته په لسګونه هلکان او جوني راځي او خپلې اڼترينيټي زده کړې پياوړې کوي. دا مرکز له دې نه پرته د ژړرناليزم درې مياشتيني کورسونه هم لري چې په ګڼ شمير کې ځوانان په کې ګئون کوي. همدا رنګه د پييښور د ژورنالستانو سره په مياشت کې يو ځل آن لين انټر نيټي کنفراسونه هم لري چې يو د بل له ستونزو خبر شي او د حل لارې چارې

30.03.2010 baz

تا دې خدای راولي جانانه/ عابد

- هيلو!  سلام عليكم، اختر دې مبارك شه. - ستا د ې مبارك شي، څوک خبرې كوې؟- ولې تاسې زما غږ  و نه پيژندو؟ - نه والله. - د خداى بنده، ما خو ستا تر هيلو د مخه د ټېلفون په كرښه ستا اسويلى هم وپيژندو. - ښه، ښه دا ته يې!- هو، غوښتل مې چې د ټېلفون په كرښه دا اوږدې فاصلې لنډې كړم.- دا نمبر خو د پېښور دى كنه!- هو، ولې تا ته پته نه شته چې زما اختر به په پېښور وي؟- پته وه. ښه دا وايه چې پېښور کې اخت

16.11.2009 baz

د سحر صاحب په کيسه ليکلي نقدونه

د ډېرو كلونو خبره يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]قلم يې را واخيست په (( مينه)) يې كږې وږې كرښې وكښلې له ځا ن سره يې وويل:_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى . قلم يې په غاښو ټينګ كړ ((اوه څه وليكم))- زما له خوا داسې يوليك څه معنا لري ،هغه به څه فكر وكړي.كاغذ يې را وا خيست په لاسونو كې يې وچرموړه ،خواته پرتې ټوكرۍ ته يې ور خطا كړ قلم يې پر ميز كيښ

22.02.2009 baz

د مير عرب شاه چمتو له مينې نه مننه/ عابد

مير عرب شاه چمتو هغه نامه ده چې دا څو کاله به هر هغه افغان ورسره آشنا وي چې د آزادۍ او بي بي سي راډيو ګانو ژوندۍ خپرونې يې اوريدلي وي. د چمتو صاحب مينه له افغانستان او افغانانو سره برملا ده. تيرو مياشتو کې چې له ډنمارک څخه کابل ته راغلی و، نو ماته يې په بلاګ کې د هېواد د ښکليو منظرو په انعام کې يوه ويډيوي کمره راوړې وه. او دا دی دا ځل يې يو لپ ټاپ کمپوټر هم له ځانه سره راته راوړی دی چې کور ودانی ورته وايم.

26.01.2009 baz

کابل بی زر باشد، بی برف نی

سږني ژمې کې له ډېرو هيوادوالو په تيره کابل ميشتو سره دا انديښنه موجوده وه چې که سږکال په کابل د پام وړ واوره ونه وريږي، شايد چې ډېرې ناروغۍ رامنځته شي او هيواد له وچکالۍ سره مخ شي. خو دا انديښنه تر ډېره ونه غځيده. د مرغومي په ١٣ نيټه د کابل په ښار د پام وړ واوره وريده او له وريدو يې کابل ميشتو خوند واخيست. دلته څو انځورونه د سږني کال د لومړۍ واورې وريدو ستاسې د ليدو په خاطر ځای پر ځای کومپه مينه او درنښت

04.01.2009 baz

د مير عرب شاه چمتو څرګندونې

محترم ورور عابدصا حب مننه کو م چې تا سو زيار ګاللی دی چې دوستان سره نژدې کړ ئ کور دې ودان او په قلم دې بر کت شه . زه دا خپله اسلا مې او افغا نې د نده ګڼم چې  کوم څه زماله   وسې پوره وې،کو شش کو م د خپلو هيوادوالو سره مر سته وکړم په ځانګړې تو ګه د هغه معيوبينو ورونو اوخويندو سره چې د خو ږ بدن غړې يې له  لاسه ورکړې دې.  زما هلې ځلې جارې دې دوام ور کوم . زما د زړګې سر د سترګو تور ښا غلی سيد محمد مسکين     صاحب له تا سو څخه  مننه کو م چې تا سو خپ

