درنو دوستانو سلام!
دا ښه نظر دی بايد چې پس له دې د تبصرو خونه بنده وساتل شي، ځکه چې ځېنې نااهله او بې کفايته کسان خوشې بېځايه بې منطقه ښکنځلې کوي چې دا ښکنځلې خپله د دوی د اخلاقو او کردار نماينده ګي کوي. ما د ښاغلي عابد د سفر د هېواد د شمالي برخې چې تازه کندوز ته تللی وو او هلته يې د آمو سيند پر غاړه انځورونه اخېستي ول او بيا يې د سالنګ او چاريکارو انځورونه ورپسې خپاره کړل چې دا د ده د هېواد سره د مينې او وفادارۍ نماينده ګي کوي.
له بده مرغه چې بيا مې د يو کس له خوا خوشې بېځايه سپکی سپورې خبرې تر سترګو شوې او هغه خوله چې ده خوځولې، نو ما ته دا جوته شوه چې اصلاً نوموړی د خپلې مور له لومړنۍ ابتدايي تربيه څخه لکه چې محرومه پاتې شوی او لکه چې هېڅ يې نه ليدلي او نه اورېدلي او نه يې له چا سره ناسته پاسته شوې پرته د بې نزاکته خلکو سره او د بې نزاکته خلکو څخه خو همداسې بې مسووليته او بېباکه خبرې راوځي، نو خورا ډېر زړه بدی او خواشينی شوم. اکتفا مې بر دې وکړه چې ځه دا دنيا ده هررنګه انسانان پکې شته، خو ولې څوک ځان او نور پېژني او څوک يې نه.
بښنه غواړم زه اګر چې دلته به غرب کې اوسم، خو تاسو په خدای باور وکړئ چې داسې بې نزاکتي د يو مسلمان او افغان له خولې ما ته د افسوس خبره ده، خو ښه به همدا وي چې ازادي او ډېموکراسي تر يوه حده پورې خوند او مزه کوي او هرشی چې د افراط او يا تفريط خوا ته ولاړ شي، نو بيا يې هغه مزه نه وي او خبره پيکه کېږي. هيله لرم چې ځېنې خبرې د بې ادبه او بې کفايته خلکو چې د خلکو پر شخصيت باندې سيده تيری وي، بايد چې سانسور شي او هره خبره او ښکنځل بايد چې خپره نه شي.
په پای کې عابد جان ته مې سلامونه وړاندې کړئ.
په درنښت
سيدحسين پاچا
اکسفورډ، انګليستان