04.11.2008 baz

مننليك

زه سيد محمد مسكين د الحاج وزير محمد زوى د خوست ولايت د اسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حسن زيو كلي اوسيدونكى چې تقريباً دا ۲۵ كاله د معيوبيت  او محتاجۍ پر بستر پروت وم .خو الله راته خواخوږى، زړه سواند او مهربانه انسان چې د ډنمارك په هيواد كې د افغان مهاجر په صفت شپې او ورځې تيروي ښاغلى عرب شاه چمتو صاحب سبب كړچې د معيو بينو لپاره د ځانګړي جوړ شوي موټر سايكل مرسته ئې راسره وكړه او د خوږ ژبي او نازك خياله شاعر ښاغلي پير محمد كاروان صاحب په لاس يې راته تسليم كړ. زه د دواړو بشر دوسته

02.11.2008 baz

د افغان ادبي بهير لنډ ريپورټ

د افغان ادبي بهير  د ١٣٨٧ل کال د تلې په ٢٦ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر د ١٧ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې رييس محمد الله کمال و او ميلمانه يې منيرځدران او حسن مبارک وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه.د تر څه د مخه دتيرې غونډې ريپورټ  کره کتنې ته وړاندې شو چې له لږې سمونې وروسته  دتاييد وړ وګرځيد.  همدا رنګه ټاکل شوې وه چې عنايت ديدار به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې

19.10.2008 baz

د منظرو د خپرولو په بدل کې انعام

ګرانو يارانو ښې چارې! له کله  نه چې ما په خپل بلاګ کې  د هيواد د ښکلېو منظرو په خپرولو لاس پورې کړی، نو خدای شته چې له هيواد نه بهر د ډېرو آشنا او نا آشنا يارانو ايميلونه او ټيلفونونه راته راغلي دي، او هر يوه يې  د منظرو خپرولو ته هڅولی يم. د دې دوستانو له جملې څخه يو هم عرب شاه چمتو دی چې ډېرو يارانو خو به ورسره له نيږدې نه ليدلي وي او ډېرو به په غايب کې پيژندلی وي. ځکه د آزادۍ او آشنا غږ راډيو له لارې يې ډېرې تبصرې او نيوکې خپرې شوي دي.ما به چې کله  هم د هيواد ښ

17.09.2008 baz

سليمان لايق په لنډيو غږيږي

د ٢٠٠٨ م کال د اګست په ٢١ نيټه قلم نړيوالې ټولنې د لنډيو په هکله سليمان لايق غږولی و او ما ثبت کړی و چې دا دی کټ مټ يې ستاسې په وړاندې خپروم. بازمحمد عابددا سمه ده چې  ما يو څه وخت په سياست کې تير کړی دی، مګر ما ډېر عمر په انشايي  ادبياتو.لکه شعر اونثر کې هم تير کړی دی.د پښتو په څيړنيزو ادبياتو کې زما کار ډېر نوی دی.تقريباً ديارلس څوارلس کاله  له هيواده لرې د مهاجرت  په ديار

04.09.2008 baz

د مدير صاحب صـيم الله په مړينه خواخوږي

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې مدير صاحب صميم الله په حق ورسيد.انا لله و انا اله راجعونمدير صاحب صميم الله چې د استاد محمد آصف صميم پلار و ٨٧ کاله  پخوايې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې سترګې دنيا ته وغوړولې. عالی دارالمعلمين يې په کابل کې ولوست او د استادۍ په سپيڅلې دنده يې لاس پورې کړ.  ارواښاد څه کم شپيته کاله دې خدمت ته دوام ورکړ چې له معلمۍ نه يې نيولې تر مديريتونو پورې يې په ننګرهار، لغمان او کنړ کې وظيفې سرته رسولي دي.  ارواښاد نه يوازې دا چې وظ

15.07.2008 baz

په ثمرخيلو کې د مياعلي بابا په هکله لنډ مالومات او انځورونه

د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو دا ځل  مې درته د ننګرهار ولايت کې د ثمرخيلو په کلي کې د مياعلي بابا د زيارت په اړه  مالومات راټول کړي دي، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي. زموږ په ټولنه کې د ميا او ملا په دم او درود د خلکو عقيدې له سلګونو کلونو را په دې خوا موجودي دي.  ځينې خلک اوس هم ډېر ناعلاجه ناروغان په زيارتونو ګرځوي. مثلاً د ګوزن ناروغان د هسکې مينې په ولسوالۍ کې مياجي صاحب ته ورولي، د زيړي ناروغ د بند اخيستو په خاطر ګردي غوث ته وورولي او دماشومانو د زيل نه د مخنيوي، 

01.07.2008 baz

په چوپه خوله خير غوښتل/ عابد

د باز بلاګ قدرمنو لوستونکو!تاسې به ليدلي وي چې په کابل کې د ښځينه خيرغوښتونکو شمير له حده اوښتی دی. د ښار په بيلو بيلو سميو کې سوالګرې ښځې ليدل چې کله په يوه نارينه پسې او کله په بل نارينه ته لاس غځوي او تر هغې شله وي چې يوه روپۍ نيمه ترې وشکوي. دا به مو هم ليدلي وي چې که يوې ته دې د زړه سوي له وجې يوه روپۍ نيمه ورکړه، نو شا و خوا نورې سوالګرې ښځې درنه راتاوې شي او تر هغې دې نه معاف کوي، چې پيسې درڅخه وانه خلي. او دا خو به مو ضرور ليدلي وي، چې ډېری ښځې خپل د ګل په شان ماشومان

24.06.2008 baz

د کا فروشي کوڅه

په کابل کې د پل خشتي جومات شرقي دروازی ته چې په دې توره تياره کوڅه ورننوتې، نو مخې ته به په همدې کوڅه کې کيڼ لاس ته يوه بله زړه کوڅه درشي. دې کوڅې ته کافروشي وايي. کيدای شي يو وخت په همدې کوڅه کې د مالونو له پاره واښه خرڅيدل خو اوس له ډېرې کلونو را په دې خوا د جمعې په ورځ په دې کوڅه د کوتربازانو داسې ګڼه ګوڼه وي چې د تيريدو شان په کې نه وي. دلته د کابل د شاه  وخوا سيمو څخه له لس کلنو ماشومانو نيولې بيا تر اتيا کلنو بوډاګانو پورې راځي، او د کوترو په ميله کې ورګډيږي. په دې ورځ کوتربازان کوترې

08.06.2008 baz

د وکيل شينواري د کيسو دريمه ټولګه( رنځورې هيلې ) خپره شوه.

رنځورې هيلې د ښاغلي کيسه  ليکوال عبدالوکيل سوله مل شينواري د لنډو کيسو دريمه ټولګه ده چې په لندن کې د افغان کلتوري ټولنې په ښه کاغذ په ١٠٤ مخونو کې د ٢٠٠٠ ټوکو په شمير خپره کړې ده.په دې ټولګه کې ١٣ کيسې راټولې شوي دي چې ټولې يې د افغانو ښځينه ژوند انځورونه وړاندې کوي. تر دې د مخه هم د وکليل شينواري دوه د لنډو کيسو ټولګي خپرې شوي دي چې يوه يې زړه کلا نوميده چې په ٢٠٠١ م کال کې په پيښور کې خپره شوې وه او بله يې پنځوش ميلونه نوميده چې په ٢٠٠٥ م کال کې خپرې شوې او ٢٠٠٧ م کال د کوزې پښتون

18.05.2008 baz

درنو دوستانو سلام!

تر هرڅه له مخه ستاسو د ښه صحت وسلامتيا او برياليتوب په هيله.دا ښه نظر دی بايد چې پس له دې د تبصرو خونه بنده وساتل شي، ځکه چې ځېنې نااهله او بې کفايته کسان خوشې بېځايه بې منطقه ښکنځلې کوي چې دا ښکنځلې خپله د دوی د اخلاقو او کردار نماينده ګي کوي. ما د ښاغلي عابد د سفر د هېواد د شمالي برخې چې تازه کندوز ته تللی وو او هلته يې د آمو سيند پر غاړه انځورونه اخېستي ول او بيا يې د سالنګ او چاريکارو  انځورونه ورپسې خپاره کړل چې دا د ده د هېواد سره د مينې او وفادارۍ نماينده ګي کوي.له بده مرغه چ

18.05.2008 baz

د نعيم مومند غوښتنه

Salamona aw niki hilli mi wamanهيله لرم چې جوړ او رمټ به یاست . ستر څښتن (ج) مو تل روغ او هوسا لره .تکړه او هڅاند بازه ! ستا د قلم د روانۍ کېسې مې ډېری اورېدلي او لوستلي دي . تېره ورځ مو چې غريز ولایت(کنړ)ته تشريف وړی و .او د ( د کنړ سيند مشاعره يوه په زړه پورې خاطره) تر عنوان لاندې مو ډېر ښه یونلیک يا راپور کښلی ونو زه د یو پردېس افغان په توګه له ستاسو څخه هيله کوم چې د اوار ولايت (کندز) هم یو بشپړ راپور وليکئ .د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل دسالنګ نه هاغه خوا یوه لو

11.05.2008 baz

د کنړ سيند مشاعره يوه په زړه پورې خاطره

د حمل د مياشتې ٥ نيټه وه چې د شپې راته اسرار کريمزي فون وکړ. ويل يې د کنړ سيند مشاعرې خبرتيا که ويبپاڼو ته ورکړې، نو بده به نه وي. په سهار مې همداسې وکړل.  د بهير پاڼې او خپل ويبلاګ ته مې خبر وکړ، تر څو چې مشاعرې ته د تلو وخت رارسيده د شل پنځه ويشتو يارانو تليفونونه راته راغلل او هر يو يې د تلوونکو په لست کې خپل نومونه راکړل. د پنجشنبې په ورځ څه د پاسه يوه بجه به وه چې له دفتر نه ووتم او په لوکل ټکسي کې سپو ر شوم. د کلوله پشتې له لارې ښار ته روان وو چې په موبايل راته زنګ راغی. له هوک

01.04.2008 baz

يو غر راونړيده

د جولای ١٢ نيټه وه چې په دفتر کې د انګليسي ژبې د زده کړې له کورس نه راووتم نو په مبايل مې راته زنګ راغی. د مبايل سکرين ته مې په ځير وکتل، د ځوی نوم مې په سکرين راښکاره وه. هسې خو مې ځوی ماته هميشه مس کال راکوي خو دا مس کال نه و، سم سهی تلفون و، خو ما مس کړ. ځوابي مې ورته زنګ وواهه. هغه اوکی کړ، سيکنډونه اوخښتل خو د يو بل غږ مو نه اوريده، تر ديرش سيکنډو مې  هيلو، هيلو، بچيه زما غږ اورې، زه ستا غږ نه اورم که ته زما غږ اورې او کومه خاصه خبره وي نو ماته تلفون وکړ. او په همدې کې تلفون بند شو.

15.11.2007 baz

افغان ادبي بهير سره زما تړلې خاطرې

شله گي هم تر يوه حده وي، خو په فرهنگي يارانو کې داسې يو شله يارهم کله کله راپيدا شي چې که چيرې يې د ژبې په سر هم درڅخه په يوه ليکنه ژمنه غوندې اخيستي وي، نو بيا دې ورته خدای ( ج) ټينگ کړه. زه دا د کندهار د يارانو له جملې څخه يو يار يادوم چې د ښکلا ډيوه يې په لاس کې نيولې ده، ښار په  ښار او کلي په کلي په يارانو پسې گرځي او د هيواد د تياره گوډونو د روښانولو په خاطر ليکنې جلبوي، کله کله خو يې د ښکلا دا سفر له کندهاره واخله تر کويټې او له کويټې نه واخله تر پيښوره د همدې (( ښکلا)) په ښکلې کول

15.11.2007 baz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more